Categories

اعلان

Loading…

پریونلیک باندي یوه زیاتونه اوسمونه

 محمدمعصوم هوتک –

ماته مي مېرمن په دې وروستیو وختو کي وایي چي” سړیه! په جدي لیکنو کي احتیاط کوه. خبري کله کله درڅخه خطاکېږي”. رشتیاهم سپین ږیرتوب دغه راز کانې په چاکوي. یو وخت په کابل کي زما محترم استاد علامه رشاد مرحوم د خبرو په ترڅ کي د پښتو ژبي د یوه بل عالیقدر استاد د لیکنو په اړه راته وفرمایل چي د دغه عالیقدر استاد هغه لیکني چي په دې شپو ورځوکي ئې خپروي، یولړ کمزورۍ لري او علت ئې د سِن زیاتوالی دئ او دا لیکني ئې پخواني علمي مقام ته تاوان پېښوي. علامه مرحوم ماته وظیفه راکړه چي دغه پیغام ئې د نوموړي عالیقدراستاد زوم ته ورورسوم. ما دا کاروکړ. اوس هغوی ټول مړه دي خدای دې وبخښي او زموږ ورپسي لارده.

ماپخپل وروستي یونلیک (د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده تر مزاره)کي ورځنۍ پېښي له هغویاداښتوڅخه بیان کړي دي چي دسفر په اوږدوکي مي اخیستي ول. دځینو پېښو یاداښت چي به مي اخیستی نه وو، هغه مي له یاده کیښ. په دې کي دسپټمبر د څورلسمي نېټې هغه لیدنه کتنه وه چي دسیمینارپه یوه وقفه کي مي داستوگني پخپل اطاق کي له ښاغلي انجنیرعبدالبصیرقایم اودهغه له ملگرو(انجنیرعبدالله پوپل او محمدالله احساس)سره کړې وه. ددغي لیدني کتني یاداښت مي پر جلاکاغذاخیستی وو.په دې لیدنه کتنه کي مي دانجنیر عبدالبصیرقایم دکورنۍ ځیني مهم کاغذونه په سرسري توگه وکتل. د یونلیک دلیکلوپروخت حافظې ناځواني وکړه اودغه بیان ئې ټول د مغزپه یوه تیاره کونج کي راڅخه نیهام کړ.

انجنیرعبدالبصیرقایم دحاجي محمدکریم خان زوی اودغازي قایم خان کاکړلمسی دئ چي پلرنۍ مېنه ئې دزابل ولایت دسیوري اولسوالۍ دبادوکلی دئ. بادو د مموکلي څنگ ته پروت دئ.د انجنیر صاحب نیمه کورنۍ هلته په (بادو) کي اوسي اونیمه ئې په کوټه کي میشته ده. انجنیرعبدالبصیرقایم په دغه لیدنه کتنه کي هغه اعزازي لیکونه راښکاره کړل چي دغازي امان الله خان له خوادده نیکه قایم خان کاکړ ته استول سوي ول. دغه اسنادداماني عصر دتاریخ لیکني پر وخت له مؤرخ سره ډېره مرسته کولای سي، نوله همدې اسیته مي انجنیر عبدالبصیرقایم ته سپارښتنه وکړه چي داټول کاغذونه سره تنظیم او کارپروکړي.

انجنیرعبدالبصیرقایم په دغه کتنه کي دمموکلي، دممونیکه دزیارت او هدیرې په باب اوږدې خبري راسره وکړې اوهغه عکس ئې هم را ښکاره کړ چي دممونیکه له قبرسره ئې اخیستی وو. داعکس ماته ښاغلي پښتون زوی پخوارالېږلی وو.

زماپرحافظه دي ټکه ولوېږي،ددغه عکس رابطه ئې دمغزله هغي دوسیې سره تړلې وه چي له ښاغلي ځانواک مفتي زاده سره ئې په همدغه سریناهوټل کي زمادلیدني کتني جریان اوخبري اتري پکښې خوندي سوي وې. ځکه مي نوپه یونلیک کي دعکس د راوي ( انجنیر عبدالبصیرقایم) پرځای دښاغلي ځانواک مفتي زاده نوم وراچولی وو!؟ دې تېروتني یولړغلط فهمۍ پیښي کړې چي زه په خواشینی سوم.اوس چي داخبري دښاغلي قایم په مرسته بیرته زماپه حافظه کي سره سمي اوتنظیم سوې، نوبه له هغوټولوښاغلوڅخه دبخښني غوښتلو پرڅنگ داژمنه وکړم چي په کتابي شکل دیونلیک دچاپ پر وخت به داټول جریان هم پخپل ځای کي ورشامل کړم (انشاء الله تعالی).

159 total views, 1 views today

3 comments

  1. Afghan Shaheen Reply

    دروند او ښاغلی هوتک صاحب د ژوندی وی چی دومره کوچنیو موضوعګانو ته یی هم فکر دی الله ج د تاسو ته اوږد ژوند له روغتیا او سلامتی سره درکړی چی مونږ نور هم ستاسو له لیکنو نه خوند واخلو.

  2. سردارولي پښتون زوی Reply

    مه خوارېږي مشره.
    دا خبره په دوني زحمت نه ارزېده او نه هم موږ بد ګڼېيلې ده، خو چي تا په دوني غټه سترګه راته کتلي، زر واره دي کور ودان .
    زوی مو
    پښتون زوی

  3. Asadullah Reply

    Khuday pak di noor ham pa ilam ki barakat wa cha wa
    Smart people are those who alwayes accept their mistake

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2