Categories

اعلان

Loading…

ترغیب او ترهیب، که خواره تمه او وهمیات؟/ مجید الله قرار

ترغیب، او ترهیب چې د انسان د اعتدال او مزاج لپاره دوه ضروري او لازمي دیني مفاهیم دي، چې که په قرآني او دیني اسلوب وکارول شي، د انسان مزاج ته د افراط پر ځای د اعتدال خاصه ورکوي، خو دا دوه مفاهیم د افراطي ډلو لخوا په بدترین شکل تحریف شوي او د افرادو د تسخیر او افراطي کولو لپاره کارول کېږي. افراطي ډلو ترغیب، یعنې هڅول، په حرص او خوارې تمې یا لالچ ورکولو او ترهیب، یعنې وېرول په وهم او د پټې وېرې په خپرولو تعبیر کړی او له دې دواړو څخه نهایي منفي استفاده کوي.

غواړو له دې دوو حربو، یعنې تمې، حرص، او لالچ خپرولو او وېرې او وهم عامولو پر څرنګوالي لنډه تبصره ولرو:

ـ لومړی: مظلومانو او محروماتو ته حرص او خواره تمه ورکول:

دا دنیا له مظلومانو او محرومانو ډکه ده. انسان چې څومره غریب او محروم وي، هغومره یې هیلې او ارمانونه زیات او د نعمتونو د خوند اخیستلو قوه غښتلې وي. بالعکس، خانان، بډایان د خپل دستارخوان له سلو نعمتونو دومره خوند نه اخلي، لکه غریب چې یې له خپلې وچې ډوډۍ اخلي. دغه راز، هیڅ ظالم د ظلم لپاره دومره تنده او تلوسه نه لري، لکه مظلوم چې یې د انتقام او عدالت لپاره لري.

افراطي ډلې تر هر څه مخکې دغه دوه خلاګانې په خپلو کاذبو دعوو ډکوي. محروم ته په دنیا د اسلامي نظام من او سلوا مخې مخې ته کوي او په آخرت د جنت حورې او نعمتونه، او مظلوم ته بیا په دنیا خپل قاسیانه عدالت او په آخرت د خدای پاک عادلانه قضاوت وعدې ورکوي. دوی جنسي محرومانو ته د حورو او غلمانو، او د خېټې او سرپنا محرومانو ته د شهدو او شیدو د ویالو او د یاقوتو او زمرونو د ودانیو ژمنې ورکوي.

په داسې حال کې چې دا ډلې نه محروم ته رفاه او نه مظلوم ته عدالت ورکولای شي. د دوی په نظامونو محرومان تر بدو بترېږي، ځکه چې محرومیت په جنګونو، دعوو، شخړو، وحشیانه سزاګانو نه، بلکې په ساینس، ټکنالوژۍ، کرهنه، صنعت، تعلیم، تجارت او له نړۍ سره په اړیکو ساتلو ختمېږي، او دوی دا هیڅ نه لري.

د دوی په صفونو کې له مظلومانو څخه د هغوی سپېڅلی هویت، چې مظلومیت دی، اخیستل کېږي او هغوی ته برعکس، د ظالمتوب کرغېړن هویت ورکول کېږي. د دې خبرې ښه مثال، د پښتون مظلوم قوم دی چې د همدوی د اعمالو له برکته یې د مظلومیت سپېڅلی هویت له لاسه ورکړ او پر ځای یې د یوه ظالم او وحشي قوم هویت ترلاسه کړ.

د افراطي ډلو ادبیات ټول په وینو رنګ او اوښکې یې په خوناب ککړې دي. د دوی ویډیوګانې د ټکنالوجیو، آبادیو، سولې، او کروندو پر ځای زخمونه، وراني، لوګي او اورونه ښيي. د دوی اشعار د انتقام په لمبو ډک دي او دوی لکه پرازیتونه د ټولنې په زخمونو او ناروغو اندامونو کې اوسي.

دوی هغه ځای تر ډولو ډېر ګروي چې ټولنې ته تر ټولو ډېر درد او سوز ورکوي. که مو لیدلي وي، دوی د ناموسي تجاوزاتو، وحشتونو، او دردونو کیسې ډېرې په شد او مد کوي خو هیڅَّکله به پر یوې رفاهي پروژې یا پر یوه نېک اقدام د دوی نېکه تبصره ونه ګورئ. د دې خبرې دلیل همدا دی چې دوی ته د مظلوم او محروم احساسات، د هغوی د انتقام جذبه په کار ده او دغه احساسات د دوی د انجن د سون توکیو کار ورکوي.

( دوهم: وهمونه، غیبیات، او کرامات د وهم خپرولو د وسیلې په توګه کارول:

پر وهمي انسان زر کتابونه، زر مقالې او لکچرونه دومره اثر نه کوي، لکه یو خارق العاده او غیبو ته منسوب عمل. اکثره به مو لیدلي وي چې د افراطي ډلو په ویډیوګانو کې د خپلو مړیو کرامات بیانوي. د پلاني مړی خراب شوی نه و، د پلاني مړي د عطرو بوی کاوه، د پلاني مړي خاندي. د پلاني تر مړي مار را تاو شوی. پلانی مشر خلکو ته په خوب کې را څرګند شوی و. د پلاني پیغمبر علیه السلام په خوب لیدلی و، ورته ویلي یې و چې د پلاني اطاعت وکړئ. د پلاني نوم په کچالو کې راوتلی و.

د دوی په رسنیزو پیغامونو، سي ډي ګانو، او وعظونو کې تل د زلزلو تصویرونه، د هالي ووډ له فلمونو څخه را اخیستل شوي د جهان او ښارونو د ورانیو، سونامیو او قیامتونو صحنې، د قبرونو او مارانو کیسې وړاندې کېږي.

د دوی عمومي نریټیف هم د نړۍ د فنا کېدلو، وراني، د مهدي، تورو بیرغونو، یاجوج مأجوج او نورو د را ښکاره کېدلو پر تصور ولاړ دی. حال دا چې د مهدي، یاجوج ماجوج او خلافت نکل د اسلام په تاریخ کې په تکرار تکرار د لویو خوارجي فتنو لامل شوی دی. د مثال په توګه، د چنګېز په مقابل کې د مسلمانانو د ماتې یو لامل همدا و چې خلکو چنګېزي مغولیان یاجوج ماجوج او شکست نه منونکي وګڼل.

حقیقت دا دی چې په اسلام کې د حقانیت دلیل مداریتوبونه نه، بلکې د شریعت پابندي ده. کومه ډله چې حرامو ته حلال وایي، بې عدالتي کوي، حرام کوي، اباحي وي، مزدوره وي، غلامه وي، د یوه ملت نابودۍ او بربادۍ ته کار کوي. امام شافعي رحمه الله وایي، که مو یو کس ولید چې په هوا الوزي، یا د اوبو پر سر روان دی، تر څو چې مو د ده حال له شریعت سره نه وي پرتله کړی. که ورسره موافق و، سمه ده، کنه شیطان دی.

د وهم او وېرې یو تفاوت دا دی چې د وهم سرچینه په عقیده، لا شعور او باطن کې وی. د وېرې اسباب ظاهري، محسوس او ملموس وي. افراطي ډلې ځوانان د شرعي دلایلو پر ځای په مداریتوبونو تابع کوي. حال دا چې که مداریتوب د حقانیت دلیل کېدای شوای، د بازارونو مداریان به اکثره اولیاءالله ګڼل کېدای، ځکه چې د هغوی کړنې د هیڅ ولي تر کراماتو کمې نه وي. په خالي کوزه کې اوبه پیدا کوي، په خولۍ کې روپۍ ږدي، تر خوله یې را وباسي، او سلګونه ډوله نور خارق العاده کارونه کوي. په دې زمانه کې چې ټکنالوجي له امریکا امریکا څخه یو کس د کابل له اوسېدونکي سره په سکایپ غږوي، د استخباراتي ایجنسانو لپاره دا ډول عوام تېر ایستونکي کرامتي صحنې جوړول کومه ګرانه خبره ده.

76 total views, 1 views today

5 comments

  1. زید Reply

    قرار صاب او د هفه هم فکر ته یو څو ایتونه عرض کوم امید د چه فکر پری وکړی:
    اول- ( لتعر فنهم فی لحن القول)
    دوهم- (بل ظننتم ان لن نیقلب الرسول و المؤمنون الی اهلیهم أبدا)
    دریم- (قل لم تؤمنوا)
    څلورم- ( ولما یدخل الا یمان فی قلوبکم)
    پنځم- (الذین یلمزون المطوعین فی الصدقات والذین لا یجدون الا جهدهم فیسخرون منهم)
    (و اذا قیل له اتق الله اخذ ته العزته با لا ثم)

    کور مو ودان

  2. نجیب الله علیزی Reply

    په زړه پوري همدا زما د زړه پړاس ؤ.

  3. Azam Reply

    محترمه : ایاتونه خو دي لیکلي ، دا دي د قرار صاحب لپاره لیکلي او یا په عربي ژبو باندي پوه خلګو ته اول خو ډیر لږ خلګ په عربي پوهیږي دوهم کاشکي چي معنی يې د تفسیر سره هم لیکل سوې وای البته ( که ورباندي پوهېږې ) زه خو ستا په هدف پوه نه سوم که څه لرې د قرار دلیکني په هکله ، یا دي څه زده وي او یا کوم نظر لرې ولي شرمیږې نر غوندي يې په مورنۍ ژبه يې ولیکه چي ټول ور باندي پوه شي ، خدای دې تاته د نیکۍ هدایت وکړي . اعظم

  4. Akmal Reply

    پوست های که مگذاری همیشه دنبال میکنم قرار عزیز!
    از اینکه حق میگویی خوشم میایه با وجود تبصره های که عقب ات میکنن خودت ثابت میسازی آدم راستگار استی! به امید کامیابی هر چه بیشتر ات

    یک هموطن و همنظر ات

  5. شیر ساپی Reply

    قرآن از متين ترين متن های بشری موجود تاکنون است.بنده منظورم فقط قرآن است.در قرآن چيزی به جز متانت،بشردوستی،شفقت و رحم، محبت،برادری،و انسانيت نمی بينيد.
    قرآن بزرگترين نهی کننده شمشير کشی است.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *