Categories

اعلان

Loading…

د مالوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د وزارتونو ستراتیژیک اهداف

محمد میرویس یوسفزی –

په یوویشتمه پېړۍ کې ژوند په ټکنالوجۍ پورې تړلی، څومره چې یو هیواد پرمختللې ټکنالوجیکې اسانتیاوې ولري هغومره یې کارونه چټک، شفاف او له اسانتیاوو ډک وي، ځکه ویل کیږي چېپه یوویشتمه پېړۍ کې پرمختللی او متمدن ژوند د هغو ملتونو دی چې مالوماتي ټکنالوجي یې په لاس کې وي.

د افغانستان د مالوماتي ټیکنالوجۍ او مخابراتو وزارت په هیواد کې د دې برخې لومړنۍ مرجع او د خدماتو وړاندې کوونکې اداره ده، دا وزارت چې نورو افغان ادارو او د هیواد ټولو برخو ته د مالوماتي ټیکنالوجۍ د رسولو مسوولیت لري، د دې ټیکنالوجۍ په ښه رسولو سره په چارو کې ګړندیتوب،د اداري فساد په مخنیوي او ښې حکومتولۍ په پیاوړی کولو کې اغېزناک رول لرلی شي.

دغو هیلو ته در سېدلو لپاره پکار ده، چې په افغانستان کې د مالوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ په برخه کې په لوړه کچه او په نړیوالو معیارونو سمبال یوڅېړنیز مرکز یا (ICT/IT Research Center) جوړ شي.

څېړنیز مرکز(ICT/IT Research Center)

د دې لپاره چې د مالوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو وزارت نورو وزارتونو او ادارو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي، او همدارنګه نور وزارتونه او ادارې خپل ستراتیژیک پلانونه په ښه، مؤثره او موثمره توګه ترلاسه کړي نو یو تحقیقي مرکز ته چې په نړیوالو میعیارونو برابر او په لوړو او ورستیو ټکنالوجیکي وسایلو سمبال وي اړتیا شته.

۱ ـ دا مرکز به په پرمختللو او د و رځې په ټکنالوجیکو وسایلو سمبال وي چې کاري ډله یې خپل پلانونه او پروګرامونه سم پلي کړي.

۲ – دا مرکز باید د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ وزارت او یا هم د چارو ادارې په انګړکې وي، چې د انټرنیټي او فزیکي امنیت او برېښنا له اړخه مطمین ځایونه دي.

۳ ـ دا څېړنیز مرکز به یو مشر، دوه مرستیال مشران او د څېړونکو ډله ولري، چې د هرې ادارې ټیکنالوجیکې اړتیاوې او لومړیتوبونه ارځوي او د اوارولو لپاره به یې ګام پورته کوي.

۴- د څېړنو د ښه پرمخ بیولو او ښه منجمنت په موخه به په څېړنیز مرکز کې وزارتونه او ادارې په مختلفوکټګوریو وویشل شي.

۵- د وزارتونو او ادارو د اړتیا سره سم دې په هماغه مشخصه برخه کې د ICT/IT متخصیصین وګمارل شي. دا متخصیصین باید لوړې زده کړې ولري اولاندیني کارونه پر مخ بوځي:

د څېړونکو دندې او وړتیاوې:

  • هر څېړونکی باید په اړونده برخه کې د ماسټرۍ او یاهم دوکتورا زده کړې ولري. په اړوند برخه کې کاری تجربه هم ولري.
  • د اړوند وزارت د ستراتیژي سره سم په هماغه برخه کې خپل څېړنې پیل کړي. دا څېړنې باید په داسي ډول وي ترڅو اړوند وزارت څنګه کولای شي د ICT/IT پر مټ خپل ستراتیژیک اهداف په مؤثره او مثمره توګه تر لاسه کړي.
  • هر څېړونکی باید خپل کاري پلان او راپورد خپل مشر له لارې دICT/ITله ګډ کمیسیون سره -چې د مختلفو وزارتونوله مشرانوبه جوړ وي-شریکوي او د هغوی له نظریو سره سم به څېړنې پرمخ وړي.

د وزارتونوکټګورۍ:

که په کاري ساحه او خدماتو وړاندې کولو کې نږدې وزارتونه په یوه کټګورۍ کې راشي، دا به ګټور په دې وي چې د دوی شریکې ستونزې او نیمګړتیاوې په اسانه ځواب شي.

  • لوموړی کټګوري- هغه وزارتونه چې ډیری تجاري او اقتصادي چارې پرمخ وړي، لکه اقتصاد، تجارت او صنایع، مالیه، ترانسپورت او هوايي چلند.
  • دویمه کټګوري- هغه وزارتونه چې زراعتي او د کانونو په برخه کې کار کوي. مالدارۍ او کرنې وزارت، کانونو او صنایعو وزارت، اوبه او برېښنا وزارت.
  • دریمه کټګوري- هغه وزارتونه چې ټولنیزې او پراختیايي چارې پر مخ بیایي. کار او ټولنیزو چارو وزارت، د ښځو وزارت، حج او اوقافو وزارت، قبایلو چارو وزارت، د کډوالو چارو وزارت، د نشه یي توکو وزارت، روغتیا وزارت.
  • څلورمه کټګوري- د پرمختیایي چارو وزارتونه، لکه ښارجوړونې وزارت، فواید عامې وزارت، کلیو پراختیا وزارت، د بېړنیو چارو وزات.
  • څلورمه کټګوري- کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت،ملي امنیت ریاست.
  • شپږمه کتګوري- ملي شورا،عدلیې وزارت، ستره محکمه، قضا او څارنوالي.
  • اوومه کټګوري- د بهرنیو چارو وزارت، له نړیوالو او سیمه ییزو ادارو سره ارتباط.
  • اتمه کټګوري- د پوهنې، لوړو زدکړو او کلتور وزارتونه.

بودیجه:

د دې لپاره چې هر وزارت یا هم اداره خپل مسولیت او صلاحیت احساس کړي او خاصه پاملرنه د ICT/IT پرمختګ لپاره ولري، نو باید هر کال له خپلې انکشافي بودیجې څخه یوه اندازه د هغوی د تحقیقاتو برخې ته ځانګړې کړي.

دا بودیجه باید د مالي ګډ کمیسیون له لاري په مصرف ورسول شي او راپور يې مالیې او اړوندو وزارتونو او اداروته ورکول شي.

د دې طرحې په عملي کیدو سره به له یوې خوا په افغانستان کې مالوماتي او مخابراتي ټکنالوجي پرمختګ وکړي او له بلې خوا به د افغانستان ټول وزارتونه او ادارې د مالوماتي او مخابراتي ټکنالوژی پر مټ د نړیوالو معیارونو او تجربو سره سم خپل اهداف په مؤثره او مثمره توګه ترلاسه کړي.

36 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *