Categories

اعلان

Loading…

نومونه او تخلصونه/ ابراهیم ایمان

زوی په پلار څو حقونه لري، یو حق یې په زوی د ښه نوم ايښودل دي، باید هر پلار پر خپل زوی ښه او معنی لرونکی نوم کیږدي، چې سبا ته یې زوی په خپل نوم ونه شرمیږي. زموږ په ټولنه کې ځینې پلرونه په زامنو داسې نومونه ږدي چې هېڅ معنی نه لري او په راتلونکي کې یې شخصیت ته زیان رسوي. لکه پورګی، میږی، لیوه ګی، پچ خوړ، شخولی، چاکی، الېپو، قاتل، نورګی، مرګی، کوتېکی، خړ، پړې، باډوګي او داسې نور…

ځینې کورنۍ په خپلو زامنو او لوڼو باندې د کوم ولایت یا د لوی ښار نومونه ږدي.

لکه پېښور، کابل، لاهور، کندهاری، ګردیز، ښرنه مانسیره، میمنه، برمله او داسې نور….

څه وخت مخکې مې یوه چا ته وویل: چې په زوی د ولې د واشور نوم ایښی دی؟
هغه لنډه راخلاصه کړه چې ده نوم د کلی ملا راته انتخاب کړی و .ما هم پرې کیښودو زه یقین لرم چې واشور نوم ملا ورته انتخاب کړی نه و، خپله یې پري ایښی وو. ځکه ملایان اکثره وخت اسلامياو ښه مانادار نومونه خلکو ته غوره کوي زما په فکر ملا که رښتیا د واشور نوم هغه پلار ته انتخاب کړی وي له سر ولاکه ملا وي. خو بس کیدی شې د ملا په قیافه یې ځان جوړ کړی وي ګني رښتیا ملا داسې بې مانا نومونه چاته نه انتخابه وي.
زه داسې خلک هم پیژنم چې په خپلو ماشومان دې لویو قومونو نومونه ږدی دا کار هغه کورنۍ کوي چې ماشومان یې کم وي ځکه د لوی قونو نومونه پر ږدي چې مېنه یا د ماشومانو تیداد یې ډیر شي.

لکه درانی، ځدارڼ، منګل، بارکزی، صبری، ځاځی، الوزی، علیزی، احمدزی، ستانکزی، ….
ډيرې کورنۍ په لوی لاس دخپلو ماشومانو نومونه لنډه وي یعني بدرنګه کوي یې داسې نومونه کیدی شي په نوره نړۍ کې عام وې خو زموږ په ټولنه کې بیا عیب دی. لکه محمد الله مادلګی کړي. خیرالله خیرو کړي، صیف الله صیفو کړي، نور خان نورګی کړي،….
په دې وختونو کې زموږ په ټولنه کې هندي او ترکي نومونه هم عام شوي دي لکه

پرینا، فریحه، کمونیکا، سېمر، سندورا، الهه..

باید پلران خپلو زامن او لورګانو ته داسې بې مانا او بې مفهومه نومونه غوره نه کړي چې سباته په یو مجلس کې د شرم احساس پرې وکړی.

خو بیا ځینې ځوانان داسې تخلصونه ځان یا نورو ملګرو ته انتخابوي چې په اخستو یې سړی شرمیږي. لکه
پطرول، کڼکاپر، وشتلی، غم ځپلی، ځویدلي، مرګ ته انتظار، ښویدلی، راکیټ لنچر، ګرنیټ ، کلکوف، شاشکوف، …..

ځونان هم باید داسې تخلصونه د ځان لپاره انتخاب نه کړې چې خلک پرې وخاندي .هر څوک دې تخلص حق لری باید هر څوک د خپل حق نه ښه استفاده وکړې داسې نه چې ځان ته داسې تخلص انتخاب کړی چې ټولنه کې خلک کرکه ترې وکړي او لار ترې بله کړي. رښتیا هم چې څوک په خپله ځان ته بد تخلص غوره کوي د سړي ناستي ته زړه ور سره نشي. ځکه بد د بدو خوښیږي.

26 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *