Categories

اعلان

Loading…

د ماشومانو دوزغ/ فاروق سرور

هغه په کليوالو ګران و ولي چي ښه ښه نقلونه يې زده و،خو داسي غريب و چي د ماښام ګوله به يې نه درلوده. بيا د چا په زړه سوځولو د کلي کوډګر ته ولاړی چي يو تعويز ورکړي ، کورنی حال به يې سم سي. بد بخت کوډګر يو ناجوړه پيري ورکړي چي ويل يې نور هيڅ نه سم کوي ، د دوزغ سيل درباندي کوي سم او هره ورځ نوي توکدان درکوي سم . هغه چي دوزغ وليدي ، نو ډېر يې خوښ سو، ولي چي ښکلي ښکلي ماشومان پکښې وو ، ګلالي ماشومان . پوښتنه يې وکړه چي دا دوزغ نه دي ،خو دومره ښايسته دي . بيا چي پيري بله ننداره ورښکاره کړه ، نو په يوې لوي چيغي بېران سو ، ولي چي د ټولو مندي کونډي وې او بچيان له لوږي په مرګ وو . پيري ورته ويل چي دا ستا قام دي چي سړو يې د بل په وينا يو او بل مړه کړل او اوس د سزا په عمل کښي دي .

سړي چي په هوش کښي راغي ، نو يې په شپه شپه پېري ته نقلونه وکړل ، د ماشومانو په حال ژړاند پېري هم اوس را ژوندي سوي وو . بې حسابه کتابونه يې ځني جوړ کړل او دده د قام په ټولو کلو يې ووېښل چي نوم يې وو امن زنده باد.

73 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *