Categories

اعلان

Loading…

ژوند ادبي بهير يو سلو څوارلسمه ناسته وکړه

راپورګر: دین بادشاه مسعود

نېټه ۱۳۹۴/۹/۴

ژوندادبي بهیر د روان پوهنیز کال ۱۱۴او پرلپسې شپږمه اونیزه غونډه د محمدالله شاکر په تلاوت د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په تالار کې پیل کړه چې د دریځ چارې یې احسان الله درد سمبالولې.

د تېرې غونډې راپور دین بادشاه مسعود وړاندې کړ چې د بهیر ګډونوال یې د تېرې ناستې له حاله خبرکړل.

محمدالله شاکر په راپورلیکنه کې د نظر راخيستل پر ځای و نه ګڼل، ځکه ده په تېره غونډه کې د عابد په تخلص نه بلکې دعابد دليکنې په یوه برخو راوړلو ټينګار کاوه.

سباوون مشال راپور ساده وباله او زیاته یې کړه راپور باید نه ډېر ساده او نه ډېر هنري وي؛ ځکه چې ډېری راپورونه د هنریت له کبله د الفاظو قرباني شي. او د دې ترڅنګ ورته د جملو پای په همغږيو توريو پای ته رسېدل هم ښه نه برېښېدل.

شاه محمود عابد په راپورلیکنه کې دراپورلیکونکي ځیرکتیا ته اشاره وکړه.

شاکر بیا د کلماتو کلیشه‌يي کارېدنې په اړه د استاد اسدالله غضنفر دې قول ته ژمن و چې (تکرار د کلمو هغه وخت مناسب دی چې څوک یې تکرار درک نه کړي.)

ځانګړې موضوع د اخلاقو ترعنوان لاندې ذبیح الله زبیر واوروله.

ادبي درس احسان الحق چې چې دژباړې پراصولو، تاریخ اوموضوع راڅرخېده وړاندې کړ.

شاکر ادبي درس ښه وباله او په درس کې یې د هغو اثارو راوړل اړین بلل کوم چې له ادبه پرته د علم په نورو برخو کې زموږ ژبې ته ژباړل شوي .

مشال وويل؛ ژباړه په ژبه کې د ملا د تیر حیثيت لري.

ثاقب ته تر ټولو غوره ژباړه هغه ښکارېده چې له یوې بډايې ژبې څخه وشي او ژباړن باید د ژباړې پر مهال پر دواړو ژبو برلاسی وي.

خالد سحر بیا له خپلې ژبې نورو ژبو ته د اثارو ژباړل د ژبې د پرمختګ ګام باله، ده زیاته کړه چې دا تشه تر ډېره حده په پښتو کې لیدل کېږي او بل دا چې ژباړن هم باید د ژباړې پر وخت له داسې موضوع ټاکلو څخه کار واخلي چې د ټولنې لپاره ارزښت ولري.

احسان الحق په پښتو ژبه کې مصنوعي ژباړې ته ګوته نیوله او زیاته یې کړه که د دې کار مخه د هېواد په داخل کې ونیول شي نو ګاونډیان بیا دا کار په ورین تندي کوي.

احسان الله درد دغزليزبڼ توتیان په دې بیتونو

   دزړه لمن کې مې داغونه پراته

پکې جهان جهان غمونه پراته

د لېونتوب له کاڼو ډکه ښکاري

که دي د تا د مینې غرونه پراته

په شاعرانه لمن کې راونغښتل چې ډېرو شاعرانو پکې د شعرونو کوترې والوزولې.

دغونډې په پای کې ثاقب زیاته کړه چې راتلونکې غونډې به هره پنجشنبه پر خپل وخت او خپل ځای کې ترسره کوو.

د راتلونکې غونډې لپاره محمدمنصور(صدیقي) د ځانګړې موضوع او محمدالله شاکر کره‌کتنې ته د لنډې کيسې راوړلو ژمنې وکړې، نو همغه و چې غونډه مازدیګر ناوخته پای ته ورسېده.

32 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *