Categories

اعلان

Loading…

هند وايي د بهرنیو چارو وزیره یې د اسیا زړه په کنفرانس کې ګډون کوي

تاند- هند اعلان وکړ چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوارج اسلام اباد ته ځي چې د افغانستان په اړه د اسیا زړه په سیمه ییز کنفرانس کې ګډون وکړي.

له دې سره په یووخت د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم نن وویل چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر کوي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې مېرمن سوارج به د دې سفر په لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره وویني.

د هند له بهرنیو چارو وزیرې سره به په دې سفر کې یو جګپوړی پلاوی ملګری وي.

د اسیا زړه دوه ورځنی کنفرانس د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان د مشرانو له لوري په اسلام اباد کې پرانستل کېږي.

د اسلام اباد له سفر سره د مېرمن سوارج د موافقې خبر دوې ورځې وروسته له دې اعلانېږي چې د هند او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو پرون /دوشنبه/ په بنکاک کې پر تروریزم، جمو او کشمیر او دوه اړخیزو مسلو خبرې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویکاس سواروپ په ټویټر کې ویلي، مېرمن سوارج به د اسیا زړه کنفرانس ترڅنګ د پاکستان له صدراعظم محمد نوازشریف او د هغه د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره د دوو هیوادونو پر اړیکو خبرې وکړي.

تر دې مخکې ۳ کاله پخوا د هند د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ایس ایم کریشنا په ۲۰۱۲ م کال اسلام اباد ته تللی و.

له یادې مودې راوروسته د دوو هیوادونو د چارواکو ترمنځ په لوړه سویه تګ راتګ محدود شوی وو.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د هند صدراعظم نریندرا مودي تېره اوونۍ په پاریس کې د اقلیم پيه نړیوال کنفرانس کې له یو بل سره لیدلي و او تر دې وړاندې یې د روسیې په سوچي کې هم لنډې خبرې کړې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸