Categories

اعلان

Loading…

په کندهار کې د ملي امنیت یو کارکوونکی ووژل شو

تاند- یوه نامعلوم وسله وال نن /شنبه/ په کندهار ښار کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وواژه.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک رسنیو ته وویل:«یوه وسله وال نن ماښام د کندهار ښار په قلعه فیصل مېنه کې (محمد نافع روکیال) وواژه. حمله کوونکی د پېښې له ځایه وتښتېد او امنیتي ځواکونو د هغه د نیولو لپاره په سیمه کې پراخې پلتڼې بیل کړې.»

ده همداراز وویل چې روکیال مهم او پېژندل شوی شخصیت و.

په وروستیو ورځو کې د کابل په شمول د افغانستان په بېلابېلو سیمو د ترورونه زیات شوي دي. په کابل کې د سیاسي چارو پر کارپوه احمد سعیدي برید وشو. نن د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یو مشر اول الرحمن رودوال له وژونکې حملې روغ ووت.

په تېرو ۱۴ کلونو کې په زرګونو قومي مشران، مدني فعالان، مذهبي مشران او حکومتي کارکوونکي د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې وژل شوي دي.

52 total views, 2 views today

1 comment

  1. حبیب Reply

    الله دي شهادت قبول کړي. زما د فیسبوک ملګری وو په هره لیکنه کي یې د وطن سره خواخوږي له ورایه څرګنده وه. دښمنان دي یی خداي ورک او تبا کړي.
    د روکیال غوندي ځوانان په لکو تنو کي یو پیدا کیږي خداي دې کورنۍ او دوستانو ته صبر او زغم ورکړي او خدای دی دې درپه در وطن ته عوض ورکړي
    روح یی ښاد او جنتونه دی ځاي وي آمین

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *