Categories

اعلان

Loading…

هلمند مدني ټولنې بهرنيو هېوادونو ته د هلمنديانو پر کډوالېدو اندېښنه وښوده

د هلمند مدني ټولنې مسؤلين وايي، په دې وروستيو کې يو شمېر خلکو له هلمنده په وتلو پيل کړی چې ډېری يې په قاچاقي لارو بهرنيو هېوداونو ته ځي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د هلمند د يوې مکملې کورنۍ اروپا ته پر لاره اوبو کې تر ډوبېدو وروسته مړه شول.

د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، وروسته له هغه چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو افغانان بهرنيو هېوادونو ته په کډوالۍ پيل کړی، په دې وروستيو کې له هلمنده هم ډېری کورنيو وتلي دي.

هغه وايي، داسې مالومات يې ترلاسه کړي چې دغلته د روانې جګړې، اقتصادي ضعف او بېکارۍ له امله ډېری خلکو هلمند پرېښی او پر قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته ځي.

سردار محمد همدرد اندېښنه وښوده کې دولت هلمند کې روان نازک وضعيت قابو نه کړي، نو ښايي نور خلک هم کډوالۍ ته زړه ښه کړي او له ګڼو ستونزو سره به مخ شي.

همدرد له دولت وغوښتل چې هېواد کې دې بېکاره خلکو ته د کار موندنې جدي غم وخوري ترڅو د کډوالۍ مخه  ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د یوې هلمندي کورنۍ ټولو غړو اروپا ته پر لاره د کښتۍ د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *