Categories

اعلان

Loading…

د پوهې ښه کارول/ لیکوال او راټولونکی: محمد عارف رسولي

(لومړۍ برخه)

د سر خبره

د انساني پانګې وده چې په اوس وخت کې د بشري ټولنو لپاره تر هې بلې اړینه ده زیاتې پیچلتیاوې له ځان سره لري. ځکه نن د پوهې، ماهیت بدلون موندلی، ډېر زر بدلون مومي، له منځه ځي، او د پخوا په پرتله د ملت زیات خلک ورته اړتیا لري. دا ټول خورا پیچلې مسئلې او ښکارندې دي، زیات وخت، ښه رهبري، په ملي کچه لوړې وړتیا او ظرفیت ته اړتیا لري.

د دې لیکنې یوه موخه داده چې کدرونه د خامو ارقامو (داتا)، مالوماتو، او پوهې په توپیر پوه شي او داچې څنګه باید وکارول شي او ورته وده ورکړل شي.

د دې لیکنې بله نورې موخې دادي چې زموږ خلک، په تیره ځوان کدرونه او اړونده چارواکي، پوهنتونونه، څیړنیز مرکزونه، مسلکي انجمنونه او نور اړوند نهادونه د پوهې د کارونو په اهمیت، ننګونو، او فرصتونو یو څه پوه شي، ورته نوره زیاته پاملرنه وکړي او سمه ګټه ورڅخه واخلي.

همدارنګه، هیله ده که ممکنه وي زموږ چارواکي د پوهې د مدیریت لپاره یوه پالیسي او اړونده کړنلاره رامنځته کړي او په عمل کې یې پیل کړي.

پوهه او سم کارول یې

د انساني پانګې ارزښت له مالي، فزیکي، او طبیعي پانګو ورځ تربلې زیاتیږي. دا بهیر فرصتونه او چلنجونه دواړه له ځان سره لري. هره ټولنه او ملت باید پوه شي چې که هغوی غواړي چې له پوهې، دانش (knowledge) څخه سمه ګټه واخلي دوی باید دهغو په اړینو لارو چارو، میکانیزمونو، او سیستمونو پوه شي، د هغو په مرسته خپلې ټولنې ته پرمختیا ورکړي ترڅو خپلواک پاته شي، له نورو ټولنو او ملتونو سره مسابقه وکړي او بقا ولري.

د پوهې تعریف

پوهه د چوکاټ شوو تجربو یو خوځنده مخلوط، د ارزښتونو، د شرایطو په هکله د مالوماتو،د کارپوهانو نظرونه، او په واقعیت ولاړاحساس دی چې د نوو تجربو او مالوماتو د ارزونې لپاره یو چاپیریال او چوکاټ رامنځته کوي. هغه د پوهانو په ماغزو کې خلق، او په کاراچول کیږي. په سازمانونو کې، هغه نه یوازې په اسنادو یا ساتنځایونو کې، بلکه همدارنګه د سازمانونو په پروسو، ورځنیو کارونو، او نورمونو کې اخښل کیږي.

  • پوهه په ځان کې حقیقتونه او باورونه، نظرونه اومفاهیم، قضاوتونه او هیلې، میتودونه او کارپیژندنه رانغاړي.
  • پوهه د نظریاتو، تجربو او لایحو یوه ټولګه ده او فکر کیږي چې سم او حقیقت دی او داچې فکرونه، عادتونه، او د خلکو اړیکې نیول رهبري کوي.
  • پوهه د داتا او دمالوماتو په هکله استدلال کول دي ترڅو په فعاله توګه د کړنو، دستونزو دحل،پریکړو کولو، زده کړې او ښوونې او روزنېته لاره اواره کړي.

د پوهې مدیریت

سیستماتیک او رسمي اړخونه

  • د پوهې مدیریت یو سیستماتیک، روښانه، او حساب شوې جوړونه، نوي کول او د پوهې په کار اچول دي ترڅوپه پوهه پورې اړینو نوښتونو ته او دهغو موثریت ته زیاتوالی ورکړي او د پوهې له شتمنیو څخه زیاته ګټه واخیستل شي.
  • د پوهې مدیریت تجربې، پوهه، او تخصص کره کوي، اوهغه بیا نوې توانمندۍ رامنځته کوي، غوره کړنو ته لاره اواروي،نوښت هڅوي اودودیزه ارزښتونو ته وده ورکوي.
  • د پوهې مدیریت د شته او اړینې پوهې پیژندل او ارزونه، او ورپسې د فعالیتونو پلان او کنترول کول دي چې د پوهې پانګې ته وده ورکړي ترڅو د سازمان موخې تر لاسه کړي.

د پوهې مدیریت د یوې پروسې په توګه

  • د پوهې مدیریت یوه پروسه ده چې د یوه سازمان له نا محسوسو پانګو څخه ارزښتونه ترلاسه کوي
  • د پوهې مدیریت داسې پروسه ده چې په هغو کې یو سازمان خپله ټولیزه پوهه خلق کړي، ویې ساتي او په کار یې واچوي.
  • د پوهې مدیریت د یوه سازمان د ټولیز تخصص که په داتابسونو، په کاغذونو، یا د خلکو په مغزونو او یا هر بل ځای کې وي رانیول او ویشل دي ترڅو د ترټولو سترې ګټې د ترلاسه کولو لپاره مرسته وکړي.

په سازماني اړخونو تمرکز

  • د پوهې مدیریت سمه پوهه، سمو خلکو ته په سم وخت کې رسول دي ترڅو هغوی ډېرې ښې پریکړې وکړي.
  • د پوهې مدیریت د سازمان له ناڅرګندو پانګو څخه د ارزښتونو د خلق کولو هنر دی.
  • د پوهې مدیریت د سازمان په داخل کې د پوهې روښانه کنترول او مدیریت دی او موخه یې د سازمان د اهدافو ترلاسه کول دي.
  • د پوهې مدیریت په دقیقه توګه د سازمان د هغې پوهې چې ستر ارزښت او په مسابقه کې له نورو د مخکیدو ګټه رسوي مدیریت دی.

پوهه او ورڅخه کار اخیستل هغه وخت غوره موثریت لري چې ورته د ټولو خواوو لکه، دولتي او نادولتي سازمانونو، پریکړه کوونکو، قانون جوړوونکو،شنونکو، لیکوالانو، ژورنالستانو، مسلکي انجمنونو، د خصوصي سکتور سازمانونو، او اشخاصو لاسرسی وي، په دې کې ورسه اړینه مرسته وشي، او ورته روښانه شي.

بیله دې پروسې او هڅو به د پوهې او علومو پایلې په هره ځای او هره ساحه کې زیاتې ګټورې نه وي. نن که ملتونه غواړي ژوندي، په ځان بسیا او خپلواک پاته شي نو پوهه یې د ټولو خلکو لپاره اړینه ده او دا اسانه کار نه دی.د پوهې یوازې خلق او رامنځته کول هم کافي نه دي. پوهه باید سمه مدیریت شي، ساتنه یې وشي، د ټولنې ټولې اړوندې خواوې ورته اسانه لاسرسی ولری، ورته ساده شي، غنامندي وروبخښله شي او د ضایع کیدو مخه یې ونیول شي. که کوم ملت دا کار وکړي نو به د بریاوو له نوو لارو خبرشي ځکه د پرمختګ زړې لارې اوس ډېرې موثرې نه دي.

که پوهې او علومو ته لاسرسۍ عام شي، د خاصو خلکو په انحصار کې پاته نشي نو ملت به له نورو سیالانو سره په کلتوري، سیاسي، تجارتي او اقتصادي راکړو ورکړو کې سیال پاته شي او خپله سیاسي او اقتصادي ازادي به وساتي.

نور بیا….

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *