Categories

اعلان

Loading…

روسي سرچینې وايي، په افغانستان کې د «مرګ» ډلې له روسیې مرسته غوښتې

تاند- د افغانستان په شمال کې د مرګ په نوم غیرقانوني وسله والې ډلې د داعش یا اسلامي دولت پر ضد له روسیې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

دې ډلې، چې ادعا کېږي د بلخ د والي عطا محمد نور له لوري جوړه شوې، د روسیې سپوتنیک خبري اژانس ته ویلي چې د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته به د افغانستان د حالاتو خرابوالی دوام وکړي او په دې هیواد کې به د داعش غړي ممکن په بل ګام کې روسیې ته مخه کړي.

د مرګ په نوم ډله د سږ کال په لومړیو کې د هیواد په شمال کې جوړه شوه.

د روسیې سپوټنیک اژانس په خپله انګلیسي ویبپاڼه کې نن /پنجشنبه/ ویلي چې د مرګ د ډلې یوه مشر مهدي یار ورته وویل:«د طالبانو یا داعش په اړه چې کوم معلومات موږ لرو، تاییدوي چې که تروریستان خپل هدفونه پوره کړي، بیا دا بیخي ممکنه ده چې دوی اسلامي امارت جوړ کړي او هاله له افغانستانه د جمپ د تختې په توګه د منځنۍ اسیا په هیوادونو او روسیې کې خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره کار واخلي.»

مهدي یار همداراز وویل چې د منځنۍ اسیا هیوادونه لکه ازبکستان او تاجکستان د داعش له لوري په خطر کې دي او له هغه ځایه کېدای شي د روسیې لور ته مخه کړي.

په وروستیو کې د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي روسي چارواکو مسکو ته وروبلل او له هغوی سره یې بې له دې چې د افغانستان له مرکزي حکومت سره مشوره وکړي، په خپل سره د داعش پر ضد د هڅو او د مسکو د احتمالي همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

په عین وخت کې داسي ناتایید شوي راپورونه هم شته چې روسي چارواکو د داعش د مخنیوي لپاره له افغان طالبانو سره پټ تماسونه نیولي دي. دې ته ورته هڅه د ایران حکومت او سپاه پاسداران هم کړې وه.

افغان چارواکي تاییدوي چې ایران په فراه او زابل ولایتونو کې د داعش پر ضد د جګړې لپاره افغان طالبانو ته وسلې او پیسې ورکړي دي.

598 total views, 1 views today

7 comments

  1. شپون Reply

    د امیر عیدالرحمان خان وصیت دی چې خپل زوی ته یئ کړې: په هیېڅ حال کې له رو سانو سره مه نژدې کیږه. ډیره چلنا که خو ډارنه طا یفه ده

  2. ډاکټرصلاح الدين(افضلى) Reply

    افغانستان څخه بى سرپوښه ديګ جوړشوى دى،هررقم حشرات پکى راغورزيږى،دا40کاله کيږى چى رقم،رقم خلک اوحکومتونه مووليدل،خوالله مهربانه دى هغه څوک چى موږته کوهى کنى انشاألله چى پخپل لاس به په همدى کوهى کى بندپاته کيږى!

  3. Hassan Reply

    روسان په خپله ملګرتیا کی ناځوانه خلک دی . په دوی اعتبار کول هغه دری متل چی وایی « آزموده را مه ازمای» دلالت کوی.
    دوی یوځل له امیر شیرعلی خان سره دوستی شروع کړه او د ملګرتیا او وسلو ژمنه یی ورسره وکړه چی د افغانستان د دښمنانو په مقابل کی به له دوی سره وی خو د ضرورت په وخت کی امیرشیرعلی خان مزارته ورغی روسانو د هغه غوښتنی ته رد ځواب ورکړ چی په پای کی هلته یی په ډیر مایوسانه ډول سره خپل ژوند له لاسه ورکړ.
    دوهم ځل یی د دوکتور نجیب الله حکومت او ملګری په میدان پریښودل او خپلی پښیی یی سپکی کړی حتی خپل سیاسی ملګروته یی پناه هم ورنکړه او هغوی مجبوره شول غربی هیوادونو ته مخه کړی . که څه هم لویدیزوال د هغوی سیاسی مخالفین ول خو د بشری او انسانی همدردی له کبله یی دوی ته پناه ورکړه . بنا د روسانو دوستی د فردوسی په قول :
    دوستی از دشمن معنی مجوی
    آب حیات از دم افعی مجوی

  4. pattang Reply

    د مرګ ډله به ټول د هېپاتيتس په مرض لګيا شي خو که
    ! نر وي دوی دې را ميدان ته شي
    عطا جان خو خپله او ملګرو یې د وسلو ډېر پټ ډېپوګان لري نو د پوتین څخه اسلحه څکه وي ؟؟
    غربيان خو یې سومبه کړل اوس غواړې چې روسان هم غلط کړي !!

  5. momand Reply

    ړوند یوه دفعه امسا ورکوي .

  6. زلمی Reply

    خلګ وایی چه جادو او سحر نشته داهسی اوتی بوتی دی, خو زه اوس پدی خبره بیخی باوری شوم چه جادو او سحر شته او ښه تاثیر لری , دخدای لپاره موږ خپل وطن پخپله په لوی لاس له منځه وړو. ! تاسی وګوری دشمال خلګ مو دروس اوچین څخه پوځی کومک اخلی او دجنوب خلګ مو دانګریز او مریکی څخه پوځی کومک اخلی , ایا دا وطن خدای مکړه دتجزیی او ټوټه کیدو طرف ته ندی روان ? او بله لویه بدبختی مو لاداده چی په حکومت کی دوزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو په کچه دپردیو مزدوران او اجنټان دی . یازما لویه خدایه ته ورحمیږه پردی مظلوم ولس.امین

  7. Alakozay Reply

    عطاګی غل لکه چی بیا بی پیسو شوی ډیر بی حیا او وطن فروش سړی دی سر دی په دار کیږی ستا خوبونه خو تول دروغ شول چی غوښتل دی افغانستان تجزیه کړی اوس یو څو د پښتنو مشران هلته پاتی دی دا هم غواړی له بینه یوسی خو داسی مفته خبره نده ریس جمهوران مو بی همته دی چی په یوه غله یی زور نه رسی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2