Categories

اعلان

Loading…

ننګرهاریانو ته یو بل زیری

نوراغانوراني جلال اباد

په همیشه بهار سبسټیشن کې د۲۰ میګاواټه په ظرفیت بل ترانسفرمر د نصب اومونتاژ چارې عملا پیل شوې.

د یاد ترانسفرمر په فعالیدوسره به په ننګرهار کې ۲۰ زره نورې کورنۍ هم د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.

تردې دمخه مو په همیشه بهار سبسټیشن کې دوه ترانسفرمرونه نصب کړي وو، چې لومړی ترانسفرمر ۱۶ او دوهم یې ۲۰ میګاواټه ظرفیت لری دادی له ښه مرغه دریم ترانسفرمر چې داهم د ۲۰میګاواټه ظرفیت لري دنصب چارې یې نن عملا پیل شوې، چې ورسره به له نغلو څخه ننګرهار ولایت ته دبرېښنا ټول ظرفیت ۵۶ میګاواټو ته ورسیږی.

د ننګرهار برېښنا ریاست خپلو هیوادوالو ته د واقعي مخلصانه او مسولانه خدمت ژمنه ورکوي، مونږ ته ټول ښاریان د قدر وړ دي او ټولو ته په یوه سترګه ګورو او ټولو ته به انشاالله دخدای ج په فضل اوستاسو په همکارۍ برېښنا ور رسوو

خو ستاسو همکاري او حوصله اړینه ده ځکه دبریښنا ریاست دخپل پلان او ورکړې بودجې له مخې خپل کارونه مخ ته بیایې.

23 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *