Categories

اعلان

Loading…

د هند صدراعظم نریندرا مودي ژر کابل ته راځي

تاند- هندي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد صدراعظم نریندارمودي به ژر افغانستان ته لاړ شي او د دواړو هیوادونه حکومتونه د ښاغلي مودي د سفر د دقیقې نېټې په اړه کار کوي.

د هند د دکن هیرالډ ورځپاڼې د راپور پر اساس افغانستان ته به د صدراعظم مودي سفر د ده د نورو سفرونو خلاف د امنیتي اندېښنو له کبله په جار اعلان نه شي.

ښايي د نوي ډیلي حکومت کابل ته د ښاغلي مودي له روانېدو لږ مخکې د د هغه سفر رسماً اعلان کړي.

صدراعظم مودي به د دې سفر په ترڅ کې د جنګ ځپلي افغانستان له امنیت او پرمحتګ لپاره د هندوستان پر اوږدمهالې ژمنې ټینګار وکړي.

د هند صدراعظم به د دې سفر په لړ کې ښايي په کابل کې د هند په مرسته د افغانستان د ملي شورا نوې جوړه شوې ودانۍ او په هرات کې د هند په مرسته د سلما برېښناکوټ پرانیزي.

هند له افغانستان سره د څه باندې ۲ ملیارد ډالرو مرستې، سلما بند او ګڼو نورو پروژو په خاطر د افغانانو په منخ کې ښه شهرت ترلاسه کړی دی.

17 total views, 1 views today

2 comments

  1. Afghan Reply

    Salaamona
    Welcom Modie .Your the Best,Your verey better than Nawz Sharef .Thank you India

  2. khan Reply

    Most welcome and soon
    India’s afghanistan best friend and cooperative country

Leave a Reply to khan Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *