Categories

اعلان

Loading…

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

۲۰۱۵ع

(۵)

زما دخپل نیکه حاجي محمد اکبرهوتک یو کور دکندهارښار په ملا گلداد کوڅه کي وو اوبل ئې دلته په کاسیانوکي. یوه کتابخانه ئې هلته په کندهارکي وه او بله ئې دلته . په هغه کتابتون کي ئې دخوشحال خان دېوان ساتلی وو او په دې کتابخانه کي ئې دپټي خزانې نسخه.زه به ډېر خوښ سم چي که ددغه سیمینار په یوه وقفه (برېک) کي یا،دسیمینار تر غونډو دباندي ددوستانو په یوه خصوصي بانډارکي په کوټه کي دحاجي محمداکبر هوتک دژوند ځیني ناویلي خبري له دوستانوسره شریکي کاندم.”

تر دغو ویناوو وروسته ځانگړي مېلمه دبلوچستان گورنرمحمدخان اڅکزي سټېج ته راوبلل سو اووینائې وکړه. اڅکزي صاحب دخپلو خبرو په پیل کي تر تعارفاتو وروسته وویل” کوم قامونه چي پرمخ تللي دي، دهغو یوه نوښاني داده چي دهغو لوست دلویه سره په خپله ژبه دی هم دښوونځي اوهم ددوی دمدرسو، چي زموږ دپښتودا تر اوسه نه دی نوځکه پرلوستوپښتنوداتړلې ده، چي دوی داپه ټینگار وغواړي چي زموږدبچولوست دي په مورنۍ ژبه وي … اوزه له پښتنو داهیله لرم چي پښتوبه مرگ ته نه پرېږدي اولکه دپاکستان نوري ژبي لکه سندهي او اردو پښتوبه هم دسرکاراو بازار جوړه کړي چي موږ یې په بلوچستان کي له سږکاله څخه سر ایښی دی .”

له ښی خوا : پروفیسرعلي کمېل قزلباش، محمدمعصوم هوتک او پروېش شاهین

له ښی خوا : پروفیسرعلي کمېل قزلباش، محمدمعصوم هوتک او پروېش شاهین

د پرانیستونکومراسمو له پای ته رسېدو سره سم لومړۍعلمي غونډه تر یوې لنډي وقفې وروسته پیل سوه. دغونډي صدارت ما(هوتک) کاوه. او دمرستیال دنده دپرویش شاهین وه چي له سواته راغلی وو. د غونډي له پروگرام سره سم هرویناوال ته شل شل دقیقې وخت ټاکل سوی وو.په دې غونډه کي ډاکټرمحب وزیر له وزیرستانه، لال پاچا آزمون له افغانستانه، پروفیسردراني له کوټي څخه او زرغونې رښتین له افغانستانه د پښتو ژبي پرتعلیمي ستونزو خپلي مقالې ولوستلې. ډاکټرمحب وزیرد پښتو ژبي دسوچه کېدلو هڅه دمنلو وړ ونه بلله . دمقالو ترلوستلو وروسته زماڅخه دغونډي دارزیابۍ غوښتنه وسوه او ماپخپلو خبرو کي ددغه سیشن کار بریالی وباله او دویناوالو څېړني مي وستایلې.

پر دوو بجو د ډوډۍ او لمانځه له پاره وقفه اعلان سوه او ترهغه وروسته دوهمه غونډه پیل سوه. ددې غونډي صدارت ښاغلي سلیم راز (چي له پېښوره راغلی وو)کاوه او مرستیال ئې عبدالهادي عطایي (مُلا) وو. په دې سیشن کي ډاکټرفضل رحیم مروت، حبیب الله رفیع او خلیل باورخپلي مقالې ولوستلې. دوی هم له (مُلا) پرته نورو ټولو د پښتوژبي پرتعلیمي مسئلو ویناوي وکړې.

د دغه سیشن ارزیابي ښاغلي سلیم راز وکړه. دی نقاد سړی دئ او په خبرو کي ئې اخلاقي جسارت خورا زیات دئ. ده د پاچاخان دکورپه باب سخته اندېښنه وښووله او ټینگه گیله ئې وکړه چي ددلیپ کمار کور دخیبرپښتونخوا پښتني حکومت دملي ودانۍ په توگه ساتي خو دده له خولې دپاچاخان کور وران ویجاړ ولاړ دئ او دده له قوله ” درې خره” پکښي ولاړ ول؟ دده داخبره پرځینوکسانو ښه ونه لگېده او په دا سبائې عکس العمل هم څرگندسو. په دې سره سلیم راز صاحب مرور سو او ده ته چي کمه تحفه ټاکل سوې وه، دهغې له تسلیمولو ئې د احتجاج په توگه ډډه وکړه چي دغونډي په پای کي دښاغلي رفیع صاحب په منځگړتوب او دښاغلي رفیقي صاحب په نرمښت دغه کدورت ایسته سو،سلیم راز صاحب بیرته خپله تحفه قبوله کړه او د پرون ورځي له امتناع څخه ئې بخښنه وغوښتله. دلومړۍ ورځي ددوهم سیشن دڅېړلوپه ترڅ کي سلیم راز صاحب کراچي ته دخپل سفر یوه خاطره هم بیان کړه چي ډېره په زړه پوري وه. ده وویل چي یووخت کراچي ته دسفر په وخت کي یوځوان ورسره ملگری سو او پرلاري ئې دده خورازیات خدمت کاوه. راز صاحب وویل چي دده خیال وو چي داځوان به هرومرو شاعر یالیکوال وي چي له ده سره ئې داسي دزړه له اخلاصه مرسته کوله اوکراچي ته درسېدو پر وخت ئې ځني وپوښتل چي” ځوانه! ته به هرومرو شاعریالیکوال یې چي زما په شان خلکوسره دونه دمهربانۍ سلوک کوې”. ځوان ورته وویل چي ” زه نه شاعر یم نه لیکوال، زمادنازیه اقبال دتیلفون نمبر په کاردئ او خیال مي دئ چي ته به راسره مرسته وکولای سې!”

نور بیا

په تاند کې د استاد هوتک نورې لیکنې

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *