Categories

اعلان

Loading…

په کابل کې د امریکا سفارت په ۴۸ ساعتونو کې د حملې د احتمال خبرداری ورکړ

تاند – په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت خبرداری ورکوي چې ښايي په ۴۸ ساعتونو کې په کابل کې تروریستي برید وشي.

د امریکا سفارت عموماً د لویو تروریستي بریدونو په اړه خپلو اتباعو ته د احتیاط کولو خبرداری ورکوي.

د امریکا سفارت نن /دوشنبه/ په یوه اعلامیه کې ویلي، باوري راپورونه یې ترلاسه کړي چې په ۴۸ ساعتونو کې په کابل ښار، کابل ولایت او یا هم احتمالاً د افغانستان په یوه بله برخه کې یوه حمله کېدونکې ده.

د امریکا سفارت له امریکايي اتباعو غوښتي چې په یاده موده کې له پوره احتیاطه کار واخلي.

د سفارت په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي:«د جدي خطر د اعلان شوي مودې په ترڅ کې، د امریکا سفارت له امریکايي اتباعو په کلکه غواړي چې که ښار ته وځي نو نهایت احتیاط وکړي. د پلان شوې حملې د هدف، وخت او شیوې په اړه نور معلومات هم ترلاسه شوي دي.»

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د افغانستان امنیتي وضعیت ډېر بې ثباته دی او په دې هیواد کې ټولو امریکايي وګړو ته جدي خطر متوجه دی.

سفارت په افغانستان کې له امریکايي وګړو همداراز غوښتي چې له دې هیواده ووځي او که څوک نه غواړي چې ووځي پر خپلو امنیتي تدابیرو دې له سره غور وکړي.

د امریکا سفارت په ځلونو د تروریستي حملو د احتمال په اړه خپلو اتباعو ته مخکې تر مخکې خبرداری ورکړی دی.

5 total views, 2 views today

6 comments

  1. نجیب الله علیزی Reply

    د افغانستان امنیت همدا دوی خراب کړی دوی دی خدای مردار کړي د یوه مخه چي ورک سي.

  2. اکاخيل حامد Reply

    عجيب حالت دی. په خکاره وايي چه دومره وخت کی دا کار کيژي. لژ يي د پيښی سيمه هم دقيق روشانه کوۍ چه خلک خو هلته نه زي.

  3. Dr.Popal Reply

    I guess they already paid for this attack so that is why they have issued a warning to their nationals, what a pity!

  4. sayedrahman.ziarmal Reply

    افغان امنیتی څواکونه خبر نلری دا څنګه کیدای شی ؟حتمی زیر کاسه نیم کاسه است او که خبر لری خپلو وطنوالو ته خبر نه ورکوی داهم لوی جفا او خیانت بولم.

  5. sayedrahman.ziarmal Reply

    افغان امنیتی څواکونه خبر نلری دا څنګه کیدایشی؟او که خبر لری هیواد وال نه خبروی دا لوی جفا او خیانت بولم

  6. sayedrahman.ziarmal Reply

    افغان امنیتی څواکونه خبر نلری دا څنګه کیدای شی ؟ او که خبر لری او هیواد وال نه خبروی دا لوی جفا او خیانت بولم.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *