Categories

اعلان

Loading…

د شېرين شيدا ژوند ليک/محمد اقبال خيبر

څو ورځې مخکې پر فيس بوک مبارکيانې روانې وې متوجې سوم چې دهيواد په کچه د۴۵۰ ځوانو رهبرانو په ډله شيدا هم راغلی وو دا چې دهيواد په کچه ټاکنه کيږي او بيا شيدا هم په کې راځي ښکاره ده وړ انسان به وي نږدې درې کاله مخکې زه په سباوون راډيو کې وياند وم چې دبريالي هلمند په واسطه مو پيژندنه سره وسوه بس له همغه راهيسي زموږ سره دخپرونو دوياند په ډول پاته سو ی په پيل کې په ټولنيزو خپرونو راسره وو وروسته يې سياسي خپرونو ته دعلاقې له مخې مخه کړه چې دم ګړۍ هم په سباوون راډيو تلويزيون کې دځانګړې مرکې چلوونکی دی خپرونو يې له پيل څخه ډيره وده کړې او کافي مينه وال لري ، که څه هم په په تيره نږدې پنځلس کلنه دوره زده کړې وده وکړه خو ټول زلمي ښه زده کړه نه کوي له بده مرغه چې له دولسم څخه فارغ زلميو کې هم نيم لوستي يا نالوستي لرو خو ددې تر څنګ بيا داسي زلمي هم لرو چې له ليسې نه دښه فراغت تر څنګ پريمانه نوره زده کړه هم ، هممهاله ورسره کوي چې ښه بيلګه يې شيدا بللای سو ،شيدا دحاجي محمد عوض په کور کې دهلمند په زړه لښکرګاه کې زيږيدلی له دود سره سم يې لمړی سيپاره راخستې سيده جومات ته تللی چې په کافي اندازه ديني زده کړې يې کړې   ورسره جوخت يې دښوونځي ور ورخلاص کړی او دهلکانو له مرکزي ليسې څخه په ښو نومرو فارغ سوی دی همداراز يې داوسني نړيوال کلي ژبه انګريزي هم په دې موخه زده کړې چې ددې کلي له وګړو سره په خبره پوه سي او ددې کلي له پنځونو ، پوهې اوپرمختګ څخه ګټه پورته کړي او ورڅخه خپل کور افغانستان ته څه راوړي ، همداراز يې دجمعې لنډه طريقه ضرب، کامپيوټر هم په دې موخه داړتيا تر کچې زده کړی چې له دې نړيوال يون نه پاتې نه سي او خپلې اړتياوې په لنډه لاره تر لاسه کړي ددې تر څنګ يې اداره او حسابداري کې دوه کلنه زده کړې کړې ، همدا ډول يې دلنډ مهال لپاره نظامي زده کړه هم کړې ، دنورو ډيرو کورسونو ترڅنګ دم ګړۍ په بست پوهنتون کې دحقوقو او سياسي علومو په پوهنځۍ کې اداره او ديپلوماسي څانګه کې محصل دی دپښتو انګريزي تر څنګ ديوه ملي انسان په حيث په دري ژبه هم برلاسی لري ، دا چې يو څوک دومره زده کړه او پوهه ولري ښکاره ده چې غوښتونکي به لري دهلمندد والي دمشاور په حيث يې يو کال دنده تر سره کړې ، دانګريزي ژبې د ښوونکي په ډول يې يو کال کار کړی ، دګڼو بهرنيو موسيسو سره په ګڼو لويو دندو پاته سوی ،د۲۱۵ ميوند قولو اردو او دهلمندولايت دافغان نظامي ځواکونو تر منځ د اړيکو وال يا ارتباطي افسر په حيث پاته سوی ، ددريمې ليوا سره دکلتوري او فرهنګي مشاور په ډول يې وظيفه لرلې ، او دا مهال دسباوون راډيو تلويزيون سره دوياندويې ددندې تر څنګ د کارډيف ( دکرنې دودې او دکليو دپراختياهر اړخيزه پروګرام ) موسيسې کې دمالي او اداري مدير په ډول دنده لري له دې ورها خوا د۱۲۰ ژباړونکو په منځ کې دلمړۍ درجې سند لري او په پای کې به ووايو چې ددفاع وزارت او ميشتو همکارانو لخوا دبرجسته فعاليت په بدل کې دمډال درلودونکی هم دی اميد لرو چې دده په شان نور زلمي هم پيدا سي او ددې وطن دستونزو په کمولو کې خپله ونډه واخلي

179 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸