Categories

اعلان

Loading…

په دې ورځ په لیزبون کې ۶۵ زره انسانان ووژل شول

تاند(نومبر۱) ۲۶۱ کاله پخوا د ۱۷۵۵ ع کال په دې ورځ (نومبر۱)د پرتګال د امپراتورۍ پلازمېنه لیزبون سختې زلزلې ویجاړ کړ او یوې څونامي د لیزبون او ټول پرتګال ساحلونه وځپل .

په دې خونړۍ ورځ د لیزبون د ډېر ښکلي او اباد ښار دوه نیم لکه اوسېدونکو د توسن مذهبي جشن ته تیاري نیوله .چې ناببره درو پر له پسې زلزلو ولړزاوه.دا زلزلې دومره سختې وې چې ساینس پوهان یې اوس شدت د ریښتر په حساب اته اعشاریه اووه او نهه درجې اټکلوي.

دې زلزلو د لیزبون ښکلی ښار په کنډوالو بدل کړ.له زلزلې څو ساعته وروسته په اطلس سمندر کې د څونامي څپې ،چې د زلزلې له کبله پیدا شوې وې،د پرتګال ساحلونو ته رارورسېدې چې د زلزلې په وجه رامنځه ته شوې مرګ ژوبلې یې په یوه بې ساري ناورین بدلې کړې.

د ۱۷۵۵ کال د نومبر لومړۍ نېټه د توسن له مذهبې ورځې سره برابره وه او د لیزبون ښار اوسېدونکي د نورو کاتولیکانو په شان په کلیساوو کې راټول شوي وو.په داسي حال کې چې خلک په کلیساوو کې راغونډ شوي ول د ماسپښین په درې بجې درې پر له پسې زلزلې وشوې.د زلزلو د ټکانونو ترمنځ واټن ډېر لږ وو خو د ټکانونو شدت یې خورا ډېر وو.

دې زلزلې د لیزبون د ښکلي ښار لویه برخه ونړوله او ترشپېتو زره زیات انسانان یې تر کنډوالو لاندې کړل.کلیساوې ،په تېره بیا د ګوتیک کارمس کلیسا،چې ډېر خلک پکې رایوځای شوي ول،ونړېدې او مذهبې مراسمو ته راغلي خلک تر خاورو لاندې شول.

د ګوتیک کارمس کلیسا ویجاړ دېوالونه اوس هم د لیزبون ښار په مرکزي برخه کې لیدل کېږي.

دا زلزله دومره شدیده وه چې د افریقا د لویې وچې له سواحلو،د فنلنډ تر سکندنیاوي هیواد پوري ساحه کې یې ټکانونه احساس شول.

د تاریخپوهانو په وینا د زلزلې له امله د لیزبون په سلو کې ۸۵ ودانۍ ونړېدې.په نړېدلو ودانیو کې سلطنتي ماڼۍ او د لیزبون بندري تاسیسات هم شامل وو.د لیزبون بندر په هغه وخت کې د اروپا تر ټولو مهم بندر ګڼل کېده.

212 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2