Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان او پاکستان مشرانو په پاریس کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې

تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف په پاریس کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وویل، هیواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو پر اساس صمیمانه او رښتنې اړیکې غواړي.

په پاریس کې د اقلیم د بدلون د نړیوال کنفرانس ترڅنګ نوازشریف او محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ /نوومبر ۳۰/ په دوه اړخیزو اړیکو او د سولې د اقتصادي همکاریو د زیاتېدو پر امکاناتو خبرې وکړې.

د پاکستان د راډیو د راپور له مخې، نوازشریف وویل هیواد یې له افغانستان سره د یوه برابر او خپلواک هیواد په توګه همکارۍ ته ژمن دی.

ښاغلي شریف وویل، په افغانستان کې سوله او ثبات کلیدي هدف دی او پاکستان دې ته ژمن دی چې له افغانستان سره اوږدمهال مشارکت رامنځته کړي.

ده همداراز باثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه وباله.

د راپورونو له مخې، د افغانستان ولسمشر مخکې پاکستان ته خبر ورکړی و چې نور له دغه هیواد سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې نه کوي ځکه چې پاکستان له یوې خوا د وسله والو طالبانو مشرانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او له بلې خوا افغانستان ته وسلې، پیسې او جنګي کسان لېږي او په عین وخت کې د سولې لپاره د منځګړتوب شعارونه ورکوي.

خو ولسمشر غني د پښتونخوا د مشرانو په غوښتنه په پاریس کې له نوازشریف سره د خبرو وړاندیز ومانه.

په همدې حال کې وال ستریت ژورنال ورځپاڼې له پاریس څخه په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان مشرانو د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیلېدو پر لارو چارو هم خبرې وکړې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستان او د سیمې د هیوادونو ترمنځ د اقتصادي ارتباطاتو د ټینګېدو لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه.

ده وویل:«موږ نیار یوو چې د دوو هیوادونو د ګټې لپاره د دغو ارتباطاتو د ښه کولو په خاطر کلک ګامونه واخلو.»

دواړو مشرانو په خپل منځ کې د اقتصادي او تجارتي همکاریو پر زیاتولو موافقه وکړه.

په پاریس کې درې اړخیزه غونډه

د افغانستان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره د دوه اړخیزو خبرو ترڅنګ د بریتانیا د صدراعظم ډیوید کامرون په ګډون درې اړخیزه غونډه هم وکړه.

2د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، د افغانستان، پاکستان او بریتانیا مشرانو په درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې د خبرو د بیا پیلېدو او د پخلاینې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د صدراعظم د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:«مشرانو موافقه وکړه چې له هغو کسانو سره به کار وکړي چې په دې پروسې کې د مشروع سیاسي لوبغاړو په توګه شاملېږي خو د هغو نورو کسانو، چې د سولې بهیر ته نه داخلېږي، خلاف به د افغانستان د حکومت ترڅنګ ودرېږي.»

په دې کتنه کې د پاکستان صدراعظم په خپله خاوره کې د یاغیانو خلاف د عملیاتو په اړه د افغانستان ولسمشر ته معلومات ورکړل او ژمنه یې ورکړه چې پاکستان به د ترهګرۍ پر ضد له ټول توانه کار وکاخلي.

355 total views, 1 views today

5 comments

  1. Maiwand Reply

    Pakistan can’t be our good neighboring . Cheater supporter of terrorist building camp of terrorist . Killing Pakhtuns leader simple Muslim in KPK . Run a business with Pakhtuns blood Baloch bloods to benefits Punjabi .

  2. masoum Jamali Reply

    ناكام سياست

    1. Mohammad Masoum Jamali Reply

      زه فكرنه كوم صلح راسي

  3. Hekmatyar Jabarkhail Reply

    زما په فکر کوم نوي څه پکې نه ښکاري هماغه تکراري خبرې دي(افغان غولونه)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2