Categories

اعلان

Loading…

د بامیان تاجکانو سیمه ییزه اداره د خپلو شتمنیو په غصب او سیمه ییز ستم تورنه کړه

تاند- د بامیان ولایت تاجک قوم په دې ولایت کې د هغه څه پر خلاف، چې دوی یې په دغه ولایت کې قومي تصفیه بولي، مظاهره وکړه.

دوی وویل چې تاجک قوم په کهمرد، سیغان او شیبر ولسوالیو او د ولایت په مرکز کې اوسي، او د ټول ولایت د نفوسو په سلو کې ۴۰ دي.

مظاهره چیانو وویل چې ځمکې او دوکانونه یې غضب شوي او حتي په ډله ییز ډول له دې ولایته وتلو ته اړ ایستل شوي دي.

مظاهره چیانو وویل، د بامیان زوړ ښار، چې اکثره دوکانونه یې د تاجکانو ول، لومړی په دې نوم چې هلته نوی ښار جوړېږي، ونړول شو او بیا د دوی پر ځمکو د نوي ښار جایدادونه او دوکانونه نورو خلکو ته ورکړای شول.

دوی ادعا کوي چې په ۲۰۰۰ نویو جوړو شویو دوکانونو کې دوی ته هیڅ برخه نه ده ورکړای شوې.

مظاهره چیانو د بشري حقونو له ټولنو او حکومته وغوښتل چې د زاړه ښار د ورانولو عاملان او د نوي ښار غاصبان د قانون منګولو ته وسپاري او د عادلانه مشارکت لاره هواره کړي.

دوی دغه راز د بامیان په سیمه ییزو ادارو کې د حذف کېدو شکایت وکړ.

2مظاهره چیانو د بامیان اداره، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او ښاروالي په دې تورن کړل چې د شنې ساحې او د سرې کلتوري ساحې په پلمو یې د تاجکانو له لوري د کورونو د جوړېدو مخه نیولې ده او جوړ کورونه یې ورنړولي دي.

دوی ادعا کوي چې د دې په مقابل کې د هزاره ګانو هیڅ کور په دې نومونو نه نړول شوي او نه یې د نوي کور د جوړېدو مخه نیول شوې ده.

مظاهره چیانو په خپل پرېکړه لیک کې ویلي:«له مرکزي حکومته غوښتنه کوو چې زموږ د خلکو خلاف د محلي ستم، ستراتیژیک اپارتاید او د تصفیې سیاست په جدي ډول تعقیب او وڅېړي او د ملي شورا د شکایتونو د غور د حقیقت موندونکي کمیسیون د پلاوي د بیا بیا ځنډېدو د علت د څرګندېدو غوښتونکي یوو.»

دوی په بامیان کې د ټولنیز عدالت، متوازن انکشاف او سیاسي مشارکت غوښتنه هم وکړه.

8 total views, 1 views today

1 comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *