Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو سرچینو د منصور ټپي کېدا تایید کړه، خو ذبیح الله مجاهد یې ردوي

تاند- د طالبانو سرچینو نن /پنجشنبه/ تایید کړه چې د دې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور د طالبانو په خپلمنځي شخړه کې ټپي شوی دی.

د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) وايي، د پاکستان له بلوچستان ایالته یوې طالب سرچینې ورته وویل:«ملا اختر محمد منصور سخت ټپي شوی. خدای پوهېږي چې جوړ به شي او که نه.»

دې سرچینې همداراز ویلي چې د ډزو په نتیجه کې لږترلږه ۶ تنه طالبان وژل شوي چې د هغو په منځ کې د منصور ساتونکي هم شامل دي.

په پرونیو راپورونو کې د ۴ تنو د وژل کېدو ادعا شوې وه.

ډي پي اې خبري اژانس وايي، کومو کسانو چې د دې پېښې په اړه معلومات ورکړي د چهارشنبې په ورځ د پېښې په مهال په غونډه کې حاضر نه ول.

د طالبانو رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد د منصور ټپي کېدل یا د طالبانو ترمنځ د کومې شخړې پېښېدل په کلکه رد کړل.

له بلې خوا د فرانسې خبري اژانس وايي چې د پاکستان یوې استخباراتي سرچینې تایید کړه چې منصور ژوبل شوی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د حکومت سرچینې وايي چې د دوی له معلوماتو سره سم، د منصور روغتیايي وضعیت نازک دی.

د منصور مخالفه ډله هم، چې ملا محمد رسول یې مشري کوي، تاییدوي چې منصور کوټې ښار ته نژدې په کُچلاغ سیمه کې سخت ټپي شوی دی.

دې ډلې همداراز ادعا کړی چې اختر محمد منصور د دوی پلویانو ویشتی دی.

د منصور د ویشتل کېدو خبر وروسته له دې خپرېږي چې د ده پلویانو په زابل کې د ملا محمد رسول پلویان وځپل او د هغوی مهم قوماندان ملا منصور داد الله یې وواژه. ملا منصور داد الله د ملا محمد رسول مرستیال و.

له صحنې څخه د ملا اختر محمد منصور وتل کېدای شي طالبان نور هم سره وویشي او د افغانستان د سولې پروسه، چې د افغانستان د ولسمشر او د پاکستان د صدراعظم له وروستۍ موافقې وروسته ورته هیلې یو وار بیا غوړېدلي، لا پېچلې کړي.

اړوند:

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور سخت ټپي شوی

75 total views, 2 views today

2 comments

  1. Helal Reply

    طالبان نور تول فرصتونه له لاسه ورکری. طالبان نور ناچله کرنسی کیژی.

  2. شاهین افغان Reply

    داسی ښکاری چی د ټالبانو تاریخ تیر او د هغوی دنده پای ته ورسیده .
    ژمی تیر شو او د مخ تور والی یی سکرو ته پاته شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *