Categories

اعلان

Loading…

څنګه کولای شو ځان ته انګېزه ورکړو؟/ ژباړن: حمیدالله حمیدي

لیکواله: ‌ډاکټر اناهیتا
ډېری کسان په دې تمه وي، چې یو څوک پیدا شي او انګېزه ورته ورکړي.
بد خبر!
هېڅ کله به هم تاسو ته څوک انګېزه در نه کړي! دغه ژوند ستاسو لپاره دی او بې له تاسو هېڅوک هم ستاسو مسولیت پر غاړه نه لري. هېڅوک به هم پیدا نه شي چې ستاسو د ژوند او عمرد بې ځایه تېرېدو په اړه زړه وسوځوي. بې له تاسو به هېڅوک پیدا نه شي، چې تاسو ته دې انګېزه درکړي او په دې ډول وتوانېږئ خوشاله ژوند وکړي او خپلو هیلو ته ورسېږئ. ډېری خلک د دې لپاره، چې خپل کارونه پر مخ بوزي نورو خلکو ته اړتیا لري او یوازې دوه سلنه خلک دي، چې د ځان لپاره هدف ټاکي، ځان ته انګېزه ورکوي او خپل کار پر مخ بیایي. دغه قوي کسان نه یوازې دا، چې د خپلو هیلو د کښتۍ چلولو کلۍ په خپل لاس کې لري او هغه په ډېره هوښیارئ سره پر مخ بیایي، بلکې د نورو ډیر خلکو لپاره یوه الګو ( مخ بېلګه) ګرزي، دوی هم له ځان سره د بریا پر لوري بیایي هیله لرم له تاسو څخه هر یو له دغه قوي ګروه سره پوره او پیاړې اړیکې ولرئ. ډاډه یم، اوس له ځانه پوښتنه کوئ، چې ((څنګه خپل ځان ته انګېزه ورکړم او د پیاوړو خلکو په ډله ورګډ شم؟.))

په لومړي سر که هر لاسته راوړنه (فکر) دی.
کله، چې ډیر د یو څه په اړه فکر وکړئ نو هغه ده، چې په اړ یې بیا ((احساس)) پیدا کوئ او کله، چې د ډېر وخت لپاره په زړه کې احساس وساتئ نو هغه ده، چې بیا په ((اقدام )) لاس پورې کوئ او کله، چې اقدام وکړئ معلومه خبره ده، چې په پایله کې به لاسته راوړنه ولرئ. فکر===‹ احساس===‹ اقدام ===‹ پایله.
تر دې ځایه تاسو خپلې موخې ټاکلې دي او د رسېدلو لپاره مو ورته لارې چارې هم پیدا کړې دي. دا، چې څه ډول په خپل وجود کې ورته پوره انګېزه پیدا کړې؟
لومړی باید ځان پر دې ښه ډاډه کړئ، چې موخې مو سمې ټاکلې دي.
درسته موخه څه شی ده؟
درسته او سمه موخه هغه ده، چې وکولای شئ خپله خوښي لاسته رواړئ.
درسته او سمه موخه هغه موخه ده، چې د ژوند څرخ مو په حرکت راولي.
درسته او سمه موخه هغه موخه ده، چې په هغې کې د یوې سالمې موخې ټولې ځانګړنې نغښتې وي. کله مو، چې موخه سمه وټاکله، او هغه مو سمه تنظیم کړه، درسېدلو لپاره باید ورته سمه تګ لاره ولیکئ.

لاندې ټکي باید پکې په پام کې ونیسئ:
موخې ته مو ژمن اوسئ، نه هغه لارې ته چې موخې ته پرې رسېږئ خو دا خبره په څه مانا ده؟
رود خانه مشخصه موخه لري: سیند ته رسېدل.
رود خانه د دې لپاره، چې سیند ته ورسېږي په لاره کې له ډیرو کږو وږو لارو تېرېږي، خو هېڅلکه هم خپله موخه، چې هغه سیند ته رسېدل دي نه پرېږدي.
که رود خانه پرېکړه وکړي، چې له یوې ځانګړې لارې ځان رود خانې ته ورسوي نو هېڅکله به هم خپلې موختې په رسېدو برېالۍ نه شي، رود خانه په لاره کې هر ځل له خنډونو سره مخ کیږي، خو له هر خنډ سره د مخ کېدو په صورت کې خپل مسیر ته بدلون ورکوي، رود خانه تل خپلې موخې ته د رسېدو لپاره په حرکت کې وي، حرکت یې انعطاف منونکی وي. تاسو باید د موخې مینان اوسئ نه دې مسیر!. هغه کړنلاره، چې موخې ته د رسېدو لپاره مو تنظیم کړې ده کېدای شي، د وخت د په تېرېدو سره بدلون ته اړتیا پیدا کړي، همدا لامل دی، چې باید انعطاف منونکی اوسئ. موخې ته مو بدلون مه ورکوئ، بلکې موخې ته د رسېدو لپاره یې پر لاره فکر وکړئ.
اوس د دې لپاره، چې ((انګېزه)) او ((احساس)) پیدا کړئ فکر مو په پوره ډول په ذهن کې وساتئ او ولرئ. د دې کار د کولو لپاره څو لارې وجود لري.
د هغه څه، چې هیله لرئ هره ورځ یې ښکلي انځورونه وګورئ.
د خپلو هيلو په اړه مو هره ورځ خیال بافي وکړئ.
د خپلو هیلو په اړه مو هره ورځ کیسې ولیکئ.
هره ورځ مو ذهن په ښکلو هیلو ښایسته کړئ.
له خپله خیال پلوه خوند واخلئ؛ فکر وکړئ، چې همدا اوس هغه څه، چې غواړئ لاسته یې راوړئ لری یې او د هغو له شتون څخه خوند اخلئ
د ژوند له هره آزاده وخته مو د خپلې راتلونکې څخه ګټه واخلئ.
خپل وخت مو په منفي خبرو، د منفي انځورونو په کتلو، او د منفي فلمونو په لیدلو مه تېروئ. خپل وخت مو په کینه، حسادت، مه ضایع کوئ، بلکې د ژوند هره لحظه مو په شکر کولو او د نورو د خوښ ساتلو لپاره و کاروئ. د انګېزې د ساتلو لپاره مو هڅه وکړئ، چې د موخې انځور مو تل په سترګو کې و ځلېږي او په اړه یې لیکل وکړئ. فکر وکړئ، چې موخې ته د رسېد په وخت کې څه ډول احساس لرئ؟ ولیکئ، ولیکئ او څمره، چې ولیکئ همره مو له خپلې موخې سره مینه پیدا کېږي. هر سهار ولیکئ، هره شپه ولیکئ، کله چې وزګار وئ د خپلو هیله په اړه مو ولیکئ، د دې پر ځای، چې کینه وکړئ د بېچاره ګۍ او یوازېتوب احساس وکړئ، دا ولیکئ، چې غواړئ چېرته ورسېږئ، څه وکړئ او په څه ډول یوه کس بدل شئ.
داسې انځورنه پیدا کړئ، چې موخې ته رسېدل پکې په ګوته شوي وي. که غواړئ کور واخلئ نو د خپلې خوښې د کور انځورمو پیدا کړئ او مخې ته یې کېږدئ، که غواړئ، چې واده وکړئ تل د ښایسته زوم او ناوې انځورونه په ذهن کې جوړوئ. که غواړئ چېرته سفر وکړئ د نړئ د ښکلو ځایونو او منظرو عکسونه وګورئ او که غواړئ، چې ښکلې څېره ولرئ، نو خپلې څېرې ته ورته ښکلی عکس پیدا کړئ او د ورځې په اوږدو کې ورته ګورئ ( کولای شئ د یوه ښکلی عکس د جوړولو لپاره د پوتو شاپ له پروګرام څخه کار واخلئ.)
خپله موخه مو یوازې د څو مثبتو او هم فکره خلکو سره شریکه کړئ له نورو خلکو سره یې په اړه ډېر خبرې مه کوئ. هېڅکله له منفي بابه او حسودو خلکو سره د خپلو موخو په اړه خبرې مه کوئ. له مثبت فکره خلکو سره د خپلې موخې په اړه خبرې کول په دې مانا، چې انرژي اخلئ او له منفي بابه کسانو سره خبرې کول بیا په دې مانا دي، چې تاسو خپله انرژي له لاسه ورکوئ نو، چې داسې ده خپل وخت مو بې ځایه مه تېروئ او خپله انرژي مو له لاسه مه ورکوئ. که موږ خپل وخت ته په خپله ارزښت ورنه کړو نور خلک به څه ډول زموږ وخت ته ارزښت ورکړي؟. په دې ډول کړنو سره کولای شو، چې د ((جذب)) قانون په خپل طرف فعال کړو. د راز په اړه ټول جوړ شوي فلمونه په دې برخه کې در سره مرسته کولای شي.
یوازې ۲ سلنه خلک کولای شي، چې خپل ځان ته انګېزه ورکړي او بې له دې چې د بل چا تر نظر لاندې کار وکړي خپلې موخې ته ورسیږي. ښه لاره داده، چې بیا هم یو ځل خپلې موخې له مثبتو او هم فکره کسانو سره شریکې کړئ، په دې ډول سره کولای شئ، خپلې موخې ته د رسېدو لپاره نور هم وهڅېږئ.
له تاسو هیله کوم، چې د دې لیکنې له لوستو وروسته د خپلو هم فکر او مثبتو ملګرو یو ټولی جوړ کړی د یوې او یا هم د شپږو میاشتو په اوږدو کې سره کېنئ. د خپلو موخو په اړه خبرې وکړئ او یو له بل سره موخو ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړئ.

413 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸