Categories

اعلان

Loading…

افغان چارواکي وايي چې ملا اختر محمد منصور د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې

تاند- افغان چارواکو نن ادعا وکړه چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژل شوی دی.

ملا اختر محمد منصور د تېرې سې شنبې په ورځ ناوخته د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ته نژدې په کُچلاغ سیمه کې د طالبانو ترمنځ په شخړه کې سخت ټپي شوی و خو اوس بېلا بېل افغان چارواکي وايي چې کره راپورونه یې ترلاسه کړي چې منصور د ټپونه تاب نه دی راوړی او ساه یې ورکړې ده.

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند سلطان فیضي نن په خپله ټویټر پاڼه کې ادعا کړې چې منصور د ټپونو له کبله ساه پرې کړې ده.

د افغانستان اجرايي ریاست هم په یوه خبرپاڼه کې د منصور مړینه تایید کړې ده.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد پرون د منصور ټپي کېدا په کلکه رد کړه او ویې ویل چې د طالبانو ترمنځ هیڅ راز نښته نه ده شوې.

د طالبانو ویندوی په زابل کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د نښتو راپورونه هم تراوسه پوري نه تاییدوي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن د ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو په اړه د افغان چارواکو د ادعا له خپرېدو وروسته وویل چې هڅه کوي له منصور سره تماس ونیسي او ږغ یې خپور کړي.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر هم د منصور وژل کېدا رد کړې وه.

په همدې حال کې په افغانستان کې د هند سفیر امر سینها وايي چې په پاکستان کې د طالبانو د یوې څانګې د مشر ملا اختر محمد منصور له تروره داسي ښکاري چې پاکستان غواړي چې د طالبانو مشري حقاني شبکې ته ولېږدوي.

623 total views, no views today

2 comments

  1. Alakozay Reply

    سلام! چی د بل ملک غلامی کوی همداسی به وژل کیږی دا بیا د آی ایس آی یو بل خنجر د افغانانو په سینه او هم د مزدورو طالبانو به ټټر دی ځکه چی د افغانستان حکومت بیا غوښتل چی د صلح خبری وکړی اوس یی بیا د صلح د خبرو آدرس ورک کړ نو طالبانو ته په کار دی چی نور خپل اوولس مه خرابه کوی او ډیر د شرم ځای دی چی هماغه چټلستان ستاسی مشران وژنی او بیا یی تاسو غلامی کوی ډیر د شرم ځای دی په ورځ د محشر به د خدای د ډیر لوی عذاب سره مخ شی چی بی ګناه مسلما نان د پاکستان د خوشحالی لپاره وژنی ګوری پاکستان د خردجال د پروژی یوه برخه هیواد دی

  2. Hassan Reply

    بالکل همداسی ده چی له پنجابیانو سره ګرځی همداسی بڼی به خوری او یو یو به له دنیا تیروی. اوس خبره له شرم نه اوښتی ده ، په ټالیبانو هماغه د لیونی کیسه شوی ده چی چا ورته وویل چی په …. کی یی ونه را شنه شوی وه او ده به ویل چی خیر دی سیوری ته به یی کښینم. ټالیبان هم وایی خیر دی اسلامی امارت به جوړ کړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸