Categories

اعلان

Loading…

د لومړي ځل لپاره سعودي ښځې په انتخاباتو کې ګډون کوي

تاند- د لومړي ځل لپاره په سعودي عربستان کې ښځو ته حق ورکړای شوی چې خپلې رایې صندوقونو ته واچوي.

د سعودي عربستان ښځو ته نه یوازې اجازه ورکړای شوې چې د ښاروالیو یا د ښاري شورا کاندیدانو ته رایې ورکړي بلکې دا حق هم ورکړای شوی چې ځانونه کاندید کړي.

ټاکل شوې ده چې شاوخوا ۹۰۰ ښځې د ښاروالیو شوراګانو ته ځانونه ونوموي. دا انتخابات راتلونکې میاشت کېږي.

دا به د سعودي عربستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې ښځو ته په انتخاباتو کې د ګډون حق ورکول کېږي.

د ښځو او نارینه وو لپاره د رای ورکولو جلا مرکزونه په پام کې نیول شوي دي. همداراز ښځې او نارینه په یو ځای کې انتخاباتي تبلیغات نه شي کولی.

همداراز ښځینه کاندیدانې خپل مخونه عامو خلکو ته ښوولی نه شي. دا بندیز پر نارینه کاندیدانو هم لګولی شوی دی.

په سعودي عربستان کې د باسوادو او تعلیم یافته ښځو شمېر په چټکه مخ پر ډېرېدو دی او له دې سره د ښځو په منځ کې د خپلو حقونو د غوښتنې شعور زیات شوی دی.

په وروستیو کلونو کې سعودي ښځو څو ځلي د موټر چلولو، په ټولنه کې د فعالیت، په حکومت او کابینه کې د برخې لرلو په شان لومړنۍ مدني غوښتنې کړي دي.

13 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *