Categories

اعلان

Loading…

بې مزده کار / ليکوال : محب الله آرمل

په افغاني ټولنه کې دا دود لا عام ندی چې يو کس دې د خپل عمر او کاري فعاليت يوه برخه هېواد ته ورکړي او بې مزده کار دې وکړي، اپلاتون وايي : ((ستاسې ژوند درې برخې دی يوه برخه يې ستاسې ده، بله برخه يې ستاسې د کورنۍ ده، درېيمه او تر ګردو زياته برخه يې ستاسې د هېواد ده.)) چين هېواد چې خپلواک شو، وران و ويجاړ و، مګر چينايان چې خپل پخواني حال پوهولي وو متحد شول چې د خپل هېواد په جوړولو کې برخه والي او يوازې په نس يا ډوډۍ کار وکړي، له مزد او معاش تېر شول نن سبا يې موږ او تاسې روان وضعيت وينو.

د اروپا ننی حيرانونکی پرمختګ هم د رنسانس او له هغه راوروسته وخت پيليږي، کله چې په اروپا کې د رنسانس يا بيا را ژوندي کېدو دور راغی، انسانيت ته متقابل احترام وشو او دغه شان عام ولس ته په خپل هېواد کې د اوسېدو پوره حقونه ورکړل شول نو خلکو يو بل ته لاسونه ورکړل او اروپا يې د پرمختګ يوه حيرانونکي حالت ته ورسوله.

تاريخ راته وايي او موږ يې هم عملا وينو چې يوازې هغه ټولنې جدي پرمختګ کولی شي چې وګړي يې د خپل کور او خپل هېواد توپير نه کوي، يانې چې څنګه کور ساتي هغسې هېواد هم وساتي او د يوه لوی کور په سترګه ورته وګوري. پدې ورځو کې د کابل په واټونو او د سړکونو په څنډو کثافات دومره زيات شوي چې بد بوييۍ يې تنفس ستونزمن کړی، که دا کار او مسئوليت د ښار والي هم وي خو ښاريان هم بايد ګرم وبلل شي، په لوکس موټر کې لوکس کسان سپاره وي خو د کېلې پټوکی له ښېښې بيرون غورځوي، شايد پدې شرميږي چې موټر يې ککړ وي خو پدې نه شرميږي چې ښار د ناپاک، دوړن، او خوسا وي.

دا خبره به مو شايد د هر افغان له خولې اورېدلې وي چې افغانستان زموږ ګډ کور دی مګر داسې کسان به کم تر سترګو شوي وي چې ددې کور ساتنه او خيال يې د هغسې لرلی وي لکه د خپل کور چې ساتي. يوازې دولت پدې قادر ندی چې هرڅه ملت ته چمتو کړي، که هغه کار دی. که هغه پوهنيز مرکزونه دي، که هغه اقتصاد او ټېکنالوژي … او نور دي بلکې د هېواد په هر اړخيز پرمختګ کې عام وګړي هم خپله ونډ بايد تر سره کړي.

په افغانستان کې دا خبرې اوس ذهنې کليشي ګرځېدلي دي چې وايي : افغانان وطن دوسته دي، په وطن مين دي… که داسې وای نو دا حال به مو ولې وای.

مخکې په کابل کې د حذب اسلامي ګوند ځينو غړو د ښار پاکونې په يوه کپياين کې برخه واخسته، چې موږ يې دا کار په خپل ځای ستايو خدای وکړه د هېوادنۍ مينې احساس نورو ته هم ورکړي، البته همدا ګوند بيا ستونزې لري خو دا ټکی يې د يادولو او ستايلو دی.

د ډېسمبر پنځمه چې د لېندۍ له څوارلسمې سره سمون خوري د رضاکارانو نړيواله ورځ ده. دا ورځ په ټوله نړۍ کې په ډېر جوش لمانځل کيږي، په افغانستان کې هم د شنبې په ورځ و لمانځل شوه، له نورو هېواد او ولايتونو خبر نشوم چې څنګه وه خو د پکتيکا له حاله به مو زه خبر کړم.

د رضاکارانو دغه جهاني ورځ چې د ژونديو ټولنو خلک يې بايد ولمانځي او پراخه ګډون پکې وکړي د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور رياست په نوښت يې پدې ولايت کې نوی پيل وشو، دغه ورځ تر دې مخکې پدې ولايت کې نه وه لمانځل شوې، موږ چې دغه ورځې ته آماده ګي نيوله فکر مې کاوه چې نو پکتيکاوال به پراخ ګډون پکې وکړي، خو داسې نه وه.

2هو ريښتيا دا ورځ مو په نوې بڼه ولمانځه د فرهنګ ريئس محمد بشير محمدي د عامه کتابتون ټول کتابونه موټرو ته جګ کړل او د ګرځنده کتابتونو شعارونه، معقولې او ښکلي پيغامونه يې هم چې په سپينو رختونو يې ليکلي ول په موټرونو ټينګ کړل، لومړی مو په ښار کې را وګر ځول او خلک مو دوه کارونو ته وهڅول. يو دا چې عام ولس بايد په وړيا ډول او بې مزده د هېواد لپاره کار وکړي او بل دا چې په پکتيکا د مطالعې فرهنګ هم عام شي. چې هېر مې نشي ددې فعاليت لومړی پيل د پکتيکا والي امين الله شارق وکړ او د اطلاعاتو او کلتور ريئس په دې هڅه وسايه. ښاغلي شارق ددې ورځې په موخې رسنيو ته معلومات ورکړل او د کتاب په اهميت يې ښکلې او مناسب خبرې وکړې.

په ښار کې له دورې کولو وروسته هر ګرځنده کتابتون خپلې ټاکل شوې ولسوالۍ ته لاړ او هلته يې خپل مسئوليت تر سره کړه، د اطلاعاتو او کلتور رياست ډېر غني کتابتون لري خو د مطالعې لپاره ورته بنده بشر نه راځي نو کتابونه يې ولسواليو او ښونځيو ته پسې وروړل او هلته يې خلکو ته وويل چې ستاسې د ژوند مهمه برخه ستاسې د هېواد ده خپل هېواد ته وړيا کار وکړئ او دغه شان کتابونه ولولئ چې خپلو موخو او اهدافو ته مولنډ کړي.

خدای شته ماته د خپل ولايت د مدنيانو او د اطلاعاتو کلتور رياست فعاليتونه چې نه په سکرين او نه هم په دوربين ليدل کيږي مخې ته ودرېدل. او خپه شوم چې کابل ته نږدې ميدان وردګ له هرڅې بې برخې او دغه پکتيکا چې لرې پرته سيمه هم ده دومره امکانات او د چارواکو دومره اخلاص !!!

له هر افغان او په تېره بيا له هر لوستي او نالوستي ځوان دا تمه کيږي چې په پوره اخلاص د خپل هېواد په ودانولو کې د خپل مهارت، پوهې، زدکړې او وس په اندازه کار وکړي او دغه محروميتونه چې دلته ليدلي په خپلو مټو له منځه يوسي، د همدې ورځې په هيله .

۱۳۹۴-۹-۱۵

212 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸