Categories

اعلان

Loading…

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې د حملې احتمال تایید کړ

تاند- وروسته له دې چې د دوشنبې په ورځ /نوومبر۳۰مه/ په کابل کې د امریکا سفارت په دغه ښار او شاوخوا کې یې د یوې لویې تروریستي حملې د احتمال په وړاندې خبرداری خپور کړ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د حملې احتمال تایید کړ.

د امریکا سفارت پرون /دوشنبه/ په یوه اعلامیه کې ویلي، باوري راپورونه یې ترلاسه کړي چې په ۴۸ ساعتونو کې په کابل ښار، کابل ولایت او یا هم احتمالاً د افغانستان په یوه بله برخه کې یوه حمله کېدونکې ده.

د امریکا سفارت له امریکايي اتباعو غوښتي چې په یاده موده کې له پوره احتیاطه کار واخلي.

په واشنګټن کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندویې الیزابت ترودیو وویل چې په کابل کې د امریکا سفارت باوري راپورونه ترلاسه کړي او د هغو پر اساس یې په افغانستان کې امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې په کابل ښار کې له احتیاطه کار واخلي.

دې د تهدید د څرنګوالي په اړه څه ونه ویل. په دې باب یې هم څه ونه ویل چې څوک د حملې نیت لری.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندويې همداراز په دې اړه چې په کابل کې به د امریکا سفارت څه اقدامات وکړي، څه ونه ویل.

له بلې خوا سي این این تلویزیون وویل چې یوه امریکايي چارواکي ورته ویلي چې د حقاني شبکې او القاعده په ګډون د تروریستي ډلو له لوري د ترهګرې حملې په باب خطر ډېر ممکن ښکاري او په دې اړه خپور شوی خبرداری خورا باوري دی.

43 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *