Categories

اعلان

Loading…

د حرام کښت حلال عشر ! / روح ا لامین حسن

د اسلامي قانون له مخې عُشر ‌یا لسمه د ځمکني کرل شوي کښت د حاصل هغه لسمه برخه ده چې د ځمکې د مالک لخوا غریبو، مسکینو او اړمنو خلکو ته ورکول کیږي. لکه څرنګه چې په مال کې زکات ورکول کیږي، دارنګه د کښت په حاصل کې عُشر لازم دی. په مال کې زکات او د کښت په حاصل کې عُشر مالي عبادات دی او عبادت د ﷲ (جل جلاله) د رضا په موخه د روا او جایزو کارونو په سرته رسولو كې ترسره کیږي تر څو وړ خلکو سره مرسته وشي او شرط يې پوره شي.

خو له اوږدې مودې راهیسې د هیواد په مختلفو سیمو کې کوکنار او ورته نور د نشه یي موادو زيږنده كښت کیږي. داچې د ددې کښت عُشرجايز دی کنه، رڼا اچول پرې مهم دي.

د نشه یي توکو زیږنده کرکیله پرته له شرعي اړتیا هیڅ جواز نلري. ځکه چې”هر نشه کوونکی او هوښ له منځه وړونکې څیز حرام دی” او فقهي قاعده هم دا حکم کوي چې: «کُل مَا یُؤدی اِلی حَراَمٍ فَهُوَ حَرَام.» یانی ( هر هغه شی چې د حرام لپاره لار او زمینه برابروي هغه هم حرام وي). نو د نشه یي توکیو زیږنده کښت حرام دی ځکه چې نشه یي توکي ترې لاس ته راځي. اوس چې کښت یې حرام شو نو عُشر به یې حلال او جایز وي؟ د دې مثال خو دا دې چې له یو غل څخه د غلا په مال کې زکات واخیستل شي سره لدې چې ټولو ته په ډاګه وي چې شتمني له حرامو لارو تر لاسه شوې ده. نو له پورته قاعدې بله فرعي قاعده دا ترلاسه کیږي چې په حرامو کې د حلال ګنجایش نشته او له حرام څخه حلال تر لاسه کېدل امکان نلري.

په هیواد کې د نشه یی موادو د کښت تولید او قاچاق لنډ شالید ته که وګورو نو د طالبانو د اسلامي امارت څخه پیل کیږي، چې پکې د نشه یی توکیو په کرکېله، تولید او قاچاق قانوني بندیز وو. خو بیا هم افغانستان د نشه یي توکو نړیوال بازار وو. د کرزي د موقت حکومت له راتګ سره د نشه یی موادو په کرکېله، تولید او قاچاق بیا بندیز ولګېدو او د مخنیوي لپاره یې نړیوالو هڅې پیل کړی دا چې ریښې یې ډیرې ژورې وې، نو د موقت حکومته نیولې تر دې مهاله د دې نړیوال مارکیټ ختمول اسان کار نه دی. ځکه اوس هم د هیواد په ګڼو اطرافي او لرې پرتو سیمو کې بزګران ياد کښت كوي . خود چا لخوا هڅول کیږي؟  ولې مجبوریږي؟ اغېزې او پایلې یې څه دي؟  دا هغه سوالونه دي چې جوابونه به یې په دې لیکنه کې مطرح شي.

داچې تراوسه په هیواد کې بشپړ امن نشته او وخت ناوخت په مختلفو نومونو په مستقیم او غیر مستقیم ډول دښمن جنګیږي او په سیمه کې د خپلې اغېزې او ولکې هڅه کوي. د نورو بهرنیو تمویلي عواملو ترڅنګ یې په هیواد کې د نشه یی موادو قاچاق د تمویل یو داخلي عامل هم دی.د نشه یی توکیو سره د مبارزې وزارت د تیرو راپورونو په بنسټ  ( ۹۴) سلنه د تریاکو تولید د ګڼو ولایتونو لکه: هلمند، غزني، قندهار، کاپیسا، ننګرهار، مزار، وردګ او بدخشان اړونده یوڅلویښت نا امنه ولسواليو کې د حکومته بهر، په حكومت کې او د حكومت د مخالفی مافيا لخوا ترلاسه کیږي چې له همدی امله افغانستان (۸۰) سلنه د تریاکو تولیدوونکې هیواد ګڼل شوی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قانون د تنفیذ او مخدره موادو سره د نړیوالې مبارزې د ادارې (UNODC) د شوې سروې په بنسټ په افغانستان کې په نشه یی توکیو روږدي خلک تقریبا یو ملیون او شپږ لکو ته رسیږي او دا کچه لا په زیاتېدو ده. په یادو ولایتونو کې د نشه یی توکیو د تولید او قاچاق په موخه عموماً د ترهګرو دوه ډوله فعالیتونه شتون لري:

لومړی : دوی خپله په مستقیم ډول د نشه یي توکیو په کرکېله، تولید او قاچاق کې دخیل دي. د بېلګې په ډول په  ( ۱۳۹۱) کال کې هلمندی طالب قومندان ملا نعیم بړیڅ چې پاکستان او ایران ته د نشه یي توکیو ستر قاچاقبر وو د امریکایانو لخوا د نړیوال قاچاق په تور لیست کې شامل شو. همدارنګه د قندوز د پیښې په تړاو د حقیقت موندنې څېړنیز کمیسیون د راپور له مخې په پېښه کې د ترهګرو ترڅنګ د قاچاقبرو هم پوره لاس وو. ځکه د قاچاق لپاره ناامني یو اساسي فکټور دی نو قاچاقبر د ترهګرو په مټ سیمې ناامنه کوي او خپل کار پر مخ بیایي.

دوهم : قاچاقبر او مافیا د ترهګرو په مټ ځایی اوسیدونکي او بزګران تهدیدوي تر څو دوی د نشه یی توکیو زېږنده کښت وکړي چې ترهګر د خپلو ګټو پخاطر دا کار هم د دوه موخو لپاره ترسره کوي:
۱_ د عام او ارزانه کښت لکه غنمو په پرتله د قیمتي او لوړ کښت، د لوړ عُشر لاس ته راوړل. چې په نظامي تجهیز او اکمال کې يې مهم رول لوبوي.

۲_ د قاچاقبرو لپاره زمینه برابرول، مارکیټ یې پیاوړي کول او سیمې ناامنه کول ترڅو دوی خپل کاروبار په ښه ډول ترسره کړي. لکه د بدخشان ولایت چې د هیروینو د کارخانو او د هلمند ځینې ولسوالۍ چې د پوډرو، تریاکو او چرسو د تولید مرکزونه ګڼل کیږي.

د جګړې او سیمو ناامنه کولو سربېره د ترهګرو لخوا د ځایی هستوګنو او بزګرانو څخه د عُشر او مجاهدینو سره د مرستې په نوم په زیاته پیمانه حاصل یا په بدل کې یې مال اخیستل د نشه یي توکیو د کښت دوهم لامل دی. که څه هم ځایی اوسیدونکي او بزګران د نشه یی توکیو د کرکیلې لیواله ندي، خو سره لدې هم د قاچاقبرو او ترهګرو د خپلمنځي قوي اړیکو پر بنسټ دوی مجبوریږي او د ځمکه لرونکيو سیمییزو هټیوالو نه د طالبانو لخوا عُشر او يا يې په بدل کې نور توکي او مال اخيستل كيږي چې د ځینې راپورونو او ځایي هستوګنو په وېنا طالبانو سږکال د غزني ولایت د (ده یک) ولسوالۍ څخه یواځې دېرش میلیونه کلدارې د عُشر په نوم راټولې کړي،او په ټوله کې یې د عُشر کلنې عاید تقریبا اویا میلیارده کلدارې اټکل شوی دی.

د حېرانتیا خبره داده چې د شرعي نظام غوښتونکي او مبارزین ولې خپل تجهیز او تمویل له حرامو لارو تر لاسه کوي!؟. ولې د خپلو ګټو لپاره سیمې ناامنه کوي، وژنې کوي او ولس د هېواد دننه بې کوره کېدو او بهر ته مهاجرېدو ته اړباسي؟ ورته کړنې د هیواد او هیوادوالو د هراړخیزې تباهۍ لامل ګرځي، چې عاملین یې همدوی دي.

خو له بلې خوا د نشه يی توکیو سره د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو د نشه یي توکیو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې په تخنیکي مرسته د (۲۰۱۵)کال د تازه سروې د راپورونو پر بنسټ د هیواد (۴۰٪) ځمکه د کوکنارو او ورته کښتونو څخه پاکه شوی. همدارنګه د یاد وزارت وزیره سلامت عظیمي وایي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په ټوله کې د نشه یي توکیو په کرکېله کې ( ۱۹٪) او په تولید کې یې (۴۸٪) کموالی راغلی دی. په (۲۰۱۴)کال کې د هیواد په مختلفو سیموکې په ( دوه سوه څلوېښت زره) هکتاره ځمکه کې د نشه یي توکیو زېږنده کښت کېدو. خو په روان کال کې دا کچه (یو سلو درې اتیا زره) هکتاره ته راټیټه شوی ده. چې د (۲۰۱۰) کال څخه وروسته دا لومړی ځل دې چې  په ټوله کې په دومره لوړه کچه کموالی رامنځ ته شوی دی.

اوس څه لامل شو چې پدې ستونزمنه برخه کې دومره په هراړخیز ډول ټيټوالی راغلی!؟ عمده لاملونه یې دادي چې مخکې د افغان ځواکونو سره نړیوال ځواکونه مل وو، تر ډېره یې عملیات سره یوځای او مستقل نه وو. خو اوس امنیتي او دفاعي چارې په مطلق ډول افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي او د بهرنیو محدودیتونو خلاص شوي دي نو د امنیتي او دفاعي افغان ځواکونه هغه سیمو ته رسېدل چې مخکې په مطلق ډول د طالبانو په ولکې کې وو، تر ديره د نړیوالی مافیا لاس هم لنډ کړی دی.

ولس هم د طالبانو له دا ډول جبري او ترهګریزو کړنو سخت تنګ شو او د ترهګرو په ضد یې ولسي تړونونه او پاڅونونه پېل کړل چې د بیلګی په ډول یې د غزني د اندړو او ننګرهار د شینوارو پاڅونونه او قومي تړی د یادولو دي. د نشه یي توکیو د هراړخیز کمښت په سیمه کې د ترهګرو د کمزورتیا او په وړاندی یې په مقابلی دلالت کوي.

د نشه یي توکیو تولید او قاچاق د جنګ او ترهګرو سره تړاو لري، ترهګر یې تولید او قاچاق پیاوړی کوي، او د دې په واسطه تر یوه کچه بېرته ترهګر تجهیز او تمویلیږي. بلاخره ترهګر جنګ کوي او سیمه ناامنه کوي، نوی نسل مو په نشو روږدی کیږي دټولنیز پرمختګ او هیواد ابادونې څخه بې برخې کیږي او په هر ډګر کې وروسته پاتی کیږي. نو د دې بدې پدیدې مخنیوی چې اساس یې ترهګري ده په لویه کچه د حکومت او په وړه کچه د هر ریښتیني افغان شرعي او ملي وجیبه ده د مخنیوي لپاره یې خپلمنځي یووالی او د حکومت سره لاس یو کول خورا اړین دی.

194 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸