Categories

اعلان

Loading…

کډه / اجمل پسرلی

ظاهر لوګی له پوزې رابهر کړ. د کور د خرڅلاو سند ته یې وکتل بیا یې د سګریټ بیخ په ایرونې کې وموښه او پاڼې یې خوشال ته ورمخته کړې:

  • تاسو خپله ورته راکډه کیږئ که یې په کرایه ورکوئ

خوشال د چای پیاله پر سر واړوله:

  • په خپله ورته راځم زه وایم په نوی کور کې ژوند بدلیږي داسې بدلیږي لکه لکه.. لکه څوک چې نوی زیږیدلی وي.

ظاهرد سګریټ بیخ ته لاس وراوږد کړ او په ایروني کې یې بیا وسولاوه.

خوشال پاڼه راکش کړه. د قلم سر یې په خوله کې ونیو، لاسلیک یې وکړ بیا یې ورپو کړل چې رنګ یې خپور نه شي او په خندا یې ویل:

  • ظاهر خانه څرنګه دې دا ښایسته کور خرڅ کړ؟
  • کور ژوند نه ښایسته کوي، خلک دي چې کور ښایسته کوي، په دې کور کې مې مور مړه شوه رښتیا درته ووایم چې په هره کوټه کې مې دا سترګو ته دریږي

خوشال د قلم پوښ پر میز کیښود او پر چوکۍ یې شاته ډډه ووهله.د کورونو د لارښود دفتر مالک د میز له شا راتاو شو په خندایې دواړو ته د مبارکي لپاره لاس اوږد کړ.

پای

37 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *