Categories

اعلان

Loading…

د کندهار د یوې کورنۍ ۵ غړي د اروپا په لاره کې ډوب شول

تاند – پنځه تنه افغانان، چې د یوې کورنۍ غړي ول، اروپا ته د تګ په لاره کې په سین کې ډوب شول.

د کندهار ښار دا پنځه کسیزه کورنۍ یوه میاشت پخوا له خپل ښاره د اروپا په لور روانه شوې وه.

نوید، د هغه مېرمن او درې ماشومان تر ترکیې پوري په خورا سختیو رسېدلي ول خو کله چې دوی وغوښتل چې له ترکیې وړاندې لاړ شي، کوچنۍ بېړۍ یې په اوبو کې ډوبه شوه.

د نوید، د هغه د ماندینې او یوه ماشوم جنازې پرون /یکشنبه/ په کندهار کې خاورو ته وسپارل شوې خو دوه نور ماشومان یې بې درکه دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو او مهاجرو چارو د وزارتونو په وینا سږ کال نژدې یو نیم لک افغانان اروپا ته د تګ په نیت له افغانستانه وتلي دي.

د اروپايي اتحادیې د احصاییې اداره (ایروستت) وايي چې له سوریه والو وروسته دې اتحادیې ته سږ کال تر ټولو زیات پناه غوښتنونکي له افغانستانه ورغلي دي.

8 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *