Categories

اعلان

Loading…

بنګړي/ ليکوال: عزیزالدين يوسفزی

بس د شنې درې په منځ کې روان و،شاوخوا د غټو ونو څوکې پر پاخه سرک راکاتې شوې وې،کله کله به پورته په غره کې سپین زړوبي تر سترګو شول، په بس کې د ناستې سورلۍ نه به د يوه غاړه کږه ور پاتې شوه، د يو دوو سترګې به پټې وې، خو کله چې به بس په کوم موړ کې تاو شو؛نو دوی به يوې خوا ته کاږه شول، ژر به يې سترګې پرانيستې،له بس نه بېرون به ورته شنې ونې او لوړ غرونه ښکاره شول،خو ډېر ژر به يې سترګې بېرته پټې شوې…

چپه چوپتيا وه، يوازې د بس غږ بېرته اورېدل کېده،د ناستو کسانو سرونه زنګېدل،سترګې يې پټې وې،خو په وروستۍ چوکۍ کې يوه ځوان لا هم د درې ننداره کوله،ږيره او بريت يې خرېيلي وو،لنډ وېښتان يې درلودل،په غېږ کې ايښې تورې پلاستيکي کڅوړې باندې يې لاس تېر کړ،موسک شو،بېرته يې له ښيښې دباندې وکتل،خو د چا په غږ يې ټکان وخوړ،مخ يې راواړو،تر څنګ ناست ډنګر سړي ورته وويل:
ـــ ځوانه! ډېر خوشاله ښکارې.
ځوان موسکی شو،ځواب يې ورکړ:
ـــ شپږ مياشتې له کوره لرې وم،د کورنۍ ليدو ته مې ډېره بيړه ده.
ډنګر سړي بيا وويل:
ـــ دا دومره اوږده مساپري دې نو چېرته تېره کړه؟
ځوان دا ځل ټکنی شو،شونډې يې وخوځېدې:
ـــ ملي اردو کې يم.
ځوان غلی شو،ډنګر سړي يې په اوږه لاس کېښود،ويې ويل:
پوهېږم چې ولې ټکنی شوې،په دې لاره بعضې وخت وسله وال دريږي؛خو مه ورخطا کېږه،نه دې شي پېژندلی.
ـــ نه نه،ولې ورخطا شم،د وطن خدمت کې له هېچا نه وېرېږم.
په دې کې بس د سرک غاړې ته ودرېد،ټولو خپل سرونه هسک کړل،ځوان غلی شو،کلينر د بس په دهلېز کې ودرېد،ويې ويل:
ـــ د موټر ماشين ګرم شوی،موږ به لږې اوبه ورکړو،که څوک ښکته کيږئ،نو زړه ام.
ناست خلک په خپلو کې وبنګېدل،ډرېور ښکته شو،ډنګر سړي وویل:
ـــ راځه ځوانه چې زه و ته ام ښکته شوو!
ځوان په غېږ کې ايښې توره پلاستيکي کڅوړه په لاس کې ونيوله،دواړه له بس نه ښکته شول.
بس د شنې درې په منځ کې ولاړ و،دوه درې کسان پکې ښکارېدل؛خو نور کسان ځای ځای د سرک تر غاړې يخ سيوري ته ناست ول، ډنګر سړي به يو دم د لويو غرونو خوا ته وکتل،خو بېرته به يې په کيڼ لاس تړل شوي ساعت ته سترګې ونيولې،ځوان ور وړاندې شو،شونډې يې وخوځېدې:
ـــ دا واده هم د ژوند ستره خوشالي وي،کنه؟
ډنګر سړي ځواب ورکړ:
ـــ هو ولا،څنګه؟ واده دې کړی او که نژدې دی؟
ځوان موسک شو،توره پلاستيکي کڅوړه يې په دواړو لاسونو ټينګه کړه،ویې ويل:
ـــ هو لخيره،يوه اونۍ وروسته مې واده دی.
په دې کې کلينر غږ کړ:
ـــ هله ورونو! موټر ته پورته شئ،چې حرکت کوو.
شېبه وروسته بس له خلکو ډک و او د شنې درې په موړونو تاوېده…ځوان له ښيښې دباندې کتل،لاندې بغل ته د سيند څپو ټوپونه وهل، کله کله به ترې يخه هوا بس ته راننوته،تر څنګ ډنګر سړي ته يې وکتل،سترګې يې پټې وې،بېرته يې توره پلاستيکي کڅوړه په لاسونو کې ټينګه کړه،شاته پر چوکۍ يې سر ولګاوه،سترګې يې ورو پټې شوې…
دا ځل د ځوان مخ ته نرۍ دنګه جلۍ ولاړه وه،لاندې ځمکې ته يې کتل؛خو په سرو بخنو اننګو يې مړې اوښکې روانې وې،ځوان ورته وويل:
ـــ ګوره ګرانې! دا مې اخري تګ دی، چې بېرته راغلم؛نو واده به مو تیار وي.
خو جلۍ لا هماغسې ځمکې ته کتل،ځوان لږ ور وړاندې شو،بيا يې وويل:
ـــ زه روان يم! همداسې په اوښکو به مې رخصتوې؟
جلۍ ژر په اننګو ګوتې کش کړې،پورته يې وکتل،نرۍ شونډې يې وخوځېدې:
ـــ نه نه، نه ژاړم،بس هسې مې زړه لږ نری شو.
ـــ ښه نو ووايه! څه درته راوړم؟
جلۍ نرۍ موسکا وکړه،دواړه لاسونه يې پورته کړل،لستوڼي يې وښويېدل،سپين ليچي يې ترې ښکاره شول،خوله يې خبرې ته جوړه کړه،خو ځوان يودم ټکان وخوړ،د سترګو پرانيستو سره یې په مخکنۍ چوکۍ لاسونه ولګول،بس ودرېد،سورلۍ شور جوړ کړ،ټول وارخطا ښکارېدل،ځوان سر هسک کړ،د موټر مخ ته وسله وال کسان ولاړ ول،مخونه يې په څادرونو تاو وو،يوازې دوه سترګې يې ښکارېدې،ځوان خپل بغل ته وکتل،حيران شو،چوکۍ خالي وه،بېرته يې مخامخ سرک ته مخ واړو،پښې يې مړې شوې،ډنګر سړي يوه وسله وال ته غاړه ورکړه،بيا يې بېرته بس ته د ځوان پر لوري ګوته مخامخ کړه،سمدستي دوه وسله وال بس ته راپورته شول،يوه وويل:
ـــ مه ورخطا کېږئ! زموږ يوازې يو کس پکار دی.
دواړه ځوان ته نږدې شول،يوه د ټوپک خوله ورته ونيوله،بل يې مټې ته لاس وړاندې کړ،ځوان یې لاس ته ټکان ورکړ،پورته شو،بل يودم ورته د ټوپک مرمۍ تېره کړه،سورلۍ چيغې کړې،ځوان ټولو ته وکتل،وارخطا ښکارېدل،يوه وسله وال د ټوپک خوله ورته بيا ونيوله،غږ يې کړ:
ـــ راځه نو! له موټره ښکته شه.
ځوان ته دوه کسانو د ټوپکونو خولې ورسيخې کړې وې،له موټره يې ښکته کړ،د سرک بغل ته يې ودراوه،ډنګر سړي په ډرېور غږ کړ:
ـــ ځه حرکت وکه!
ډرېور ځوان ته وکتل،خو بل وسله وال ورته ټوپک ونيو،چيغه يې کړه:
ـــ ځه ورک شه،موټر ته حرکت ورکه!
بس حرکت وکړ،له سترګو پنا شو،ځوان د سرک پر غاړه ولاړ و،شا ته يې د سيند لوړو څپو شور کاوه،توره پلاستيکي کڅوړه يې ټينګه نيولې وه،وسله والو ورته خپل ټوپکونه سيخ کړي وو،له شاوخوا د مرغانو ښکلي اوازونه راتلل،خو کله کله به د سيند د څپو شور پرې زورور شو…
د يوه ټوپک بغل ته ځوړند و،ډنګر سړی ور وړاندې شو،ویې ويل:
ـــ شپږ مياشتې يې تېرې کړي،اسناد ورسره نشته،خالي راغلی،دې لپاره چې موږ يې ونه پېژنو.
ټولو وخندل،ډنګر سړي بيا زياته کړه:
ـــ قومندان صيب! بله اونۍ يې واده دی،ډېر خوشاله ښکارېده.
قومندان په خندا وويل:
ـــ ښه!اا…نو بيا به يې لږ خيال وساتو،اغه داسې چې مخامخ به پرې ډز نه کوو،خير…شا دې واړوي.
يوه وسله وال ژر بغل ته لاس کړ،کامره يې مخامخ ځوان ته ونيوله،د کامرې پر سکرين کې ځوان لا هماغسې توره پلاستيکي کڅوړه په لاسونو کې ټينګه نيولې وه،له غوسې يې ټول بدن لرزېده،سترګې يې له سرو رګونو ډکې ښکارېدې…
ډنګر سړي پرې غږ کړ:
ـــ ځوانه! وادې نه ورېدل، هله نو، مخ دې اخوا واړوه.
خو ځوان حرکت ونه کړ،قومندان لاس وخوځاوه،يودم له هرې خوا د مرميو باران شو،د ځوان له ټټره وینو دارې وکړې،له لاسونو یې توره پلاستيکي کڅوړه ولوېده،خپله شا ته د سيند څپو ته ګوذار شو،شنه دره د ډزو اوازونو او تورو لوګيو په سر واخيسته،چوپه چوپتيا شوه،ډنګر سړی تورې پلاستيکي کڅوړې ته نږدې شو،په پښه يې ووهله،څيرې شوه،موسکی شو او په کامره مين يې غږ کړ:
ـــ والکه! دلته راشه،دا هم ريکارډ که.
شېبه وروسته د کامرې پر سکرين توره پلاستيکي کڅوړه ښکاره شوه،چې له بغله يې د شنو او سرو بنګړيو ماتې ټوټې راوتې وې…
پای
۱۳۹۴/۹/۲

27 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *