Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور سخت ټپی شوی

تاند- راپورونه وايي چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور تېره شپه کوټې ښار ته نژدې د طالبانو د مشرانو ترمنځ له یوې لفظي مشاجرې وروسته ټپي شوی دی.

د افغانستان د ولسمشر د مرستیال ویاند سلطان فیضي نن /چهارشنبه/ رسنیو ته ویلي چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د طالبانو د مشرانو ترمنځ د غونډې په ترڅ کې په ډزو سخت ژوبل شوی دی.

فیضي ادعا کوي چې دا پېښه د بلوچستان ایالت په کُچلاغ سیمه کې شوې ده. کُچلاغ کوټې ښار ته نژدې یوه تفریحي سیمه ده.

سلطان فیضي وايي چې منصور سخت ټپي شوی او فوراً روغتون ته رسول شوی دی.

د افغانستان د استخباراتو یوې سرچینې دا پېښه تایید کړه، او ګلف نیوز ورځپاڼه وايي چې د طالبانو یوې سرچینې هم تایید کړه چې منصور ژوبل شوی دی خو د طالبانو رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د طالبانو ترمنځ کومه لانجه او لفظي شخړه نه ده شوې.

طالبانو تر څه باندې دوو کلونو پوري د ملا محمد عمر د مړینې راپورونه هم ردول.

د ملا اختر محمد منصور ډلې ته نژدې د طالبانو یوې سرچینې د چهارشنبې په ورځ /دسمبر۲/ وویل چې په شخده کې ۴ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.دې سرچینې وویل چې وویل چې په ټپیانو کې اختر محمد منصور هم شامل دی خو په دې اړه معلومات نه لرلي چې د نوموړي ټپونه څومره جدي دي.

د منصور د ټپي کېدو خبر د طالبانو نورو سرچینو هم تایید کړ.

لوېدیځې رسنۍ وايي چې د دې پېښې په اړه یې هڅه وکړه چې د طالبانو د ویاندانو نظر وپوښتي خو د طالبانو هیڅ ویاند په دې اړه څه ویلو ته حاضر شوی نه دی.

دا خبر په داسي وخت کې خپرېږي چې د افغانستان ولسمشر په پاریس کې د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره د افغانستان د سولې د بهیر د بل پړاو پر پیلېدو موافقه وکړه.

د طالبانو او افغان حکومت د استازو لومړی پړاو خبرې د سږ کال د جولای په اوومه د پاکستان په مري ښار کې وشوې خو دوهم پړاو یې، چې ټاکل شوې وه د جولای په ۳۱ مه وشي، د ملا محمد عمر د مړینې د خبر د اعلانېدو له کبله وځنډېدلې.

له همدې کبله د ملا اختر محمد منصور ټپي کېدل د سولې له بهیر سره بې ارتباطه نه شي ګڼل کېدای.

709 total views, no views today

3 comments

  1. helal Reply

    الله د تول طالبان تبا کری چی افغانستان یی تبا که

  2. Iqbal Reply

    Might a dumping attempt by ISI. Taliban should learn that they can have a honorable life only on the soil of their birth, Afghanistan. They should come to Afghanistan in order to live with dignity and help the Afghan people in rehabilitation and reconstruction of their country.

  3. helal Reply

    کلیسا د خپلو پلانونو د تطبیق لپاره په یوه سیمه کی جگره روانه ساتی. خلک له فقر سره مخ کوی. خلک له علم سخه محروموی. دا دی طالبان همغه کارونه کوی. خدای خبر چی طالبان به په دی پوهیژی چی هغوی په لاشعوری توگه د کلیسا د اهدافو لپاره کار کوی. (هرسوک کولی شی په اره تحقیق وکی چی د کلیسا پلانونه او د طالبانو فعالیتونه سومره سره ورته دی).

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸