Categories

اعلان

Loading…

هند په جلال اباد کې د کرکټ نړیوال لوبغالی جوړوي

تاند- په ننګرهار کې د هند کونسل (قونصل) نن /شنبه/ ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې به د کرکټ یو نړیوال لوبغالی او ۳ پُلونه جوړ کړي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي تاند ته په راستولې خبرپاڼه کې ویلي چې د هند کونسل دهرندرا سینګ دا ژمنه نن په جلال اباد کې د ننګرهار له والي سلیم کندوزي سره په کتنه کې وکړه.

خوږیاڼي ویلي:«د لوبغالي ترڅنګ، چې په نړیوال معیار برابر به وي، د هند کونسل وعده وکړه چې په جلال اباد ښار کې به د خلکو د اسانتیا لپاره ۳ پُلونه جوړ کړي.»

د خوږیاڼي په وینا دا پُلونه به په ښار کې د ګڼې ګوڼې او بیروبار له کمېدو سره مرسته وکړي.

د ننګرهار والي د هند له کونسل څخه په جلال اباد ښار کې د نجونو د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

هند په تېرو ۱۴ کلونو کې له افغانستان سره تر ۲ زره ملیون ډالره زیاته مرسته کړې ده.

د دغه هیواد په مالي مرسته د زرنچ – دلارام مهم او تجارتي سړک او ګڼې نورې ټولګټې پروژې جوړې شوي دي.

د هند په مرسته په هرات کې د سلما بند بشپړ شوی او ټاکل شوې ده چې په لنډو ورځو کې د دغه هیواد د صدراعظم نریندرا مودي له لوري په کابل کې د هند په مرسته د افغانستان د ملي شورا لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ پرانستل شي.

12 total views, 1 views today

4 comments

  1. Afghan Reply

    Thank very much India. We will never forget your help .

  2. ګنډېری Reply

    دغه د سرکونو په سر د هوایي پلونو سیستم ډېر زوړ سیستم دی چې ډېره ساحه نیسي او خلک پرې ختلو ته ډېر زړه هم نه ښه کوي. د دې غوره بدیل دا دی چې تر ځمکې لاندې لاره جوړه کړای شي چې کېدای شي هم په کې دوکانونه جوړ کړای شي او هم به د ځمکه سر ساحه نه ضایع کیږي.‌

  3. Haqmal.laghmani Reply

    په نن سبا زمانه کى تر پلونو زيرزمينى خى وى ولى چى په هغى کى خلک کولى شى چى مارکيټونه جوړ کړى يا پکى دولتى مارکيټونه جوړ شى

  4. Ibrahim Reply

    که خیر رارسوي نو د فلزي پلونو یې تیر یو یو پول دې د عامه روغتون څخ راپورته کړي او په ملنک جان وات دې کوز کړي بل دې د ملي بانک څخه تر انګورباغه هسک کړي او بل دې د کامې پول راته ډبل تکمیل کړي
    چې خیرات غواړۍ نو سم خیزات خو اوغواړۍ کنه انصاف دارو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *