Categories

اعلان

Loading…

په هریپور کې د افغان کډوالو د معارف ستونزې/کمالپوري

غاړه مې دې خلاصه وي

دا چې د معارف ډیری ستونزې په کوردننه کې لا ینحل پاتې او د پخوا په څیر د زده کړو پخوانی سیسټم نه دی راپاتې چې په رښتیا حساب پرې کولای وشو، خو په څنګلوري پاکستان کې افغان کډوالو ته د زده کړو یو ښه نظام وو ، که له ریښتیاوو سترګو پټې نه شي زده کوونکي یې له هغو ډير لایقه او زحمت کښه وو؛ کومو چې په کوردننه کې زده کړې کړې وې. حال دا چې د پوهنې وزارت نصاب هلته هم پلی دی، د بېلګې په ډول ځیني زده کوونکو کې یې اوس هم دننه په نظام کې د یو شمېر څوکیو څښتنان دي.

خو په دې وروستیو کې  چا له نظره کړل، څو ورځې دمخه د پاکستان په هریپور کې پر ځینو پنډغالو وګرځېدم ځینو ښوونځیو ته ولاړم، ځیني ستونزې مې ځان سره راغوټه کړې.

یو څه چې زه پرې ډیر دردیږم د پوهنې سره جفا ده او تل به ددې جفا پر ضد مبارزه کووم.

د کډوالو بې شمېره ستونزې یوې خواته کړه چې د یو زده کوونکو لپاره یې د پاکستاني پولیسو له ویرو،رټلو،ترټلو سربېره یوه نوړې ډوډۍ راپیدا کوي، کله په کې زنداني هم شي او کله هم د دوو سوو کالدارو ګټل دومره ستونزمن شي ته به وا د اوسپنې نیني چیچي.

رابه شو دې د زوی ستونزې ته یې، په هریپور کې بې شمېره لیسې جوړې شوي دا ښه ده،خو د زده کوونکي برخلیک پکې نامعلوم دی، له سرنوشت سرې ګڼې لوبې کیږي د یوڅو پیسو په مقابل کې.

ځینې پوښتنې مې له څو زده کوونکو وکړې ویل یې فساد ورکې دومره زیات شوی، زده کوونکی هیڅ نه وي او یا خپله مزدوري کوي خو له ده جناب څخه وختي لا فارغ وي.

– زده کوونکی داسې روزل کیږي ته به وا نوی د غیږې ماشوم وي، ښوونکي ورته سترګې نه وي برګې کړي چې بل ښوونځي وختي ورته غیږه پرانیستي وي که هلته په شپږم ټولګي کې وي، ده ورته په یوولسم کې ځای پریښی وي.

– د فیسونو موضع یې ځانته بل باب دی بس زده کوونکی په ګرځیدو دی که فیس یې لوړ وي یا کوم ښوونکي ورته برګ کتلي وي؛ دی نو ښوونځي څاري او هر ښوونځی په هر وخت کې په هر ټولګي کې ورته غیږه پرانیزي.

د زده کوونکو په وینا د ځینو ښوونکو د زده کړې کچه ان له زده کوونکو هم ټیټه وي.

یاده دې وي چې دا ښوونځي هلته د افغانستان د سفارت له لارې په پوهنې وزارت پورې تړلي.

د پوهنې په اړه به له نورو ستونزو هم پرده پورته کړم.
په درناوی
کمالپوري

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *