Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني د وردک ولایت د پېښې په اړه د تحقیقاتو امر وکړ

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د څلورو اروپايي هیوادونو له شپږ ورځني سفره تر راستنېدو وروسته نن /شنبه/ په میدان وردک ولایت کې د ۸ ملکیانو د وژل کېدو د پېښې په اړه د تحقیقاتو امر وکړ.

پرون په میدان وردک ولایت کې یوه جومات ته نژدې د هاوان مرمیو د لګېدو له کبله ۸ تنه ملکیان ووژل شول او ۲ نور ژوبل شول.

ویل کېږي چې د هاوان مرمۍ په سید اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو له لوري ویشتل شوي دي.

دفاع وزارت ویلي چې په دې اړه څېړنه کوي.

تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ملي اردو د ځینو افرادو له لوري د خلکو پر کورونو د بې مورده ډزو او د درنو وسلو د کارولو راپورونه ورکړای شوي دي.

ولسمشر غني د وردک د پېښې له قربانیانو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دفاع وزارت یو پلاوی به سیمې ته د تحقیقاتو لپاره واستوي.

د میدان وردک ځینو مامورینو ویلي چې د ملي اردو د ځواکونو له لوري د هاوان ویشتل شوېي ګولۍ په سید اباد ولسوالۍ کې یوه جومات ته څېرمه ولګېدې او ۸ تنه یې ځای پر ځای ووژل او ۲ نور یې ژوبل کړل خو طالبان، چې په سید اباد کې پراخ حضور لري، بیا وايي چې په پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.

طالبان همداراز وايي چې د پېښې قربانیانو د جومات مخته اور بل کړی وو او دوی ترې راتاو شوي ول چې د هاوان ګولۍ پرې ولګېدې.

د ملګروملتو له راپور سره سم د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵ زره ملکي افغانان د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري وژل شوي دي.

اکثره ملکیان د طالبانو په بمي حملو، انتحاري بریدونو او د سړک د غاړې په چاودنو یا ماینونو وژل شوي خو په وروستیو څو میاشتو کې طالبانو دا ډول حملې ډېرې کمې کړي او په نتیجه کې یې د ملکیانو مرګ ژوبلې هم لږې شوي دي.

345 total views, no views today

1 comment

  1. Ataey Reply

    دا خو مرکز ته نږدی ډیره غمجنه او د جاهلی تعصباتو نه ډکه پیښه ده مګر په لیری سیمو کی دی ته ورته پیښی کمی نه دی دتیر کال راهیسی په دایمیردادو کی دشلو نه زیات نارینه ،ښځي اوماشومان د کورونوپه انګړ،لارو او پټیو کی ویشتل شوی چه ټول یی بی ګناه ملکیان دی او امنیتی قواوی خصوصا پولیس دی جنایت ته دوام ورکوی او شوی شکایات تر اوسه اوریدل شوی ندی ای کاش داسی غوږ پیدا شی چه د مظلومو افغانانو چیغی او کوکی واوری او دی مظلومانو ته دانسان په سترګه وګوری او هغه غیرانسانی او وحشیانه کړنی چه د بن د انحصاری تړون نه تر ننه جاهلی تعصبات ،فساد او جنایت زیږوی د پای ټکی ورته کیږدی او دا تمه د نوی والی صاحب نه کیدای شی او وګور و چه څومره شجاعت او مقاومت ښودلی شی ځکه دبن انحصاری تړون موږ افغانانو ته او خصوصا پښتنو ته د مرګ ،جنایت او جاهلی تعصباتو مؤلد ګرځیدلی او چلوونکی یی ملی او بین المللی انسان دښمنه کړی دی چه دا غم لړی سلسله یی تقویه اوتغذیه کړی او سره ددی چه دا عاملین پيژندل شوی او په کراتو ثابت شوی خو متأسفانه دا دملت قاتلین او جنایت پیشه عناصر دحاکم فساد په وجه نورهم حمایه او ساتل کیږی خو دا ټول په قوی اتحاد او ښه قیادت سره مغلوبیدی شی
    ربنا نجنا من القوم الظالمین.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸