Categories

اعلان

Loading…

سیاست د عمل لوبه ده/محمدیار یار

دا خبره مې له محترم شهرت ننګیال څخه زده کړې چې (سیاست د عمل لوبه ده، په شریعت کې نیت معتبر دی خو په سیاست کې عمل.)

دا مقوله مې د خپل سیاسي ژوند لپاره د یوې فورمولې په توګه سرمشق ګرځولې؛ دا مقوله چې کله هم را یادېږي نو د عمل یوه عجبه جذبه را پکښې را ولاړوي، په هغه شېبه کې چې مې دا فورموله د ذهن په کږلېچو کې قدم وهي نو که په کوم خاص کار بوخت هم و نه اوسم د ارادې ګرمې مې په وجود کې د حرکت لپاره انرژې تولیدوي، هسې غواړم را ولاړ شم، وخوځېږم او له متحجر ژونده د یوه بې سکونه تحرک پر خوا نجات ومومم.

د «اوربند» خپرونې د لومړۍ ګڼې په دوهم مخ کې مې د ښاغلي ننګیال داسې یو تشویش و شکایت هم ولوست:

«دلته واک له برهان الدین د صلاح الدین میراث دی، له مارشال فهیم د ادیب فهیم، له حاجي قدیر د حاجي ظاهر… له حاجي دین محمد د نصرت ارسلایي…

لکه یواځي برهان الدین، فهیم، حاجي قدیر او حاجي دین محمد زامن زېږولي، نور افغانان شنډ دي…؟

له دې زیات د ملت سپکاوی څه کېدای شي… ؟ ولس ته په دومره ټیټه کتل څه مانا… ؟»

زه ننګیال صاحب ته نه پدرانه نصیحت کوم او نه هم استادانه لارښوونه بلکې د ده د خپلې را ښوولې فورمولې په چوکاټ کې جواب ور ښیم چې ولس ته په دومره ټیټه کتل څه مانا؟

دا مانا، هغه ستا خبره، چې سیاست د عمل لوبه ده، د سیاست ډګر د هغه چا دی چې د عمل زړه لري، چې پر لوبېږي، چې ګټې یې، چې ګټلی یې وي.

رباني، فهیم، قدیر او دین محمد دغه د لوبې میدان ته را ووتل، یا یې څوک په مخ کې نه ول او یا یې هم مقابل لوبغاړي کمزوري ول، دا ډګر دوی فتح کړ، دوی زامن وزېږول او د دې میدان سربراهي یې ور و سپارله، که یې میراث بولئ میراث دی، که یې کمال بولئ کمال دی او یا یې زور بولئ نو زور دی. یوه سترګه به دې ژاړي او بله به خاندي، دا د سیاست پرنسیپ او فرهنګ دی.

څوک چې د سیاست ډګر ته را نغلل، هغوی اصلاً زېږېدلي نه دي او چا چې خپل زامن را مخې ته نه کړل نو هغوی په رشتیا شنډ دي.

هوکې! هغه سیاستوال چې یوازې سیاسي فکر و تشویش کوي نو عملي نتیجه نشي تر لاسه کولای او هغوی چې خپل سیاسي زوزاد د سیاسي عمل عرصې ته حاضرولای نه شي نو هغوی د سیاست په اصولو کې شنډ او ښه سم شنډ دي.

له ښه یا بده مرغه، ښه یې ګڼئ یا بد، تاسو د سیاست د واقعیت پر اساس د صلاح الدین، ظاهر، ادیب او نصرت پر اوږو د دې اخلاقي الزام بار نه شئ ور اړولای چې مخاطب یې کړئ: (کوشنی هلکان یاست! له خولې مو د مور د شیدو بوی ځي! بې مسلکه یاست! بې تجربې یاست! آن د نااهلۍ تر بریده؛ فلهذا دا ادب، اخلاق او انصاف نه دی چې تاسو د پلرونو د سیاست کرسۍ خپل میراث ګرځولی! لږ وشرمېږئ! لږ حیا وکړئ! تاسو نه ګورئ چې پلانی آغا بادار یا بیستانی آغا سردار اهل سیاست، چې یو عمر سیاسي تجربه لري، خیر دی که د عمل جذبه نه نشته، تاسو یې پر خپلو اوږو در واخلئ! د سیاست پر چوکۍ یې کښېنوئ! مبارکي ورته ووایاست! پښې یې ور کښېکاږئ! اوږې یې ور چاپي کړئ! سر یې ور وګروئ! او لاس پر ځیګر ور ته ودرېږئ!

فکر کوم چې دا ډول معامله و سلیقه د درانه ننګیال د هغې مقولې و فورمولې له ذائقې سره مناقي توقع ده چې ما او زما ملګرو له ده څخه زده کړې او موږ یې د سیاست پر ډګر عملاً د غلو، غاصبانو، قاتلانو، د پردیو استخباراتي مزدورانو، وطنفروشانو، نااهلانو او بېسوادانو په مخ کې درولي یو.

موږ د سیاست د عرصې واګې له هیچا څخه په خیر و خیرات، شاباس و آفرین یا کومې خاصې لورینې له مخې نه غواړو، موږ عملي لوبه کوو، که مو بایلوله او میدان مو پرېښود بیا نو خبرې څه چې د ژوند کولو حق هم نه لرو، که مو و ګټله نو ثابتوو به، چې وطندوستې څه ته وايي؟ او د وطن حلالوني زامن څوک دي او څه کوي؟

موږ دا لوبه ګټو ځکه زموږ پلرونه شنډ نه ول.

هر څوک چې د سیاست لوبه د هیواد و ملت په وړاندې د وخت تر ټولو لوی ضرورت و مسؤلیت مني نو دا میدان يې پر مخ سپین پرانیستی پروت دی او موږ ور سره یو ځکه زموږ پلرونه شنډ نه ول او موږ یې رشتیا زېږولي یو.

بدلون اوونيزه/دوهم کال/دريمه/ پرلپسي ۵۵ مه ګڼه/چهارشنبه/ قوس/۱۰/ ۱۳۹۴

14 total views, 1 views today

5 comments

  1. خالده خالد Reply

    موږ دا لوبه ګټو ځکه زموږ پلرونه شنډ نه ول : انشالله هغه ورځ نژدې ده۰ مننه محمدیارصاحبه۰

  2. ع. شريف زاد Reply

    سلام
    د سياست په اړه ماته د توتيانو د پلورونکي ټوکه را په ياد شوه. واېې يو سړي وه د کوڅي پر سر ولاړ وه او نارې ېې وهلي چې په زر، دوه زره او درې زره.! يو سړي ورته راغي او هغه ته ېې وويل چې توتيان خو ټول يو ډول دى نو دا قېمت کې ېې ولې توپير دى؟

    هغه ورته وويل چې دازر والا په خبرو پوهيږي خو خبرې کولى نه شي
    دا دوه زره والا خبرې کولاى شي خو دچا په خبرو نه پوهېږي
    دا درې زره والا نه خپله خبرې کولى شي او نه دبل چا په خبرو پوهيږي
    نو سړي ورته وويل چې کمال څه دى؟
    هغه ورته وويل چې په “دا نورو امر مقرر شوى دى” او دغه ېې کمال دى

    شا بدين دي او که مابدين دا زموږ دولس بدبختي چې وروسته له څلورو لسيزو کړکېچونو په يو و ويشتمه پېړۍ کې بيا هم د ميراث په نغري او هغه هم د کابل ښاريانو د قاتل ځوى د بهرنيو چارو مسوليت سپارل کيږي. دا د سهامي شرکت په وړاندې څه ډول مبارزه وه چې تل به په خبرو کې ولس ته ژمنه کيده
    شهرت ننګيال زموږ دمېړني ولس اوچت ليکوال دى

  3. اتل Reply

    بس تورې تيارې دي کومه خوا ېې رانيسې. ولس واکان د هوسونو په دام کې راګير دي چې ددې دامونو يو هم بې کفايته رحمت الله نبيل وه چې اوس ېې ښکر کړي او د کرزي پيښې کوي. شرم او حيا نيم ايمان دى.

  4. شپون Reply

    پنجا پیان په حقه ورته حکمت عملي وايي استازه

  5. لمر Reply

    د ټول له يوه اخور اوبه خوري صلاح الدين د اشنغرۍ په دالو لوى شوى اوس د بهرنيو چارو سرپرست.وزير، مشاور، او ووطن پالونکى دى نو بيا اى اس اى ته ولې ګواښيږي؟

Leave a Reply to اتل Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *