افغان عمان ته په دوهمه سیالۍ کې هم ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې د عمان پر وړاندې دوهمه نړیواله شل اوریزه سیالۍ هم په خپلې بریا سره پای ته ورسوله
په متحده عربي اماراتو کې د عمان پر وړاندې د ۲ نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لړۍ دوهمه سیالي هم نن د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده.
د نننۍ لوبې پچه د عمان لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. افغان لوبډلې د سیالۍ په ټولو شلو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۰ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې شهزاد محمدي ۶۰ او شفیق الله شفق ۳۲ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.
عمان لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په وروستي اوور کې یې د اته لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۸ منډې جوړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته وبایلله. د افغان توپ اچونکو له یامین احمدزي ۳، روښان بارکزي ۲ او سید شیرزاد هم ۲ لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ټولو هیوادوالو ته د عمان پر وړاندې د ملي لوبډلې د دوهمې بریا مبارکي ووییله او زیاته یې کړه چې ملي لوبډله د غوره چمتووالي په بهیر کې ده او په نړیوال شل اوریز جام کې به اغیزمن ګډون ولري.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي هم ټولو هیوادوالو ته د ملي لوبډلې نننۍ بریا مبارکي ووییله. ستانکزي د لوبډلې غوره لوبې وستایلې او بریاوې یې نړیوال شل اوریز جام ته د غوره چمتووالي غوره بیلګې وبللې.
132 total views, 1 views today
2 comments
نام خدا دیر شکلی زیری
الله تعالی دی کامیابه لری همیشه سرلوری افغانستان دالله نه غوارم