Categories

اعلان

Loading…

افغان- پاک اړيکې؛ د ژبې له ډيپلوماسۍ د سولې تر پروسې

د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د اوونۍ تحليل

افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف، تېره اوونۍ په پاريس کې د اقلیمي بدلون په تړاو جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې سره ولیدل. له دغې کتنې وړاندې دواړو مشرانو د برېتانيا له لومړي وزیر سره په یوه درې‌اړخیزه ناسته کې هم کتلي وو. په دغو دواړو ناستو کې پاکستاني لوري له طالبانو سره د سولې او بیا پخلاینې د بهیر پر بیا پيلولو خبرې وکړې.

له دغې کتنې پنځه ورځې وړاندې کابل ته د پاکستاني پښتنو ګوندونو مشرانو درې ورځنی سفر درلود. که څه هم دغه پاکستانی پلاوی د افغان ولسمشر په بلنه راغلی و؛ خو دوی د نوازشریف پيغام هم له ځان سره راوړی و او ولسمشر غني يې وهڅاوه چې د پاکستان له لومړي وزیر سره په پاریس کې وګوري.

دا په داسې حال کې دي، چې د ملا محمد عمر د مړینې له اعلان وروسته، کله چې د افغان سولې بهير په ټپه ودرېد، پاکستان په ټینګار سره د سولې پروسې د بیا پیلولو په اړه څرګندونې وکړې او په دې اړه سیمه‌ییزه ډيپلوماسي هم فعاله شوه (په دې اړه نور معلومات ولولئ، د تحلیل هفتې په ۱۴۲مه ګڼه کې) دغو لاملونو یو ځل بیا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مخامخ خبرو چانس برابر کړ.

دا چې د اشرف غني او نوازشریف ترمنځ وروستۍ دوې ناستې به د پاکستان او افغانستان پر اړیکو څه اغېزه وښندي او د سولې پروسې په بیا پيلولو کې به څه رول ولوبوي، د تحلیل هفتې په دې ګڼه کې يې لولئ.

پښتو او پښتانه؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيپلوماسۍ عنصر

دا لومړی ځل نه دی، چې کابل او اسلام‌آباد په خپل بهرني سیاست کې د «پښتو» کارد استعمالوي؛ له دې مخکې هم کابل او اسلام‌آباد دغه کارد د سړې جګړې پرمهال او وروسته بيا د حامد کرزي په دوره کې هم استعمال کړی دی.

د سړې جګړې پرمهال تر ډېرو کلونو پورې د پاکستان پښتانه مشران په افغانستان کې دېره وو، له همدې کبله د پاکستان له پښتنو څخه د کابل ملاتړ او د پښتونستان قضیه د افغانستان د بهرني سیاست مهم عنصرونه وو. همدا راز پاکستان هم د افغانستان یو شمېر افغان پښتنو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی و او له دوی څخه یې ملاتړ اړین باله. همدې چارې تر ډېره د کابل-اسلام‌آباد پر اړیکو اغېزه وښندله.

وروسته د حامد کرزي په دوره کې هم کابل څو ځله د پاکستان پښتانه مشران راوبلل او په ۲۰۰۷ کال کې یې د پاکستان او افغانستان د پولو دواړو خواوو د مشرانو یوه ګډه لویه جرګه هم راوغوښته، چې موخه یې د پاکستان او افغانستان اړیکې ښه کول او د ډېورنډ کرښې دواړو خواو وسله‌وال مخالفتونه کرارول وو. دغه جرګه، چې د افغانستان او پاکستان شاوخوا ۷۰۰ مشرانو پکې ګډون کړی و، په خپل نوعیت کې لومړۍ هڅه وه، چې د دواړو خواوو مشرانو پکې په رسمي توګه برخه اخیستې وه. دغې جرګې یو ۵۰ کسیز کمیسون جوړ کړ، څو د سولې پروسې په اړه خپلې طرحې وړاندې کړي. خو دغه جرګه هم ناکامه شوه؛ ځکه نه ورته افغان طالبان راغوښتل شوي وو او نه هم د آزادو قبایلو مشران.

په دغه جرګه کې پاکستاني مشرانو هم برخه اخيستې وه او د جرګې په پای‌غونډه کې د پاکستان پخواني لومړي وزير جنرال پرویز مشرف هم ونډه واخیسته.

اشرف غني هم له ولسمشر کېدو وروسته، پاکستان ته د سفر پرمهال د یو شمېر پاکستاني ګوندونو مشرانو ته، کابل ته د ورتګ رسمي بلنې ورکړې، چې له همدې کبله د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان پښتانه قوم‌پالي مشران کابل ته په یوه سفر راغلل . اوس يو ځل بيا افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د پښتنو سیاسي ګوندونو مشران په رسمي توګه او داسې مهال کابل ته راغواړي، چې د کابل-اسلام‌آباد اړیکې په تېر یوه کلن پړاو کې د هر وخت په پرتله ډېرې خرابې شوې دي.

په بهرني سیاست کې د «پښتو» کارد

د سړې جګړې پرمهال افغانستان او پاکستان په خپلو هېوادونو کې د یو بل ضد عنصرونو ته ځای ورکړی و؛ خو له سړې جګړې وروسته، دواړو کابل او اسلام‌آباد د اړیکو ښه کولو په اړه د پښتو کارد استعمال کړ. په دې تړاو د دواړو لوریو له خوا د پښتنو پلاوي د یو بل پلازمېنو ته سفرونه وکړل، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې کړي.

د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په میاشت کې کابل ته د پښتنو مشرانو راتګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر ډيپلوماتان هم خوشباوره کړي وو. ځکه د دوی په اند، د همدې ګډې ژبې په مرسته دوی کولای شي د افغانستان-پاکستان ترمنځ نه یوازې دا چې د بې‌باورۍ فضا ختمه کړي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په رغولو کې هم ترې کار اخېستلی شي . پاکستان دا ځل هم هڅه وکړه، چې د پښتنو مشرانو له لارې داسې مهال د اړیکو رغولو هڅه وکړي، چې له څه مودې راهيسې د سولې پروسې د بیا پیلولو او دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو رغولو، هلې ځلې کوي.

کابل ته د پښتنو مشرانو سفر

څو ورځې وړاندې (د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په ۲۵مه)  د دریو قومي ګوندونو يو لس کسيز پلاوی، د افغان ولسمشر په بلنه کابل ته په درې ورځني سفر راغی. په دغه لس کسیز پلاوي کې د عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان، افراسیاب خټک، ډاکټر سلیم خان (د افضل خان لالا زوی)، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د قومي وطن ګوند مشر افتاب شېرپاو، د خیبر پښتونخوا پخوانی والي شوکت الله خان، په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر ایاز وزیر او یو شمېر نور کسان شامل وو. دغه پلاوي په کابل کې د افضل خان لالا په یاد جوړ شوي سیمینار کې هم برخه واخیسته؛ خو په ټوله کې د دغه سفر موخه د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو رغول وو.

په سیاسي توګه د دغه پلاوي سفر د لاندې لاملونو له کبله د پاکستان لپاره ډېر ارزښت درلود:

لومړی: د کابل-اسلام‌آباد اړیکې د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو راوروسته، د بل هر وخت په پرتله خرابې شوې دي.

دویم: کابل له تېرې مياشتې راهيسې په دې هڅه کې دی، چې له نوي ډهلي سره خپلې اړیکې تازه کړي. په دې تړاو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وزیر حنیف اتمر هند ته په یوه رسمي سفر ولاړ او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي هم هند ته سفر وکړ. دواړو له هند څخه په نظامي ډګر کې د مرستو او دوه‌اړخيز ستراتېژيک تړون د عملي کولو غوښتنې وکړې.

دریم: دغه سفر له دې کبله هم ارزښت درلود، چې په پاریس کې له نوازشریف سره د افغان ولسمشر لیدنې ته زمينه برابره کړي او پاکستان بیا د همدغه چانس پرمټ په روانه میاشت کې په اسلام‌آباد کې د استانبول پروسې د آسیا زړه په کنفرانس کې د افغانستان د جګپوړو چارواکو شتون یقیني کړي؛ ځکه که چېرې په دغه کنفرانس کې افغان جګپوړي چارواکي ونډه وانه‌خلي نو دا به پر پاکستان ډېره منفي اغېزه وکړي.

په پاريس کې د اشرف غني او نوازشریف کتنه

د پاکستان قومي ګوندونو مشرانو له ځان سره د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف پیغام راوړی و او له افغان ولسمشر اشرف غني څخه یې غوښتي وو، چې په پاریس کې د اقلیمي بدلون د نړیوال کنفرانس په يوه څنډه کې ورسره وګوري. د افغان چارواکو په اند، له دغه پیغام وړاندې د افغان ولسمشر په اجنډا کې د پاکستان له ولسمشر سره کتنه شامله نه وه؛ خو دغه کتنه کابل ته د پښتنو مشرانو له راتګ وروسته، د افغان ولسمشر د اجنډا برخه وګرځېده.

د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په ۳۰مه د دواړو ولسمشرانو له کتنې وړاندې د پاکستان، افغانستان او بریتانیا ولسمشرانو په یوه درې اړخیزه ناسته کې سره ولیدل. له دغې درې اړخیزې ناستې وروسته افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير نوازشریف په یوه دوه‌اړخیزه ناسته کې هم د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې وکړې. په دغو خبرو کې د «سولې او بیا پخلاینې د بهیر پر بیا پیلولو هم خبرې وشوې» . د پاکستان لومړي وزیر د دغې ناستې تفصیلات په یوه بیانیه کې خپاره کړل، چې مهم ټکي يې په لاندې ډول وو:
• دواړو مشرانو موافقه وکړه، چې دواړه لوري به له هر هغه چا سره کار کوي، چې د مشروع سیاسي لوبغاړي په توګه په دغه بهیر کې ورګډېږي. پاکستان به له افغان حکومت سره په ګډه د هغو خلکو پر ضد درېږي، چې سوله نه غواړي؛

• پاکستان باور لري، چې امریکا او چین چې د «مري» په مذاکراتو کې يې هم ونډه اخېستې وه، د سولې په پروسه کې مهم شریکان دي او همدا راز د نورو ملګرو ځواکونو له مرستو هم ملاتړ کوي. پاکستان به د سولې په پروسه کې له یوه څلور اړخیز ابتکار څخه هم هرکلی وکړي. په همدې موخه د اسیا زړه استانبول پروسې راتلونکې غونډه چې په اسلام‌آباد کې به د ۲۰۱۵ کال د ډیسمبر په ۹مه جوړېږي، په افغانستان کې د یوې پایله لرونکې پخلاینې پروسې د طرحې وړاندې کولو موقع ورکړي؛

• زه، اسلام‌آباد ته د اشرف غني سفر ته سترګې په لاره یم، څو په ګډه د اسیا زړه پروسې غونډه پرانیزو او په يوه څنډه کې یې په دې بحث وکړو، چې څرنګه پاکستان، افغانستان، امریکا او چین په ګډه سره د سولې پروسې پر بیا پيلولو کار پیل کړي، چې د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې تم شوې وه؛

• پاکستان غواړي چې له افغانستان سره په سیاسي، ډيپلوماتیک، نظامي او استخباراتي کچه همکارۍ زیاتې کړي او د تروریزم پرضد ګډه مبارزه وکړي .

افغان- پاک اړیکې؛ په کوم لور؟

د افغانستان او پاکستان ۷۰ کلنې اړیکې له ډېرو لوړو-ژورو تېرې شوې دي؛ خو په دغو دوه اړخیزو اړیکو بې‌باورویو ډېر منفي سیوری غوړولی دی. د ملي وحدت حکومت له تشکيل وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې په بې‌سابقه ډول ښې شوې؛ خو په افغانستان کې د ناامنیو له زياتېدو او د سولې پروسې له تم کېدو سره دغه اړیکې بیا د بې‌باوریو ښکار شوې. دا چې پاکستان د ژبې ډيپلوماسۍ او د پښتون کارد په استعمالولو سره یو ځل بیا له افغان ولسمشر اشرف غني سره د پاريس د نړیوال کنفرانس په څنډو کې ولیدل او ده ته یې د اسیا زړه-استانبول پروسې غونډې ته د ورتګ بلنه ورکړه، نو دغې هڅې د سولې پروسې د بیا پيلېدو او د دوه‌اړخیزو اړیکو د ښه کېدو لپاره بيا هيلې راوټوکولې.

دلته باید یوه یادونه وکړو، چې دغه لیدنې کتنې، کنفرانسونه په لنډمهالې توګه د دوه‌اړخیزو اړیکو په رغولو کې رول لوبولی شي؛ خو په منځ‌مهال او اوږده‌مهال کې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر ډېره د سولې پروسې په بریالیتوب او په افغانستان کې له ثبات سره تړلې دي او هر کله به چې پاکستان په خپلو ژمنو کې بیا پاتې راشي؛ دا دوه‌اړخیزې اړیکې به په اتومات ډول خرابې شي او ترڅنګ به یې د بل ځل باور جوړولو پروسه هم، له ډېرو ننګونو سره مخ کړي.

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *