Categories

اعلان

Loading…

د جرمني دفاع وزیره، طالبانو د افغان حکومت د پرزولو زیاتې هڅې وکړې

تاند- د جرمني دفاع وزیرې نن /دوشنبه/ په مزارشریف کې وویل، له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو پرېکړې طالبانو ته انګېزه ورکړه چې د افغانستان د حکومت د پرزولو هڅې وکړي.

د جرمني دفاع وزیرې اورسولا فان دیر لیین په نااعلان شوي سفر د افغانستان په شمال کې مزارشریف ښار ته سفر وکړ.

دې په ۲۰۱۴ م کال له افغانستانه د ټولو محاربو پوځیانو د ایستلو په اړه د ناټو پرېکړې ته په اشارې وویل:«موږ په نسبي ډول په بیړه د ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ. په ۲۰۱۵ م کال طالبانو د افغانستان د حکومت د پرزولو او د افغان ځواکونو د ناکامولو لپاره هیڅ هڅه ونه سپموله.»

مېرمن دیرلیین د جرمنیانو د دودیزې رخصتۍ په ورځ په مزاشریف کې په شاهین قول اردو کې د جرمني پوځیانو لیدو ته لاړه.

په دغه کمپ کې د ناټو د ۲۱ غړیو هیوادونو ۱۵۰۰ سرتېري ځای پر ځای دي. د دغو پوځیانو اکثریت د جرمنیانو دی.

د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني دفاع وزیرې افغانستان ته تر روانېدو مخکې تېره شپه خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته د دې د سفر اساسي پیغام دا دی چې «موږ هلته پاتې کېږو.»

جرمني پوځ غواړي چې په افغانستان کې د خپل پرسونل شمېر له ۸۵۰ څخه ۹۸۰ تنو ته زیات کړي او د مزارشریف په اډه کې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت پراخ کړي.

جرمني دا اقدام د ناټو د تېرې اوونۍ د اعلان په لړ کې کوي چې په بروکسل کې یې وکړ او ویې ویل چې د ځواکونو شمېر به یې په ۲۰۱۶ م کال کې تغییر ونه کړي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره میاشت اعلان وکړ چې د۲۰۱۶ م کال تر پایه به له افغانستانه موجود پوځیان ونه باسي.

150 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸