Categories

اعلان

Loading…

نا امنيو هلمند کې لس زره ماشومان له واکسين بې برخې کړل

خبریال: بشیرالحق عادل –  په هلمند ولايت کې د کوتلوي معافيت مسؤلان وايي چې لس زره ماشومان د وروستيو نا امنيو له امله له واکسين څخه پاتې شوي چې ښايي په راتلونکو کمپاينونو کې واکسين شي.

پرهمدې وخت روغتيايي مسؤلان وايي چې لاهم په دې ولايت کې د ماشومانو د ګوزڼ (پوليو) ويروس شته که يې په وړاندې سمه مبارزه ونه شي ښايي په راتلونکي کې دا ويروس نور هم ډېر شي.

په هلمند کې  د کوتلوي معافيت آمر ډاکتر عبدالاحد حازم وايي چې په تېره مياشت کې یې په دې ولایت کې څه د پاسه  ۷۸۲ زره ماشومان واکسين کړي، خو باید دوی  ۷۹۲ زره ماشومان واکسين کړي وای.

د ده په وینا د وروستيو جګړو له امله په ځينو سيمو کې په بشپړه توګه ماشومان نه دي واکسين شوي.

پرهمدې وخت په هلمند کې د نړيوال روغتيايي سازمان مسؤل ډاکتر تحصیل خان وايي د روان کال له پيله تر اوسه پورې دوی ته  په دې ولایت کې د پوليو لسګونه مشکوک  واقعات رسيدلي چې د معايناتو د معلومولو لپاره یي اوس بهرنیو هیوادونو ته لیږلې دي.

نوموړی زياتوي چې اوس یي په یاده برخه کې هڅې ګړندۍ کړي دي، چې نه يوازې به په دې ولایت کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخه کړي بلکې ټولو ماشومانو ته به هم واکسين ورسوي.

په ورته وخت کې بیا د هلمند د عامې روغتيا رئيس ډاکتر عنایت الله غفاري هم وايي چې معايناتو ښودلې چې لا هم په دې ولايت کې دا ويروس له منځه نه دی تللی، خو دی وایې  چې د خلکو په همکارۍ سره اوس تر یو حده  توانیدلي چې د مثبتو پېښو ګراف تقريبا صفر نقطې ته  راکښته کړي.

غفاري وویل که چیرې د پوليو پر وړاندې په مبارزه کې خلک پوره همکاري ونه کړي او يا هم په دې برخه کې هغه  مسؤل کسان پخپل وخت  د پولیو د ناروغۍ پر وړاندې زیاته پاملرنه ونه کړي  ښايي په راتلونکي کې هم دا ناروغي په هلمند کې په کم عمره ماشومانو کې زیاته شي.

53 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *