Categories

اعلان

Loading…

په پکتیکا ولایت کې د رضاکارانو نړیواله ورځ

په پکتیکا ولایت کې په لومړي ځل د رضاکارانو نړیواله ورځ ، د اطلاعات او کلتور ریاست، مدني ټولنو او د رسنیو استازو په ګډه د ګرځنده، کتابتونونو په جوړولو سره په مرکز او ولسوالیو کې ولمانځله :

په دې مناسبت نن د اطلاعات او کلتور په ریاست کې غونډه جوړه شوي ، د پکتیکا والي امین الله شارق،د ولایتي شورا غړي عزیز عزیز، د اطلاعات او کلتور رییس ،د تخنیکي او سکتوري خدمتونو رییس سربیره دمدني ټولنو غړو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د پکتیکا والي امین شارق وویل دا یوه نړیواله ورځ ده چې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د فرهنګي څانګې یونیسکو له لوري د رضاکارانو د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده،موخه یې دا ده چی ځوانان او عام خلک رضاکاره فعالیتونو ته وهڅوي تر څو په ټولنیزو چارو کې د دولت سره اوږه په اوږه رضاکاره کارونه ترسره کړي، د پکتیکا والي د اطلاعات او فرهنګ ریاست له مسئولینو او د پکتیکا د مدني ټولنو او رسنیو له استازو څخه مننه وکړه چې ګرځنده کتابتونونه یې جوړ کړي دي،ښاغلي شارق وویل له اوسنیو بدبختیو څخه د خلاصون یوازنیۍ لار تعلیم ده او ځوانانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د کتاب د مطالعي د فرهنګ په دودولو کې لا ډېري هڅې وکړي.

دغه راز د پکتیکا والي د مدني ټولنو او ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې په هره برخه کې له خپلی ولایتي اداري سره په رضاکاره ډول مرسته وکړئ.

د اطلاعات او فرهنګ رییس بشیر محمدي وویل دا یوه ورځنی کمپاین به په مرکز او ولسوالیو کې ترسره شي او موخه یې د ځوانانو هڅول دي مطالعي ته .

د ولایتي شورا غړي عزیز عزیز هم د اطلاعات او کلتور ریاست او مدني ټولو دا کار وستایل او د مطالعي د فرهنګ په دودولو یې ټینګار وکړ، په ځوانانو یې غږ وکړ چې په رضا کاره ډول په هره برخه کې له خپلي ولایتي ادارې سره مرسته وکړئ.

درنښت

نبي الله پیرخیل

د پکتیکا ولایت ویاند

3 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *