Categories

اعلان

Loading…

م.م. د سید اباد د غمیزې په اړه د بې پرې تحقیقاتو غوښتنه وکړه

تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما د میدان وردک ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د ملکي افغانانو وژنه په کلکه وغندله.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې د میدان وردک د سید اباد ولسوالي تراژیدي بللې ده.

باوري راپورونه وايي چې د جمعې په ورځ د افغانستان د ملي اردو پوځیانو د سید اباد ولسوالۍ د شاهي خېل کلي پر بېګناه اوسېدونکو د هاوان ګولۍ ویشتي او په نتیجه کې یې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان ولسمشر د دې پېښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی او د لومړنیو تحقیقاتو پر اساس د ملي اردو ۳ سرتېري نیول شوي دي. د ولسي جرګې ځینو غړیو ویلي چې دا ډول بریدونه د قومي کرکې پر اساس کېږي.

تر دې مخکې په ګڼو مواردو کې د امنیتي ځواکونو له لوري په عامو کلیوالو دې ته ورته بریدونه شوي خو ډېر ځلي رسنیو ته د دا ډول جنایتونو راپورونه نه دي رسېدلي او وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفان بلل شوي دي.

یوناما وايي، سره له دې چې ولسمشر غني د دې غموونکې پېښې په اړه یوه پلاوي ته د څېړنو دنده سپارلې ده خو پکار ده چې حکومت د دغه پلاوي بې پرې توب، خپلواکي او د تحقیقاتو شفافیت تضمین او یقیني کړي.

د یوناما په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې لومړني معلومات ښيي چې ملکیان د افغان ملي اردو له لوري د هاوان د ګولیو د ویشتلو په وجه وژل شوي دي.

په ۹ تنو وژل شویو کسانو کې ۴ ماشومان دي. په دې برید کې لږترلږه ۳ نور ژوبل شوي دي.

د میدان وردک والي حیات الله حیات ویلي چې د دې تراژیدۍ په تړاو د ملي اردو ۳ سرتېري نیول شوي او تحقیقات ورڅخه روان دي.

304 total views, 1 views today

1 comment

  1. Jamil Reply

    دا م.م څه مانا لري؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2