Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني وايي، له هغو طالبانو سره خبرې کوي چې خبرو ته تیار دي

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فرانسې تلویزیون ته وویل، له طالبانو سره د سولې د درېدلیو خبرو د بیا پیلېدو د سریزې په توګه هیله لري چې په راتلونکو څو میاشتو کې له پاکستان سره اړیکې ښې شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د فرانسې تلویزیون ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې راتلونکې اوونۍ په پاکستان کې د اسیا زړه په کنفرانس کې د ګډون لپاره د پاکستان پر بلنه غور کوي.

ده همداراز وویل، پاکستان له طالب جنګیالیو سره د افغانستان د حکومت په منځګړتوب کې رول لوبولی شي.

ولسمشر غني د فرانسې ۲۴ تلویزیون ته وویل، تمرکز په دې دی چې څرنګه د اوس او د ژمي تر پای ته رسېدو مخکې د ستونزو حل موندلی شو.

وسله وال طالبان عموماً د ژمي په موسم کې جګړه سړوي او اکثره غړي یې پاکستان ته ځي. له همدې کبله یو شمېر افغانان په اوس وخت کې د سولې د خبرو لپاره د پاکستان پر وړاندیزونو شک څرګندوي. په ملګرو ملتو کې د افغانستان دایمي استازي هم دا موضوع یاده کړې ده او ویلي یې دي چې نور د طالبانو جنګي فصل پای ته رسېدلی دی.

یوه افغان چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته وویل:«موږ ډېره هیله لا نه لرو. که پاکستان وايي چې د سولې د پروسې لپاره یو څه زموږ لپاره کوي، موږ بیړه نه کوو، باید لومړی وګورو چې عملاً څه کوي.»

دا هم نه ده څرګنده چې طالبان خبرې کوي او که یې کوي ایا دواړه ډلې یې خبرو ته تیارې دي.

دا وېره هم شته چې که د طالبانو یوه ډله خبرې وکړي او سولې ته حاضره شي، ممکن لا سختدریځي عناصر له بلې ډلې سره، چې سوله نه کوي، یوځای شي.

ولسمشر غني په دې اړه وویل:«د طالبانو په منځ کې ډلې شته او موږ به له ځینو سره یې خبرې وکړو.»

71 total views, 2 views today

2 comments

  1. Dr.Popal Reply

    It is a trick that is implemented by Pakistan but the real players are US &UK, now the ISIS project is disclosed to the world so US &UK can’t afford one more such a disclosure that is why they try to show up some sort of fake commitments to peace and humanity via which new tricks will be maneuvered and make you guys fool,don’t believe it guys just make ready ur army and try to find out heavy weaponry from India, Russia and China.

  2. نجیب Reply

    هغه یو متل دی چی وایی از موده را از مودن خطاء است نو سړی نه پوهیږی چی زمونږ افغا نان ولی نه پوهیږی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *