Categories

اعلان

Loading…

کليوال ملګري ټولنې اونيزه دوه شپېتمه غونډه وکړه

راپور: مجيد ژړاند  –

د روان کال د لېندۍ د میاشتې په ۱۴مه نېټه کليوال ملګري ټولنې خپله اونيزه دوه شپېتمه ناسته وکړه.

د دغه اونيزې ناستې بڼه له نورو اونيزو ناستو سره توپير درلود، داځلې کليوال ملګري ټولنې رهبري شورا پرېکړه کړې وه، چې د کليول ملګري ټولنې استازي به په غزني کې د پوهنې له ریس ښاغلي محمد عابد عابد سره ناسته کوي او د پوهنې اړوند مشکلاتو، ستونزو او دهغوی د حل په لارو به ياد رياست ته خپل وړانديزونه سپاري.

دشنبې ورځ ماسپښين دوه نيمې بجې د ټولنې غړو د پوهنې له ریس سره په خپل دفتر کې وليدل، د پيل خبرې د کليوال ملګري ټولنې ريس مجيد ژړاند وکړې.

مجيد ژړاند په خپلو خبرو کې وويل: دغزني په اړوند سیمو کې د پوهنې په وړاندې ستونزې او ننګونې موجودې دي، باید ددغه ننګونو د خلاصون په موخه د کليوال ملګري ټولنې غړي او د پوهنې رياست چارواکي په ګډه سره کار وکړي، تر څو په ولسواليو کې د پوهنې بهير چټک او مسلکي استادان په دندو وګمارل شي.

همدارنګه د غزني په ډېرو هغو سيمو کې چې لا تر اوسه هم د پوهنې بهير ټکنی روان دی، په هغو سيمو کې باید د پوهنې چارواکي لا ډېر کار وکړي.

ورپسې د رهبري شورا غړي سميع الله صديق په خپلو خبرو کې وويل: پوهنه د هر چا ده او هر څوک حق لري، چې د پوهنې د بنسټونو د ځواکمنتيا په موخه ګامونه پورته کړي.

سيف الله مبارک هم په خپلو خبرو کې د ګېرو، اب بند، زنخان، ناوې او نورو سيمو کې د پوهنې په وړاندې پرتې ستونزې د پوهنې له ريس سره شريکې کړې.

همدارنګه قدرت الله نرميوال هم د خپلو خبرو په پيل کې وويل، تر کومه مو چې د پوهنې ټکنی بهير چټک نه شي، نو تر هغو د نورو ستونزو د حل فکر ناشونی دی.

همدارنګه ځينې نورو ملګرو هم د پوهنې په لاسته راوړنو، ستونزو او مشکلاتو هر اړخيزې خبرې وکړې.

وروسته د پوهنې ريس محمد عابد عابد د خپلو خبرو په پيل کې لومړی د کليوال ملګري ټولنې له رهبري څخه مننه وکړه، چې د ستونزو د حل په موخه يې د پوهنې رياست ته وړانديزونه وسپارل.

ښاغلي عابد د پوهنې په انکشاف او لاسته راوړنو خبرې وکړې، هغه وويل چې د ولسمشر د فرمان سره سم يې ډېر بستونه بېرته ولسوالیو ته انتقال کړي دي، په نورو يې کار روان دی.

عابد د خواپه پرتله   د پوهنې بهير غښتلی شوی دی، د اندړو ولسوالي، زنخان، اب بند او ځينې نورې ولسوالي يې د بېلګې په توګه يادې کړې.

نوموړي وويل اوس د زده کوونکو شمېر زيات شوی، د پوهنې په وړاندې تهديدونه کم شوي دي، نو له دې امله مو د وس تر بريده هلې ځلې کړې دي، موږ لګيا يو، چې نور هم په دغه برخه کې پرمختګ وکړو.

عابد وويل همدغه ستاسو په څېر ځوانانو ته اړتيا ده، چې د پوهنې ریاست سره مرسته وکړي، موږ به ستاسو د وړانديزونو او لارښوونو په پایله کې لا پرمختګ وکړو، پوهنه د هر وګړي دنده او مسووليت دی، چې د پرمختګ لپاره يې هلې ځلې وکړې.

ښاغلي عابد وويل: موږ او تاسو به په ګډه سره د پوهنې په وړاندې پرتې ستونزې له منځه وړو او خپلو ماشومانو لپاره به لا ښوونيزې اسانتياوې برابروو.

غونډه مازيګر په څلورو بجو د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

25 total views, 1 views today

1 comment

  1. zaringul Reply

    دغزنی له پوهنی ریس څخه پوښتنه کوم ، چی په رشیدانو ولسوالۍ کې څوښوونځي لرئ ؟ دخدای لپاره دهغې او یو شمیر نورو ولسوالیو د ماشومانو ژوند خو مو برباد کړ ، لږ ترلږه که نورڅه نه وي ،یو شمیر ماشومانو ته دغزني په مرکزکې ترهغو چی حالات هلته سمیږي مرسته وکړي ،
    زرین ګل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *