Categories

اعلان

Loading…

لسو میلیاردرانو په ۲۵ کلنۍ کې څه کول؟/ حسیب نورمل

که موږ د نړۍ د شتمنو کسانو ژوند مطالعه کړو نو په دې به پوه شو چې دوی له ماشومتوبه د شتمن کېدو فکرونه لرل؛ چې له هغې ډلې استیو جایز، الون ماسک، زاکربرګ، دونالد ترامپ، مارک زاکربرګ او داسې نور هغه کسان دي چې له ۲۰ کلنۍ نه تر ۲۵ کلنۍ پورې یې داسې فکرونه لرل چې په عملي کولو سره یې دوی د نړۍ د سترو شتمنو په قطار کې راځي؛ دلته یې د ځینو هغو میلیاردارانو یادونه کوو چې په کم عمر کې د نوښتونو هڅې کړې.
1:دونالد ترامپ

        1

دونالد ترمپ د امریکا د جمهوریت غوښتونکي ګوند یو مخکښ غړی او نوماند دی، ترامپ ته په ۲۵ کلنۍ کې یې له خپل پلاره یو عادي شرکت په میراث پاتې شو دی د ښه مدیریت او رهبري کولو له لارې په کم وخت کې لوی شتمن شو.
دونالد ترامپ یو له هغو میلیاردرانو څخه دی چې په رښتیا د پیسو په قدر پوهیږي دی وايي( زه له ماشومتوبه خپل پلار د پیسو پیدا کولو او کار کولو ته هڅولم او د یو عادي کار په بدل کې به یې پسې راکولې همدا و چې له پیسو سره مې مینه پیدا شوه او اوس په نړۍ کې لوی شتمن یم) ترامپ یو ښه رهبر او مدیر دی چې د خپل پلار پر عادي میراث یې ځان تر میلیاردرۍ رسولی.

2: الون ماسک

3

الون هم 25 کلن و چې پر یو اینټرنیټي شرکت یې کار پیل کړی، ماسک په ۲۳ کلنۍ د استنفورد په پوهنتون کې د دوکتورا په لوستلو بوخت و په همدې وخت کې ورته د یو شرکت د رامنځ کېدو فکر پیدا شو همدا و چې دوکتورا په نیمايي کې پرېښوده خو وروسته یې د 2Zip په نامه یې یو شرکت رامنځ ته کړ چې څلور کاله وروسته په (Compaq) شرکت په ۳۰۷ میلیونه وپلورلو بیا یې ژر د PayPal شرکت بنسټ کېښود چې اوس پیپال په نړۍ یو مشهور او لوی شرکت دی، د ماسک د شتمن کېدو سبب د 2Zip شرکت و چې دده د ۲۵ کلنۍ کې یې لومړنۍ هڅه وه.

3: مارک کیوبن

مارک کیوبن په یو رسټورانټ کې کار کولو د کار کولو ترڅنګ په ایندیانا پوهنتون کې زده کړې کولې؛ کله یې چې پوهنتون خلاص کړ نو په ۲۵ کلنۍ کې په یو شرکت په کمه تنخوا کار پیل کړ په همدې وخت د شخصي کارو بار فکر ورسره پیدا شو له شرکت سره یې کار کول پرېښودل په کمو پیسو یې شخصي کار پیل کړ چې ډیرې هڅې او کوښښ سره په کم وخت د نړۍ لوی شتمن شو.

4:اریک اشمیت

4

اریک اشمیت د گووگل د شرکت اجرایوِي مدیر و. نوموړی د یو ښه ذهن خاوند دی. چې په کم وخت د کمپیوټر په زده کړه کې ښه وځېلېدو وروسته یې په ۲۵ کلنۍ کې له زیراکس شرکت سره کار پیل کړ د ډېرې هڅې او کوښ له برکته اوس په نړۍ د لوی شهرت خاوند دی.

5: جف بزوس

5

جف بزوس هم د آمازون کام د بنسټ اېښودونکی دی، دې شرکت په کم وخت د الکترونیک برخه کې یې لوی مقام تر لاسره کړ، بزوس ۲۴ کلنۍ کې یې د شتمن کېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړې په دې وخت کې باکنرز تراست ته سفر وکړ او هلته یې د بانکي موسسو لپاره یو نرم افزار رامنځ ته کړ له دې لاسته راوړنې وروسته د یو لوی د شرکت رئیس شو چې اوس د نړۍ ستر شتمن دی.

6: ریچارد برانسون
ریچارد برانسون په ۲۵ کلنۍ کې د ویرجین شرکت مدیر و د بریا راز یې همدا شرکت و اوس په نړۍ ۲۰۰ بېلابېل شرکتونه لري، برانسون شرک یې دده په ۳۰ کلنۍ ستر شهرت تر لاسه کړ ریچارد اوس د نړۍ لوی میلیاردر دی.

7: لری الیسون

7

لری الیسون د اوراکل رئیس دی په ۲۵ کلنیو د یو لیکوال په حیث کار کولو او اوس هم مشهور لیکوال دی، الیوس نه په ۲۲ کلنۍ کې کالیفرنیا ته لاړ او هلته یي 8 کاله د ګڼو سوداګریزو شرکتونو سره کار پیل کړي، الیسون د خپلو هڅو له برکته اوس د نړۍ د لویو شتمنو له ډلې څخه شمېرل کیږي.

8: مریسا مایر

8

مېرمن مریسا مایر د یاهو مدیره ده، مایر په ۲۵ کلنۍ کې د ګووګل شلمه غوره کارکوونکې وه چې وروسته په یاد شرکت کې لومړنۍ ښځه وه چې د انجنیرۍ په څانګه ښه وځلېده، ۱۳ کاله یې د ګووګل شرکت سره کار وکړ وروسته یې له یاهو سره کار پیل کړ د مریسا مایر شتمني اوس ۳۰۰ میلیون ډالرو ته رسیږي.

۹:مارک زاکربرگ

9

مارک زاکربرګ د فیسبوک بنسټ ګر دی، زاکربرګ ۲۰ کلن و چې پر فیسبوک یې کار پیل کړ، مارک ۲۰۰۹ کل ل کې ۲۵ کلن و چې په کار یې ډیر پرمختګ وکړ په دې وخت یې د فیسوک کارونکوو شمېر ۳۰۰ نفرو ته ورسېد، مارک اوس په نړۍ تر ټول ځوان شتمن دی.

10:استیو جابز

10

استیو جابز په ۲۱ کلنۍ کې له یو دوست سره د اپل شرکت بنسټ کېښود همدې شرکت په ۲۵ کلنۍ کې مشهور او میلیونر کړ، یاد شرکت په کم وخت کې یې ارزښت ۱،۲ ملیاردو ته ورسېد جابز اوس د اپل شرکت له برکته د نړۍ له لویو شتمنو څخه دی.

310 total views, 2 views today

3 comments

  1. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi Reply

    سلام.هغوی خو لء خپلې پوهې اوزيارله برکته؛
    د افغانستان ملیاردرانو د کومې کارې لارې دا شتمنئ لاس ته راوړي ، او له بده مرغه ېې په دولت کې هم مهمې څوکۍ اِشغال کړي ؟???
    د خدای، رسول، او موءمنو مسلمانو افغانانو او متقي انسانانو لعنت دې پر دوی وي. آمین ثُمَ امین.

  2. Shams Reply

    They all poor because they don’t have Eman

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2