Categories

اعلان

Loading…

نیم ګلاس ډک دی، نیم ګیلاس تش دی/ نورمحمد سعید

د ښاري موټر د مخکیني سیټ څټ ته یوه هنداره ځوړنده وه. د ټغره په څېر له سنیو په اوبدلي ټوکر کې یې څنډې نغښتې وې او وټي هم ورپورې ټومبلي وو.

ښايي هسې د ډول لپاره به وه. یا به یې غوښتل موږ پکې خپل مخونه ووینو. دغسې هندارې مې د یوه عربي هېواد پولیسو مرکز کې لیدلې وې.

د هغوی په مقصد هم پوه نه شوم، چې ولې یې غوښتل خلک یې مرکز ته له ورتلو سره خپلې څېرې وویني.

د کابل ښاري ګاډو کې بیا د هندارو، ځونډیو، مصنوعي ګلانو او سیاسي مشرانو تصویرونه ځړول معمول دی.

ځینې خو پکې لا د خپل ادبي ذوق برالا څرګندونه هم کوي. داسې شعارونه او شاهکارونه یې پر مخکینیو او وروستیو ښېښو پنځولي وي، چې د کلاسیک او فلش فکشن نادرې بېلګې وي.

د ترافیکي قوانینو له مخې د موټر پر هغو ښېښو چې ډرېور ته پکې لاره ښکاري دغسې څه ټومبل، جرم دی، خو دلته پسې ډېر سر نه ګرځول کېږي.

همدغه عربي هېواد کې مې د سړک څنګ ته یوه لوحه یاد ده، چې ډېره ښایسته جمله پرې لیکې وه:

((هغه ښکلا چې د موټر چلوونکي د نظر پر وړاندې خنډ جوړوي، د بې ګناه انسانانو د وژلو سبب کېدای شي.))

د کابل ښاري موټر ته به ستانه شو، چې ډرېور یې پر سیټونو د څټ لور ته هندارې ځوړندې کړې وې.

د پاخه عمر یو سړی مې خواته کېناست.

د ګاډي له روانېدو سره یې په سیټ پورې ځوړندې هندارې ته وکتل.

د هندارې دوه مزي په مخکینۍ څوکۍ پورې غوټه وو، ځکه پرلپسې ځنګېده. له واره یې ګوتې ور وغځولې او هنداره یې په خپل ځای ټینګه ونیوه.

یوه بله خوا یې کتل، څه چورت یې واهه، خو چې ورته مې کتل تر هغو چې له ګاډي کوزیده، هنداره یې کله په یوه ګوته او کله هم په دوو ګوتو کلکه نیولې وه، چې و نه ځنګیږي.

دی چې کوز شو ځای یې یوه ځوان ونیو.

له کېناستو سره سم یې موبایل ټیلیفون را وایست. یوه شېبه یې پکې ګوتې ووهلې، بېرته یې جیب ته کړ.

د مخکینۍ څوکۍ هندارې ته یې وکتل. ورپورته یې کړه، خپل مخ ته یې پکې وکتل. زما خوا ته یې د سترګو تر کونجونو راوکتل. شرمندوکې موسکا یې پر شونډو وغځېده. وریځې یې پورته کړې.

ځواباً مې ورته وموسل. هنداره یې له لاسه خوشې نه کړه. خو د هاغه بل سړي غوندې یې کلکه هم نه وه نیولې، بلکې پورې ځوړند وټي یې په ګوتو کې اړول را اړول او د لنډکي سفر تر پایه یې د هندارې له ځونډیو سره دا ( لوبه) روانه وه.

30 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *