Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وايي، د افغانستان د سولې د بهیر د بل پړاو پیلولو ته تیار دی

تاند- په داسي حال کې چې د طالبانو د یوې اصلي ډلې د مشر د ټپي کېدو او وژل کېدو اوازې خپرې دي، پاکستان نن /پنجشنبه/ اعلان وکړ چې دا هیواد د افغانستان د سولې د پروسې بیا پیلولو ته تیار دی.

د پاکستاني اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازې ملیحې لودي وویل:« اسلام اباد تیار دی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بل پړاو خبرو کوربه توب وکړي، خو موږ غواړو چې په کابل کې پاکستاني ضد څرګندونې ودرېږي.»

دې چې له خبریالانو سره خبرې کولې، په عین حال کې وویل چې د دوهم پړاو خبرو غوښتنه باید افغانستان رسماً له پاکستانه وکړي.

په تېرو څو میاشتو کې پاکستان په ځلونو وویل، که د افغانستان حکومت وغواړي یا تیار وي نو اسلام اباد چمتو دی چې افغان طالبان د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرو ته کښېنوي خو افغان چارواکو په ځواب کې ویلي چې پاکستان له یوې خوا افغانستان ته جګړه مار لېږي او له بلې خوا د سولې د خبرو د منځګړتوب وړاندیزونه کوي.

ویل کېږي چې په پاریس کې د پاکستان صدراعظم د افغانستان ولسمشر ته یو وار بیا د سولې په پروسه کې د رښتینې همکارۍ ژمنه ورکړې ده. ظاهراً داسي ښکاري چې ولسمشر غني هم ورسره موافقه کړې وي.

د ډېرو افغانانو په نظر باید افغان طالبان د پاکستان له حضور او مداخلې پرته په خپله د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. د دوی په باور هغه خبرې چې د پاکستان په هڅه او منځګړتوب کېږي د طالبانو تر ګټو به د پاکستان ګټې زیاتې په پام کې ونیسي.

72 total views, 5 views today

2 comments

  1. momand Reply

    ښه به دا وي ، چې د پاکستان د وساتط پرته مستقیمآ د طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو له لارې د سولی موضوع مطرح شي . ځکه پاکستان د افغانستان لپاره د سرطان په دانه بدل شوی . او هڅه وشي ، چې د پاکستان نوم نور په رسنیو کې په ژبه هم را نه وړل شي . مونږ خپله هر ورځ د پاکستان په ګټه تبلیغات کوو ، چې د پاکستان د ګډون پرته د سولې خبرې شونې نه دي . په داسې حال .کې پاکستان هیڅکله هم سم نیت څرګند نه کړ . او تل غولونکي وعدې ورکوي . او دا په افغان دولت یو ډول ملنډ ې وهل دي .

  2. Hassan Reply

    دښاغلی مومند د لیکنی په تایید :
    وایی دوه به سره جوړ شی که دریمګړی یی په منځ کی نه وی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *