Categories

اعلان

Loading…

ادبيات لکه « ادبيات» / دادمحمد ناوک

ادبيات د انساني ذهن پیدا وار دي؛ چيخوف يې د ژوند تفسير بولي، خو دا د ژوند تفسير د انسانانو له خوا د انسانانو د ژوند تفسير دی، په ټوله کې زموږ بحث پر هنري ادبياتو را څرخي؛ تېره اوونۍ په افغان ادبي بهير کې استاد اجمل ښکلي پر ډېر ټينګار وويل چې ادبيات بايد له باندني ليده پرته د ادبياتو په منځ کې لکه « ادبيات » مطالعه شي او بايد په ادبياتو کې پر ادبياتو نقد وشي، په دې ناسته کې زه د مشر په څوکۍ ناست وم، د ناستې په پای کې مې په دې اړه خپل نظر ووايه، خو د وخت د کمښت له امله مې پوره او تفصيلي ونه شوای ويلی، د استاد دې خبرې او په بهير کې خپل نظر دا مضمون را باندې وليکه.

په يوه انګليسي ويډيو کليپ کې مې د یو عالم له خولې واورېدل، چې انسان د چاپيريال د تاثراتو ټولګه ده؛ زما پر زړه ځکه ولګيده چې انسان له فزيکي موجوديت ور ها خوا د خپلې ټولنې او د ټولنې د قيوداتو، ارزښتونو او معيارونو په منځ کې رالويېږي، دا ټول پرې تاثير کوي او د دې ټول د تاثير په تاثر کې د « زه » غږ کوي، د انسان له پيدايښت سره دا اغېز پيلېږي، خو په پوهېدو او لويېدو سره ښايي ځينې د خپلې ټولنې د معيارونو، ارزښتونو او قيوداتو په اړه فکر وکړي، ځينې يې بدل کړي، ځينې رد او ځينې بېخې کلک کړي، خو هغه معيارونه، ارزښتونه او قيودات چې الهي سرچينه لري، څوک يې خپلې عقيدې ته د ژمنتيا په خاطر د خلاف یا هم بدلون په اړه فکر هم نه کوي.

ادبيات لکه الهي احکام له مطلقې سرچينې څخه په مطلق ډول نه دي راغلي او نه يې هم معيارونه الهي سرچينه لري؛ چې هر څوک دې هغو معيارونو ته په پام په هر ځای کې هر وخت هنري اثار مطالعه او نقد کړي.

په هېواد کې د ناټو له يرغل سره جوخت دا فکر هم را وارد شو، چې په ټوله کې نه؛ خو اکثريت داسې ذهنيت خپور شو، چې د ښه هنري اثر يوه ځانګړنه دا هم ده، چې بايد پر زاهد، ملا او شيخ ملنډې ووهي، لا هم په ځينو ادبي ناستو کې هغه شعر ته ښې چکچکې کېږي، چې د ټولنې پر دې طبقه يې د کندهاريانو خبره پسخند وهلی وي، همدې فکري اغېز ته په کتو که یوازې پښتو هنري پنځونو ته وګورو، تر دې اوسني رژيم وړاندې يې یو رنګ، تر هغه وړاندې بل رنګ او له روس سره د مقاومت په مهال لکه اوس ان مقابلې هنرې جبهې وې، دغسې د نړۍ پر سطحه هم هر فکري خوځښت د خپل فکر تر تاثير لاندې پنځونې کړې او ځينو خو له خپلو شعارونو سره سم ان بېل بېل ادبي مکتبونه را منځ ته کړي دي، که دا ټول په نظر کې ونيسو، نو موږ به یوازې پر ادبياتو د « ادبياتو» له ليده څنګه نقد کوو، کوم « ادب » به معيار نيسو او ولې؟ که په اوس وخت کې د یرغل تر چتر لاندې ادبياتو مطالعه کړو او پر همدې هنري پنځونو نقد کوو، نو د مقاومت هنري اړخ له لوري به يې کوو، که د همدې چتر لاندې؟ که يې د دې ادبي اړخ له لوري کوو هغه بل ته يې معيارونه د منلو نه دي او که يې له هغه بله اړخ کوو، چورلټ يې ردوي او همداسې برعکس؛ له دې معلومېږي چې موږ د « ادبياتو» لپاره کره او ټول منلی معيار نه لرو، که ادبيات لکه « ادبيات » نقد کړو، نو د هغې ټولنې هنري اثار، چې مجسمه جوړونه پکې هنر بلل کېږي، د هغې ټولنې نقادان څنګه نقد کړي چې دا مجسمه جوړونه د خپلې عقيدې له مخې ګناه بولي! په هغه ټولنه کې چې د لغړ فلم توليد پکې هنري پنځونه بلل کېږي په هغه ټولنه کې څنګه نقد شي، چې بې حجابي د خپلې عقيدې ضد ګڼي!

د استاد ښکلي له پورته څرګندونې ماته په ادبي برخه کې د سيکولريزم بوی راغی، ما داسې وانګېرل چې د دوی له دې ټينګاره هدف دا دی چې د هنري پنځونې په پنځونه، نقد او مطالعه کې دي هغه پولې په پام کې نه نيول کېږي چې ټولنيزو يا هم ديني ارزښتونو رامنځته کړې دی؛ دوی غير مستقيم هغه شعار تاييدوي، چې هنر پوله نه لري، خو موږ په زغرده وايو چې هنر پوله لري هغه څه چې په اروپا کې هنر دی، په کلي ډول دلته هنر نه شي بلل کېدای، څه ته چې موږ هنر وايي ښايي هغوی يې هم راسره د هنري پنځونې په توګه ونه مني. موږ د خپلې ټولنې په غېږه کې رالوی شوي يو، رڼه ديني ارشادات او هم ځينې ټولنیز قيودات لرو، چې ښايي د ټولنيزو قيوداتو بدلون يا هم يو څه له منځه وړل يې جايز وي، خو الهي ارشاداتو ته بې له چون چرا سر ټيټو.

هغوی چې هنر بې پولې بولي په لوی لاس د هنر پر هنريت چاړه راکاږي، موږ هنر هدف نه، بلکې وسيله بولو او پر دې هم باوري يو چې هنري اثار د انساني تيوريکي نظرياتو په غېږه کې را پنځېږي، ځکه خو يې په اړه یو ډول مطلق حکم نه منل کېږي او نه هم د ساينس په څېر هر چېرته يو ډول پایله او اغېز لري.

د همدې لیکوال نورې لیکنې

9 total views, 1 views today

1 comment

  1. فاروق Reply

    په هېواد کې د ناټو له يرغل سره جوخت دا فکر هم را وارد شو، چې په ټوله کې نه؛ خو اکثريت داسې ذهنيت خپور شو، چې د ښه هنري اثر يوه ځانګړنه دا هم ده، چې بايد پر زاهد، ملا او شيخ ملنډې ووهي، لا هم په ځينو ادبي ناستو کې هغه شعر ته ښې چکچکې کېږي،

    زما په اند پّ ملا او زاهد ټوکې د اوسني وخت خبره نه ده، د حافظ دیوان له دغسې خبرو مالا مال دی. حافظ وایی: از قول زاهد کردیم توبه ، وز فعل عابد استغفرالله د دغو فکرونو او اعتراضونو اصلي لامل دا دی چې زموږ ملا صاحبان اکثره وخت د خیر په ځای د شر ملګرتوب کوي. کار نه کوي، صرف په لمانځه چې فرض دی، غواړي ډوډئ وګټي. له پرمختګ سره معمولا مخالفت کوي. او د اوسنو ځینو ملایانو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې د قثل او وحشت ملګرتوب کوي. انتحاري ته به استشهادي وایي او د لارې د سر بمونو ته به هم د کتاب په حاشیو کې دلایل پلټی. دا خو لا په ځای پریږده چې د انکشاف او سوکالې مخالفقت کوي او د پولیو له واکسین سره به یې دښمني وي او پاک لباس او منظم ویښته به یې نه خوښیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *