Categories

اعلان

Loading…

کلیوال ملګري ټولنې يوشپېتمه اوونیزه غونډه وکړه

کليوال ملګري ټولنې د روان کال د لېندۍ د مياشتې پر اوومه نېټه  يوشپېتمه اونيزه ناسته وکړه.

د غونډې پیل قاضي محمد امين رفيقي د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره وکړ، د تېرې ناستې راپور د وخت د کمښت له کبله وړاندې نه شو.

وروسته مرتضی وردګ د ښوونې او روزنې په اړه لکچر د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل، مرتضی وردګ د پيل په خبرو کې وويل«هغه کليمې چې هر چاته په يو روښانه مفهوم دلالت نه کوي او د يو لغت نه هر سړی ځانګړی درک لري.

د ښوونې او روزنې د لويې کليمې استعمال تنها د هغو لپاره چې کاروي يې روښانه نه دی، بلکې اکثره متخصصان هم ددې مفهوم په باره کې يوه خوله نه دي.»

مرتضی وردګ وړاندې د ښوونې او روزنې د اصطلاح په اړه هم خبرې وکړې« د ښوونې او روزنې اصطلاح د ساتنې، کمښت او ودې مانا ورکوي.

څنګه چې له پيل نه دغه اصطلاح د يو حيوان نه د ساتنې ، يو نبات د کښت کولو او د يو انسان د روزنې او ودې لپاره استفاده کېده.

مګر د وخت په تېرېدو سره ددې کليمې مانا او مفهوم تغير وکړ اوس يواځې د انسان د مراقبت، روزنې او لارښوونې لپاره کارول کېږي، چې ښوونې او روزنې په مختلفو وختونو کې د رنګارنګ مفهومونه ورکړي دي اونظر عقيدتي، ټولنيزو، اقتصادي، سیاسي او ….شرايطو ته يې تحول کړی دی.»

2همدارنګه وردګ د خپل لکچر په دوام د نړۍ دځينو پوهانو نظرونه هم د لکچر له ګډونوالو سره شريک کړل« مشهور فرانسوي ټولنپوه امېل ډورکيم وايي: د انسانانو ټولنيز کولو فن ته ښوونه او روزنه وايي.

فرانسوي فيلسوف اوروزونکی مونټيبي وايي:ښوونه او روزنه تنها د محفوظاتو توجه نه ده، ځکه چې ماشوم ژوند ته نه اماده کوي، بلکې د روزنې موخه داده هغه هنر ده، چې انسان د مفيد او موثر ژوند کولو ته جوړول او وړاندې کول دي.

رونيز ارواپوه او روزنيز پسټالوزي د ښوونې او روزنې په تعريف کې وايي: د ټولو استعدادونو او په انسان کې د موجوده قوې همغږي، طبيعي او تدريجي رشد ته ښوونه او روزنه ويل کېږي.

الماني فيلسوف او روزونکی هربات وايي: ښوونه او روزنه له ماشوم څخه د مراقبت نه عبارت ده او دهغوی مالوماتو له زدکړې څخه، چې هغه هنر، مهارت، فضېلت او تقوا څښتن کوي، هدف له دغو زدکړو څخه د شخصيت کمال ته لاسرسی دی یانې د جسم او او روح اعتدال او همغږي مساعدول دي.»

همدارنګه مرتضی وردګ د ښوونې او روزنې د پېژندنې په اړه هم ډېر څه وويل :

۱:د انسان د چلند او پياوړتيا ټوليز پرمحتګ ته ښوونه او روزنه وايي.

۲:يوه ټولنيزه لړۍ ده، چې په مرسته يې انسان ټولنيزې وړتيا او فردي پرمختګ ته رسېږي او دغه جريان په ښوونځي کې تر سره کېږي.

۳:ښوونه او روزنه د ټولو لپاره د پرمختګ او دانسانيت د لوړتيا، کلتور دغنا او د ټولنې لپاره د تکامل لپاره دوامداره پراخ فعاليت دی.

۴: ښوونه او روزنه هغه سازمان شوې او پرله پسې زدکړې دي، چې د پوهې او او مهارتونو چې د ژوند د فعاليت لپاره ارزښتمنې مجموعې طرحه شوې دي.

۵:ښوونه او روزنه يانې د شخص اماده کول تنها محيط سره جوړجاړی نه، بلکې وکړی شي په هغه محيط کې داخل شي او په پایله کې د ټولنيز او فردي او دايمي پرمختګ سبب شي.

۶: ښوونه او روزنه عبارت ده د صحيح قضاوت قوې له دې څخه.

۷: ښوونه اوروزنه د تجربو د دوهم ځل اجرا يا دوهم ځل سازمانول دي، ددې لپاره چې دغه تجربې پراخې شي او شخص د هدايت او کنترول لپاره قادر کړي.

ښاغلي وردګ دعلم په پېژنه لنډې خبرې وکړې:«موخه، ميتود، موضوع او محتوا لري او عقلي او نظري بنسټونه پکې مطرح کېږي او مسايل يې د علمي مشاهدې، تجربې او ازموينې په ميتود څېړل له علم څخه عبارت دي.»

همدارنګه نوموړی د فلسفې په پېژندنه هم تم شو «فلسفه ده: ځکه چې په موضوع او غيابت يې بحث کوي، منطقي او مستدل اصول او قواعد د فلسفې د لاسته راوړنو په اساس پکې مطرح کېږي.»

همدارنګه يې د فن په اړه هم لنډې خبرې وکړې:«فن دی: په همدې دليل سړی کېدای شي عالم وي، خو ښوونکی نه دی.»

د دغه لکچر په وروستيو کې قدرت الله نرميوال، قاضي محمد امين رفيقي او حبيب الرحمن تاثير د موضوع په تړاو پوښتنې وکړې. غونډه د نورکله په څېر د ماسپښين په دری نيمو بجو سره د قدرت الله نرميوال په دعايې سره پای ته ورسېده.

48 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *