Categories

اعلان

Loading…

شخي څه شی ده؟ / ژباړه: شکور کامران

شخي د عضلو له نيول کېدو يا د پښو او لاسونو په پلو (ماهيچو) کې له راټولېدو يا انقباض څخه عبارت ده، چې د ډېر کار له امله رامنځته کيږي. د بېلګې په ډول، کله چې ډېر زيات ورزش وکړئ او څو ساعته وروسته احساس کړئ چې په عضلو کې د رامنځته شوي درد له امله نه شئ کولی حرکت وکړئ، دې حالت ته زموږ په عامه اصطلاح شخي او په انګليسي کې Charley horse وايي.

شخي اصلاً په عضلو کې کـشش يا يو ډول کلک درد دی، دا حالت هغه وخت پـيـښـيـږي چې عـضلې مو ډېر سخت کار او فعاليت، چې ور سره عادت نه دي او يا يې په لومړي ځل تر سره کوي، وکړي. دا ځکه چې کله مو د عضلو حجرې په يو فـزيکي فعاليت بوختـيـږي، يو له بل سره لنډ او کوچنۍ (منقبض) کيږي. له دې امله چې عضلې مو له هـډوکو سره نښتې، دا انقباض هـډوکی د ځان لور ته کـشوي او توان ورکوي څو حرکت وکړي. کله چې د اوږدې مودې لپاره ورزش وکړئ، په لومړيو کې د ستړيا او ستوماني احساس کوئ؛ دا ځکه چې هغه اکسيجن مصرفـوئ چې ستاسو عضلې د فعاليت لپاره ورته اړتيا لري. په همدې حال کې کافي وينه دې عضلو ته نه رسيږي، څو وکولی شي د اړتيا وړ اکسيجن يې ورته ورسوي. په همدې ډول کافي وينه په جريان کې نه ده څو هغه اضافي مواد چې په عضلاتي حجرو کې زېرمه شوي، وباسي؛ نو په همدې خاطر مو د بدن په غـړو کې درد او شخي پيدا کيږي.

د هغو عضلو استراحت او تاوده ساتل چې په درد دي، مرسته کوي چې د وينې جريان عادي حال ته ستون شي او عضلې مو بېرته لومړي حالت ته وګرځي.

17 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *