Categories

اعلان

Loading…

د بهرنیو چارو وزارت په ۵ هیوادونو کې د افغانستان نوي سفیران معرفي کړل

تاند- د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پنځو هیوادونو لپاره نوي سفیران ټاکل شوي دي.

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم، عمرزاخېلوال په پاکستان کې، میرویس نایب په ترکمنستان کې، سید مصدق خلیلي په چک جمهوریت کې، شکریه بارکزۍ په ناروې کې او محمد عمر صمد په بلجیم کې د افغانستان سفیران ټاکل شوي دي.

دغه راز په امریکا کې اوسني سفیر حمید الله محب ته په کولمبیا، ارجنټاین، مکسیکو او دومنیکن کې د افغانستان د استازیتوب دنده سپارل شوې ده.

په یادو کسانو کې د ځینو د مقررۍ خبرونه مخکې هم خپاره شوي وو او دا هم ویل کېږي چې وحید عمر په ایټالیا کې سفیر ګومارل شوی دی خو د هغه د مقررۍ په اړه د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې څه نه دي ویل شوي.

همداراز په دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ترکمنستان کې د مخکینیو سفیرانو د نویو دندو په اړه هم تراوسه پوري څه نه دي ویل شوي.

50 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *