په ننګرهار کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

تاند- په ننګرهار کې حکومتي سرچینه وايي چې د د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه روانه ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي نن /یکشنبه/ رسنیو ته وویل چې د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سیمه کې د داعش او طالبانو ترمنځ په سخته جګړه کې، چې له تېرې شپې څخه پیل شوې، دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.
د خوګیاڼي په وینا د طالبانو دوه تنه وژل شوي او د مولوي الهام په ګډون څلور تنه طالب وسله وال ټپیان شوي دی.
خوګیاڼی وایي چې په دې نښته کې د داعش یو غړی او درې تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو او داعش تراوسه پوري د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
په ننګرهار کې تر دې مخکې هم د طالبانو او داعشیانو ترمنځ څو ځلې سختې نښتې شوي او طالبان په یوه مرحله کې وتوانېدل چې یو شمېر سیمې د داعش له غړیو بېرته ونیسي.
ویل کېږي چې د داعش یو شمېر غړي له طالبانو څخه دې ډلې ته اوښتي کسان دي.
خوګیاڼي په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش ۶ وسله وال غړي په هوايي حملو کې وژل شوي دي.
د خوګیاڼي په وینا تېره شپه د اچین ولسوالۍ په تریلي او باندر سیمو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري وشول.
161 total views, 1 views today
4 comments
الله دی خیر کړی داسی ونه شی چی مونږ بیا کفن کش ته دعا وی وکړو
موژ به نکونه سره جنگوو. طالبان که شه وای داعش به نه وژل او داعش که شه خلک وای طالبانو به نه وژل. له شکاری چی دواره د د بهرنیو استخباراتو گوداگیان دی او خپله اراده نه لری.
طالبانو کی مغرض حلق وجود لری لکه مولوی کبیر او ملا طاها خاین چی ددوی له خرابه کړو او خیانت په نتیجه کی زیات طالبان داعیش ته واووشتل
طالبانو ستاسی جهاد دداعش پر ضد کاملا روا او مشروع ده, ځکه چه دډیرو اسلامی علماوو په نظر دداعش عمال او کړنی غیر اسلامی او غیر انسانی , نو ځکه دوی ته هم سړی کافر ویلای شی .